کور / z_buitenland_news -- 5 / يوسف رضا ګيلانى دپاكستان لومړى وزير وټاكل شو

يوسف رضا ګيلانى دپاكستان لومړى وزير وټاكل شو

لراوبر – لو پښتونخوا



يوسف رضا ګيلانى دپاكستان لومړى وزير وټاكل شو؛  دقومي اسمبلۍ264 غړو ديوسف رضا ګيلانى په حق كښې خپلې رايي كارولو سره دپيپلز او اتحادي ګوندونو ګډ كانديد بريالى كړ د مسلم ليګ \”ق\” كانديد چودري پرويز الهى يواځي 42 رايي ګټلې دي دپاكستان نوى لومړى وزير به نن دخپلې دندى لوړه كوي  د راپورترمخه د قومى اسمبلۍ غونډه د ډاكټر فهميده ميزا په مشرۍ كښې پيل شوه دسپيكر دحكم ترمخه  دايوان غړي په دوو برخو وويشل  شول ديوسف رضا ګيلانى پلويان دA او دچودري پرويز الهى پلويان دB   برخى خواته شول چى  دهغه وروسته  داسمبلۍ غړي  وشميرل شول دشمير ترمخه  يوسف  رضا ګيلاني  ته 264 او پرويز الهى ته 42 رايي وركړل شوې دپيپلز ګوند مشر او دبې نظير بوټو ځوى  بلاول او دګوند مرستيال مشر اصف زرداري  دميلمنو له څوكيو څخه  دغونډې ننداره وكړه دلومړي وزير دنوم اعلانولو په وخت دبلاول بوټو زرداري دسترګو څخه اوښكي راتوى شوې.