کور / تازه خبرونه / خيبر ايجنسي : د ايتلافي ځواکو په تيلو بار ټانکرونه په نخښه او…

خيبر ايجنسي : د ايتلافي ځواکو په تيلو بار ټانکرونه په نخښه او…

لراوبر – لو پښتوخوا



دخيبر ايجنسۍ چارواكى وايي  چى  ديكشنبى په شپه په تورخم كښې ايتلافى ځواكونو ته تيل ليږدونكو پنځوس ټانكرونو په چاودنو كښې له منځه  وړل كيدلو دپيښې په تور يې دخاصدار ځواك دڅلور سرتيرو په شمول 7 تنه نيولي  دي ځائى  خلك وايي  چي په پيښه كښې 2  تنه وژل شوي دي دپوليټيكل چارواكو دوينا ترمخه  ديكشنبى  په شپه  ډيورنډ كرښې ته څيرمه  سيمه تورخم كښې نابلده وسلوالو په افغانستان كښې ځاى په ځاى دايتلاف ځواكونوته ډيزل او پټرول  ليږدونكي په سلګونو ټانكرونه په نخښه كړل په پيښه كښې سلو ته نږدي  كسان ژوبل شويدي  په ژوبل شوو كښې اكثره دټانكرو چلونكي دي په چاودنو كښې 30 ټانكر په بشپړه توګه  له منځه  تللې دي او تر شلو زياتوته زيان اوښتى  دى  بلخوا ته يوه  دولتي چارواكي بى بى سى ته  ويلي  دي چى  دتيلو ټانكرونه د ډيورنډ كرښې څخه  تيريدلو لپاره ولاړ وو چى  ناڅاپه پرله پسې  دري  چاودنې رامنځته شوي اوپه ټانكرونو كښې اور ولګيده او څو دقيقې  وروسته ټولو ټانكرونو اورواخيست چارواكي زياته كړيده  چى  داور مخه نيولو لپاره د افغانستان څخه هم دخاخاهر بريګيډر ډله راورسيده او دپاكستان له چارواكو سره په  ګډه اورترواك لاندې راوست تراوسه پورې كومې ډلې دپيښې مسئوليت په غاړه ندى اخستي.


بل لور ته :: :مظاهره كوونكو دكويټي كراچۍ لويه لاره د ټرافيكو پرمخ وتړ له دراپو رو نو ترمخه د بلوچستان ايالت   په مستونګ  سيمه كښې دلويي لاري  درغولو په كار كښې دزيات ځنډ څخه  كار اخستل كيدلو پرضد دټرانسپورټ چارواكو دكويټي كراچۍ  لويه لاره دځنګل  په سيمه كښې وتړ له  دلويي لاري دبندولو له امله له دواړو خواوو څخه  په سلګونو ګاډياڼي بندي پاته شوي دلارې  خلاصولو لپاره  د ولتي  چارواكي  سيمى ته رسيدلي  دي اودخبرو اترو دلارې  يي دلارې خلاصولو هڅي  پيل كړيدي.