کور / z_buitenland_news -- 5 / وکيلان،… د افتخار چودري کور ته تر دېوالو ور واوښتل

وکيلان،… د افتخار چودري کور ته تر دېوالو ور واوښتل

لراوبر – لو پښتونخوا



 وكيلان،  سياسي كاركوونكي او عام خلك ترديوالونو دپاكستان دسترې محكمې د رئيس افتخار محمد چودري كورته وردنه شول دپاكستان د نوي  وزيراعظم لخوا دقاضيانو دخوشي كولو داعلان وروسته پوليس  دجسټس افتخارچودري له كور څخه ليري  شول او د وكيلان سياسي كاركوونكي دافتخار چودري كورته  ورداخل شويدي پدغه  وخت راغونډ شوو كسانو دزه مشرف  زه لوى څارنوال اود سترې محكمې   داوسني  رئيس  عبدالحميد ډوګر پرضد شعارونه وركړل دانتظاميي غړو دجسټس  افتخار چودري تركوراتاوشو و خلكو په ضد هيڅ ډول غبرګون ونه ښود دراغونډ شوو وكيلانو په سياسى كاركنانو په جمله كښې ښځې او ماشومان هم شامل وو.


بل خو::  په بنو كښې دجماعت اسلامي  د پخواني سكرتر كورته ورتلو نكي يو شكمن وګړى په موقع نيول شوي دى درارسيدلو خبرونو ترمخه  دجماعت  اسلامى دپخواني سكرتر تميزالدين كورته ورننوتونكي يو شكمن وګړي  لاس په لاس  نيول شوي دى  نوموړى  عبرت الله نوميږي  او دشمالى وزيرستان دميرعلى  اوسيدونكي دى. دجماعت اسلامي پخوانى  سكرټر تميزالدين  خبرنګارانو ته پدى اړوند ويلي  چي  زماوكورته ناڅاپى  يو داسى  څوك  راننوت  چي  لاس بم ورسره و ده په ډاګه وويل  چى همدا كس  مخكى  هم په سيمه كى ليدل شوى و  چى دخلكو له كوروڅخه  ئى  دمرستي په نامه چندى راغو نډولى.