کور / راپور / پکتیا- دوو ښوونځي او یوه کلنیک ته ودانۍ جوړي شوې

پکتیا- دوو ښوونځي او یوه کلنیک ته ودانۍ جوړي شوې

د یو لړ خاصو مراسموپه ترڅ کی د سلاکار وزیر او پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد لخوا په سید کرم ولسوالۍ کی دوه ښوونځیو او یوه کلنیک ته ودانۍ پرانیستل شوی
دغه دوه ښوونځی چی د خنډ خیلو او کاریز په نوم یادیږی یو یی منځنۍ او بل لمړنۍ دی چی د ۹۶۰۰۰ امریکایی ډالرو په ارزښت د پوهنی وزارت د پرمختیایی بودجی نه د یو کال په ترڅ کی بشپړ شوی
دغه دواړه ښوونځی په شپږ شپږ جریبه ځمکه کی په پاخه او اساسی ډول له ټولو اړینو ملحقاتو سره جوړ شوی چی په یو وخت کی دواړه ښوونځی د ۱۲۰۰ زده کوونکو د ځایدو وړتیا لری
بل خوا یو د څارویو کلنیک چی څه دپاسه ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ لګښت پری راغلی د ګرهنی وزارت لخوا جوړ شوی چی لګښت یی هم د اړوند وزارت له پرمختیایی بودجی ورکړل شوی پرانیستل شو