پېښور:درې ورځنی عالمي پښتو ادبي کنونشن جوړيږي

د لراوبر اداره | دسمبر 6th, 2011


په يوه ژبه وئيل سره پښتو کړو
ولې نه شوو له يو بله خبردار


په مارچ ۲۰۰۵ م کې د يوې کاميابې نړيوالې غونډې نه پس د (پښتو ادبي چمن- ټل) ملګرو د ۲۰۱۲ م کال د مارچ په ۲۴،۲۵،۲۶ مه نېټه د پېښور په نشتر هال کې د يو بل درې ورځني عالمي پښتو ادبي کنونشن د کولو تابيا کړې ده، چې په کې به د ټولې دنيا نه پښتانه پوهان په ګڼ شمېر ګډون کوي.


ښاغلي پوهان به د پښتو ژبې ترِقۍ او د پښتنو د تهذيب او تمدن په هکله ګټورې خبرې کوي، چې په موجوده وخت کې پښتو ژبې او پښتني ثقافت ته څه خطرې پېښې دي؟ هر هغه څوک چې خپلې خوږې درنې پښتو او خپل دود او دستور سره مينه او عقيدت لري، هغوی ته خواست دی، چې مونږ سره په دې پياوړي کار کې مرسته وکړي او په خپلو غوره مشورو مو ونمانځي.


په پښتنه مينه
پښتو ادبي عالمي کنونشن، پېښور


د رابطې لپاره:
۰۳۰۰۵۹۷۳۸۲
۰۳۰۵۹۵۵۷۳۵۸
۰۳۰۰۵۹۰۵۰۱۵
۰۳۳۲۹۵۶۳۳۹۵
۰۳۱۸۳۲۵۵۲۰

Copyright Larawbar 2007-2024