کور / کره کتنه / په پېښور کي افغان کونسلګرۍ محصلينو ته ستونزي جوړوي

په پېښور کي افغان کونسلګرۍ محصلينو ته ستونزي جوړوي

يو شمېر هغه پښتانه محصلين د پاکستان سفارت لخوا پښتونخوا ته د زده کړو لپاره راغلي دي په دې وروستيو کي له سختو ستونزو سره مخامخ دي . جناب قونسل افغان کميشنرۍ ته ولاړل او هغه زده کوونکو ته چې د مياشتې (١٧٠٠٠) اولس زره کالدارې ورکولې په پېښور کي افغان جنرال کونسل دغه پيسې نيمې کړې او هغه پيسې چې دوى ته په خپل وخت ورکول کېدې، اوس په خپل وخت نه ورکول کيږي. د قونسل صاحب په برکت و چې افغان محصلينو ته يې ورساوه.


 افغان محصلين چې د بهرنيو چارو وزارت لخوا ورته تعليمي پاسپورت ورکړى شوى، د پاکستان سفارت يو کلنه ويزه پرې لگيدلې خو بيا هم د پېښور پوليسو لخوا زورول کيږي، بندي خانو ته وړل کيږي، خو چې قونصلگرۍ ته کوم محصل د دغو ستونزو د حل لپاره ورشي نو د قونصل لخوا پرې دروازې وتړل شي.


هغه افغان چې غواړي په پېښور کې د خپلې بهرنيو چارو وزارت لخوا پاسپورت ترلاسه کړي. په يوه او بله بهانه زورول کيږي. کارونه په وخت نه اجراء کيږي. بل چې دې قونسلگرۍ ته د عبدالحسيب نوري په نوم يو دپلومات رامعرفي شوى د ښاغلى وزير لخوا نه ده دننه په بورډ کې يوه عکاسخانه درلوده او پنځه کاله يې دلته تېر کړي، چې تراوسه خپل نوم هم نه شي ليکلى. نن دلته زمونږ سياسي ديپلومات دي؟ د خدای د پاره  وزير صاحب!ولې هغه پښتانه چې لوړې زده کړې ترسره کړي. خواران بې کاره بې روزگاره ناست دي. ځکه چې پښتانه دي ولې د دغه عکاسخانې واله نه خوښه دي. خو افسوس چې خپل مشر نه لري چې مشر يې لرلو نو نن به پښتنو ته په هر وزارت او هر ځاى کې چې د افغانستان نمايندگيو کې حق ورکول کيده. مونږ په خپل کور کې بې کوره يو : به هر حال دا اوسنۍ بدبختي نه ده چې مونږ پرې وژاړو.


دويم دا چې کله کوم افغان مهاجر افغان قونسلگرۍ ته عارضه په پښتو کې وليکي نو د قونسلگرۍ له چارواکو او قونسل لخوا ورته په دري د ليکلو امر ورکول کيږي او د پښتو عارضه نه منل کيږي. آيا پښتانه د افغانستان د خاورې څخه نه دي په دې خبره غور پکار دى.ښاغلى وزير صاحب! دا ستا د اخلاصمند او تا ته نږدې ابراهيم خيل کارونه دي.


بله ده دا چې په افغان قونسلگرۍ کې دا مهال (٣٢) دوه دېرش کسان کار ترسره کوي چې لس کسان يې دپلوماتان دي. د بهرنيو چارو وزارت څخه راليږل شوي. په دې کې بيا هم افغان قونسل خپل زوى محمد حنيف ابراهيم راوستى. د قونسلگرۍ ټول واک او اختيار يې هغه ته ورکړى. د پاسپورټ په سر د خلکو پيسې اخلي او هغه پاکساني وروڼه چې غواړي وېزه ترلاسه کړه. يو د ويزې فارم پر ٥٠٠٠ پنځه زره کالدارو پورې خرڅ شوئ. يو شمېر پاکستاني وگړو د خپل نوم ښودلو نه ډډه وکړه. خو دا خبره ئې په ډاگه کړه چې مونږ مجبوره يو. ځکه په پنځلس ورځو کې مونږ ته فارم نه رارسيږي. 


 جناب وزير صاحب دغه دپلومات د څه لپاره دلته راغلى چې د هر ډيپلومات د مياشتې (٣٠٠٠) درې زره تر ١٨٠٠- اتلسو سوه ډالر معاشونه اخلي او بيا هم قونصل دومره ستر خيانت کړى چې خپل زوى مقرر کړى. ادارې فساد ته يې زور ورکړى. په قانون د کومې مادې په اساس خپل زوى مقرر کړى چې د مياشتې څلور سوه ډالر معاش څلور سوه ډالر معاش هغه ته ورکول کيږي. بيا دې دغه ديپلومات درواړه.


