فرانسه افغانستان سره د همکاریو د سند لاسلیک ته تیاره ده

رحيم ګل څاروان | دسمبر 6th, 2011


د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الن ژوپي ولسمشر حامد کرزي ته د بن د کنفرانس په درشل کې ویلي چې هیواد یې له افغانستان سره د اوږد مهال همکاریو د سند لاسلیک کولو ته تیاره ده.
له ولسمشر حامد کرزي سره د لېدنې په مهال د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر له جمهور رئیس کرزي غوښتي چې ددې سند د امضاء کولو لپاره دې د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ په وروستیو کې فرانسې ته سفر وکړي.
ولسمشر کرزي بیا د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې مربوطې ادارې یې ددې سند په څېړلو او لوستلو کار کوي او تمه کوي چې ژر تیار شي.
د یادونې ده چې د افغانستان او فرانسې ترمنځ د اوږد مهاله همکاریو د سند د لاسلیک وړاندېز د فرانسې ولسمشر نیکولای سرکوزي د جولای په میاشت کې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال جمهور رئیس کرزي ته کړی وو.

Copyright Larawbar 2007-2024