د کابل چهاراسیاب ولسوالی په بې بضاعته کورنیو نقدي مرستې وویشل شوې.

رحيم ګل څاروان | دسمبر 6th, 2011


د ۱۲ میلونو افغانیو دغه نقدي مرسته چې د نړیوال بانک لخوا په بلاعوضه توګه برابره شوې وه، د نوموړې ولسوالی په ۱۳۰۰ اړو کورنیو چې د ګټې وټې کس ئې نه درلود، وویشل شوه چې هرې کورنۍ ته په اوسط ډول لس زره افغانۍ ورکړل شوې.

د پروګرام موخه د اړینو کورنیو سره مرسته او لاس نیوی وو چې د کامیابیدو په صورت کې به ورته مرستې په نورو اړینو کورنیو هم وویشل شي.

په ورته ګام کې په ۶۰۰ اړو او بې وزلو کورنیو د خوراکي توکو مرستې د کابل ولایت خاکجبار په ولسوالی کې هم ویشل شوی دی چې له امله ئې د ګڼو کورنیو شته ستونزې تر یو حده راکمې شوې.

د یاده ولو وړ ده چې د ژمې په رارسیدو د کابل ولایت مقام له ټولو مرسته کوونکو ادارو غوښتې چې په دې ولایت کې له اړو کورنیو سره په هر اړخیزه توګه مرستې ترسره کړئ.

Copyright Larawbar 2007-2024