کور / z_buitenland_news -- 5 / نوي ټاکل شوي لومړي وزير یوسف رضا ګيلاني د … امر ورکړ

نوي ټاکل شوي لومړي وزير یوسف رضا ګيلاني د … امر ورکړ

 لراوبر – لو پښتونخوا



ادپاكستان نوى ټاكل شوى لومړى  وزير يوسف رضا ګيلانى  دقاضيانو په سمدستى  توګه خوشي كولو امر وكړ پوليس دقاضيانو داستوګن ځايوڅخه  ليرى كړل شول نوى  لومړي  وزير  اعلان وكړ چي  دبې نظير بوټو  دقتل پلټنې  به د ملګرو ملتونو دلارې  وكړل شي  قو مى  اسمبلۍ  كښې  د وزيراعظم ټاكل كيدو وروسته په خپله وينا كښې يوسف  رضا ګيلانى  وويل زما برياليتوب  دمحترمه  بې نظير بوټو دقربانۍ له امله دش دبې نظير بوټو دجمهوريت  دبحالۍ لپاره نه  هيريدونكى قرباني وركړيدى  او نن  دهغې  دمبارزې  او قرپاني له امله ډيمو كراسي پلى شويده يوسف  رضا ګيلاني  دبې نظير مبارزي ته دعقيدت ګلونه وړاندې كولو سره وويل چې  ددې  دمبارزې له امله  نن  پرماباندې د اسمبلۍ  غړوباور كړيدى  ښاغلى ګيلاني د بلاول بو ټو زرداري اصف على  زرداري ، نواز شريف  ، اسفنديارولي ، مولانا  فضل الرحمان  او د ايم كيو ايم دغړو په شمول  دپارلمان دټولو غړو مننه وكړه نوي  لومړى  وزير په ټولو سياسي ګوندونو  غږ وكړ چى  دحكومت سره دي خپل ملاتړ ته دوام وركړى  دهېواد ادارې  پياوړي  كولو لپاره پرائين باندې  عمل كول ضرورى  دى نو موړي زياته كړه چى  دى دپارلمان ، عدليې  او رسنيو  دخپلواكۍ بشپړه  ملاتړ كوي ښاغلى  ګيلاني  په خپلو خبرو كښې زياته كړه چى  دقومي اسمبلۍ  غړي  دي دمحترمه بې نظير  بوټو  دقتل پلټني  دملګرو ملتونو لخوا كولو لپاره پارلمان ته قرار داد وړاندي كړي  ښاغلى  ګيلاني حكم وكړ  چى قاضيان دي په سمدستي  توګه  خوشي  كړل شي.