راين کراکر: په بن کي د پاکستان نه ګډون خپله د دې هيواد په تاوان دئ

لراوبر ډاټ کام (کابل) | دسمبر 4th, 2011


په افغانستان کي د امريکا سفير راين کراکر وايي د بن په نړۍ وال کنفرانس کي د پاکستان نه ګډون خپله د دې هيواد په تاوان دئ.
نوموړي وويل د نړۍ د ٨٥ هيوادونو استازي به په دې کنفرانس کي راټول سي او د لسو نورو کلونو دپاره به له افغانستان سره د حکومت جوړوني، امنيت، پوځ او پوليسو د روزني او اقتصادي همکاريو ژمني تازه کړي، چي په کنفرانس کي د پاکستان نه ګډون به د غونډي پر ژمنو هيڅ اثر ونکړي.
نوموړي وويل د بن د کنفرانس موخه دا ده چي افغانانو ته وښيي چي نړۍ واله ټولنه يې د راتلونکو لسو کلونو دپاره د تېري يوې لسيزي په شان تر شا ولاړه ده.

Copyright Larawbar 2007-2024