چین ۱۵۰ میلیونه ینه مرسته له افغانستان سره کوي

رحيم ګل څاروان | دسمبر 6th, 2011


د چین د بهرنیو چارو وزیر یانګ جایچي په جرمني کې د بن د کنفرانس په درشل کې له ولسمشر حامد کرزي سره د لېدنې په مهال د ۱۵۰ میلیونه ینه مرستو ژمنه کړې او ویلي یې دي چې دا مرستې به د پوهنې، کرهڼې او د ملکي ادارې د ظرفیتونو په لوړولو لګوي.
د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر جمهور رئیس کرزي ته ویلي چین سره له دې چې د مس عینک او په شمال کې د نفتو په دوو پروژو کې دم ګړۍ پانګونه کوي، دا ډول علاقمند دی چې په افغانستان کې په نورو اقتصادي پروژو کې هم ونډه واخلي او پانګونه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر دا ډول د شانګهای په سازمان کې د ناظر هیواد په توګه د افغانستان له نوماندۍ هم ملاتړ کړی دی.

ولسمشر کرزي بیا د چین مشري د یوه رسمي سفر لپاره افغانستان ته رابللې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024