 د هر ديپلومات د مياشتې د موټرو او د کورونو کرايو سره د څلور زره ډالرو ډېر مصرف کيږي. دا ټولې جمع کړه د مياشتې (٥٠٠٠٠) پنځوس زره ډالر شوه. مونږ په دې ديموکراسۍ کې د ولږې مرو او زمونږ د وزيرانو او سفيرانو مصارف وگورئ. د خيرات په پيسو کې مونږ دومره مصرفونه لرو. جناب وزير صاحب جناب کرزي صاحب د خداى په خاطر په دې ولس رحم وکړئ او دغه قونسل مو وغواړئ د پوښتنو لاندې راولي. ځکه د افغان قونسل د افغانانو نمايندگي نه شي کولى. که دا چېرته ستاسواستازي وي نو سمه ده و که چېرته د افغانانو استازيتوب کوي نو د افغانانو استازيتوب داسې خلک نه شي کولې.


دلته د عبدالخالق فراهي په شان يو مجاهد او بهادر سړى پکار دى چې تر څو د افغانانو ترمنځ يووالى رامنځته کړي. ملي تعصب ختم کړي. د غلا او اداري فساد مخه ونيسي. ترڅو افغانستان د نورو برباديو څخه خلاص شي. افغان قونسل صاحب خفه کيږه مه حقيقت نه پټيږي.په خپل گرېوان کې وگوره چې دغه خيانت د افغانانو په گټه دي که په تاوان؟ قونسل صاحب نور په دغه جعلي اسنادو پيسې مه اخله. د ځان په شان بېسواده خلک افغانستان ته مه لېږه. همدغه خلک اداري فساد کې زياتونه کوي.


د بهرنيو چارو وزير صاحب خفه کېږه مه په خداى باور وکړي که زړه مې نور صبر کاوه. ځکه مې تاسو ته عرض وکه. که تاسو دا پړه په ډاکټر سپنتا اچوي. نو هغه خو د کرزي صاحب خبره دومره بې سواده ده چې په Good Morning نه په Good Afternoon نه پوهېده. خو بيا يې هم پنځه کاله د بهرنيو چارو د وزارت دنده ترسره کړه دغه زمونږ د وزيرانو حال دى که پارلمان ته سر ښکار کړو نو پارلمان هم له بېسوادانو څخه ډک دى. د کډوالو چارو وزارت او د پوهنې وزارت هم دغه شان بې سواده او فرمايشي وزيران دي. نو مونږ به گيله د چا نه وکړو. که د کډوالو چارو وزارت د خوا کوم کسان په دندو گمارل شوي نو هغه به يا د استاذ سياف کسان وي يا به د جنرال فهيم او يا د استاد رباني کسان ا و هغه چا چې په لږه او تنده کې زده کړې ترسره کړې وې ځان باندې سختې تيرې کړې وي ماسټرۍ يې ترلاسه کړي د هغو بېوزله پښتنو څوک غږ هم ناوري. او دغه کسان چې ځان ته ډېر څه وايي د سيد محمد ابراهيم خيل په شان په واسطو راغلي دي نه په خبرو پوهيږي نه په بين المللي روابطو او د ديپلوماسۍ تعريف ورځي. بس تش په نامه د افغانستان نمايندگي کوي.


زما غوښتنه د زلمي رسول، جاويد لودين او د فساد او ادارې په ضد د مبارزې مشر ډاکټر لودين څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د سيد محمد ابراهيم خيل سره د دغو خبرو حساب وکړي. قانون ته راکاږي چې تر څو بل کوم افغان د دغسې کارونو ته لاس وړاندې نه کړي. زه د بهرنيو چارو د وزارت هغه مامورينو ته او د حامد کرزي د دفتر رييس عبدالکريم خرم ته په دې خبره قسم ورکوم  زما دغه ليک کرزي صاحب او زلمي رسول ته ورسوي. ځکه دلته خلک د ډېرو ستونزو سره مخ دي.
او که چېرته په دې خبرو غور ونه شو نو بيا د افغانستان د جوړېدو او سولې دپاره هلې ځلې مه کوئ. ځکه ترڅو د افغانانو ترمنځ دغه يووالى نه وي رامنځته شوى نو سوله راتلاى شي او نه کار اهل کار ته سپال کيدى شي. او که په دغو خبرو غور ونه شي نو افغانان به ورځ په ورځ د دولت څخه زړه توري کيږي. د دولت له مخالفينو سره به يو ځاى کيږي او ټول ولس به د اوسي نظام په اړه يو انقلاب او پاڅون رامنځته کړي. کرزى صاحب! نه به بيا تاسو يئ، نه به مو جنرالان او نه مزدوران وي او دا هېواد به هغه چا ته بيا په لاس ورشي چې د دې هېواد لپاره يې له دې نه وړاندې ډېرې قربانۍ ورکړي او اوس هم د خپلو حقونو لپاره جنگيږي. رښتينى افغان هغه څوک دى چې د افغانستان په درد ودرديږي او د افغانانو د زخمونو د ملهم پټۍ وگرځي، مونږ يې ملاتړ کوو. د سوکاله او خپلواک افغانستان په هيله