کور / کره کتنه / ((ولسمشر)) نه ولسمشر

((ولسمشر)) نه ولسمشر

نور نو ((ولسمشر)) ولسمشر ندې ځکه چې وينا يې وينا نده ، که په پوره عامه اصطلاح ووايو ولسمشر ځکه ولسمشر نه بولو چې څوک يې په خوله پياز هم نه خوري ، د ولسمشر وينا بايد په هيواد کې تر ټولو اغيزمنه وي او په ځانګړې توګه په هغه هيوادونو کې چې نظام يې صدارتي وي ، خو د افغانستان ولسمشر ولو که ځان ته جمهور رئيس وايي او په رسمي پاڼو کې د هغه له نوم مخکې همدغه صفت ليکل کيږي  خو بيا هم جمهور رئيس (ولسمشر) ندې ځکه چې نه خو يې په هيواد کې په خپلو مامورينو واک چليږي او نه يې بهرنيان خبره اوري.


د تيرو لسو کلونو راهيسې اورو او ګورو چې ولسمشر  د خپل دفتر څخه امرونه او فرمانونه صادروي خو اغيز هيڅ نه لري يعنى هيڅ د عمل جامه نه ور اغوستل کيږي.


 ومو ليدل چې په واليانو يې زور بر ندې ، د قومونو او شخصي رقابتونو پر بنياد د رامنځته شويو شخړو د حل او فصل کولو توان نه لري ، د هيواد د ښې ادارې وړتيا پکې نشته ، د مخالفتونو د منځه وړلو او ارامۍ په راوستلو کې يې کوم اغيزمن اقدام ندې کړې ، د هيواد د يو موټې کولو او يووالي لپاره کومه د عمل وړ نقشه او طرحه نه لري ، ملت ته په خپل ځان د تکيه کولو قناعت نه شي ورکولاى او سربيره پر دې د هيوادوالو د ځپلو او د هيواد د پلورلو لپاره ښه په زغرده کار کوي .


خبره لدې راياده شوه چې نن مې دوه خبرونه په يو ځاى ولوستل يو خبر د کندهار د ولايت د ژړۍ په ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو لخوا پر يو کور د هاوان د ويشتلو خبر ؤ چې درې تنه ميرمنې پکې په شهادت رسيدلي او دوه نورې ټپي شوي ، او دوهم خبر ولسمشر حامد کرزي ته په افغانستان کې د ټولو بهرنيو ځواکونو د مشر جنرال جان الن ليک ؤ کوم کې چې هغه جمهور رئيس لدې خبروي چې خپلو فوځيانو ته يې لارښوونه کړې څو د ملکي خلکو د ژوند د خوندي کولو لپاره د مخالفينو پر ضد د فوځواک څخه د کار اخيستلو پر مهال په خپلو لارو چارو ((غور)) وکړي ، ((يواځې غور)).


ماته د جمهور رئيس (نه جمهور رئيس) هغه خبر پاڼه  را ياده شوه چې يواځې پنځه ورځې مخکې يې په همدې ولسوالۍ (ژړۍ) کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د اوه ماشومانو او يو نارينه د وژل کيدو په اړه خپره کړې وه او ويلي يې وه (د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي ددې پېښې د جدي څېړلو لپاره يو هيأت ټاکلی دی چې ددې هيأت له تحقيقاتو وروسته به د افغانستان حکومت د دوديزې لويې جرګې د مشورو په رڼا کې خپل موقف څرګند کړي).


خو پدې پنځه ورځو کې د دې پيښې تحقيقات بشپړ نه شول نو د ((دوديزې لويې جرګې)) په رڼا کې د افغانستان د حکومت دريځ به څه ډول روښانه شي ، دا تحقيقات ولې دومره زيات وخت اخلي ؟ نده څرګنده .


د دې ((ولسمشر)) مخکنۍ دا ډول تشې خبرې  هم را په زړه شوې ، هغه د تمساح اوښکې يې هم رايادې شوې چې د ټولې نړۍ په وړاندې يې تويولې او ويل يې چې زما د ملت عام خلک يې را وژلي دي ، زما خلک را شهيدانوي ، مونږ ته د منلو وړ ندي ، بهرنيان دى ځانونه سم کړي کنه نو …………….کنه نو څه ؟ هيڅ هم نه ، ځکه تر اوسه پورې يې هيڅ هم ونه کړل.


 هر څومره مې چې سوچ وکړ او هر څومره مې چې پلټنه  وغزوله يوه داسې پيښه مې هم ونه موندله چې دغې ((ولسمشر)) دې د يرغلګرو لخوا د عامو خلکو د وژل کيدو په غبرګون کې کوم د پام وړ ګام پورته کړې وي او يا دې يې داسې يوه خبره کړي وي چې عمل پرې شوې وي او دا ثابته شوي وي چې دى په ريښتيا ولسمشر دى.


هيڅ ونه توانيدم چې پدې برخه کې د دې ((ولسمشر)) د ستاينې لپاره يوه وړه او کم ارزښتنه نقطه هم پيدا کړم ، ځکه خو په خپل زړه او فکر کې نور هم يقيني شوم چې دغه ((ولسمشر)) ولسمشر ندې ځکه چې د ولسمشرۍ کارونه ځينې نه صادريږي او داسې نه بريښي چې هغه دې د يو هيواد واکمن او ځواکمن شخص وي .


په لمړي سر کې داسې توقع کيدله چې جناب کرزى دى په هيواد کې د روانو ناخوالو د ختمولو لامل او د هيوادوالو د دردونو درمل شي ، څو کاله وړاندې هم خلک خوشبين وه خو پدې وروستيو کې هغه ته خوشبين خلک زما په فکر له عقل خلاص دي .


ځکه دغه سړې په هيواد کې د ټولو نادودو او د ملت د ګردو بدمرغيو لامل دى نو څه ډول په همدغه شخص د نيکمرغيو لامل هم شي! ناشوې ده.


لدې بريښي چې په هيواد کې د پرمختګونو او چارو د ښه کيدو اعلانونه هم ناسم دي ځکه يو  هيواد هلته پرمختګ کولاى شي چې امنيت وي ، سوکالي وي ، ارامي او سوله وي دا چې بهرني دې وژني او خپل دې د دفاع واک نه لري نو پرمختګ به له کومه ځايه رامنځته شي او ولې به په پخو ماڼيو کې د ناستو بې خبره واکمنانو ((چې ولسمشر يې په سر کې ځاى لري)) په لاپو شاپو يقين وکړو .


خداى دى د دې ځوريدلي ملت دغه بې کفايته مشران په ښو ، باتدبيره او سوچه ملي مشرانو بدل کړي.


پاى