د کابل ولایت خاکجبار په ولسوالۍ کې په سیلاب ځپلو مرستې وویشل شوې.
رحيم ګل څاروان
په دغه مرستو کې چې غنم، دال او غوړې شامل دي په ۵۸۷ ځپل شوو کورنیو وویشل شوې، دغه مرسته د کابل ولایت د مقام په غوښتنه د ملګرو ملتونو د نړیوال غذائي پروګرام لخوا ترسره شوه چې له امله به ئې د سیمې د خلکو شته ستونزې تر یوه حده راکمې شي، د کابل ولایت د مقام په هلوځلو د نوموړې ولسوالۍ له سیلاب ځپلو سره ورته مرستې پخوا هم ترسره شوی.
د یاده ولو وړ ده چې د ژمې په رارسیدو د کابل ولایت مقام له مختلفو مرسته کوونکو ادارو غوښتنه کړې ترڅو په دې ولایت کې له اړو کورنیو سره هراړخیزې مرستې ترسره کړي.