کور / علمي / د زده کړي د اختلالاتو پیژندل او تشخیصول

د زده کړي د اختلالاتو پیژندل او تشخیصول


د زده کړي په اختلالاتو باندي اخته ماشومان کولای شو په ټولو ښوونیزو سطحو یا د ژوند په مختلفو کلونو کي کتلای او لیدلای شو. په ځینو مواردو کي د زده کړي په نیمګړتیا باندي اخته ماشومان د ډیر وخت لپاره له نظر څخه پټ پاتي کیږي او د زده کړي ( تحصیل ) په نورو مواردو کي لکه د لیسې د دورې پیل چې نوي ځوانان یې ډيری په خپل ځان باندي تکیه کوي ، باید وپیژندل  شي.هر څومره چې په ښوونیزو مرکزونو کي د زده کړي اختلال ته پاملرنه ډیریږي نو زده کوونکی په ښه او پراخه توګه پیژندل کیږي، او هر څومره چې ژر وپیژندل شي په هماغه اندازه د هغه د جبران کمښت آسانه کیږي. ډیری ماشومان د ښوونځي په لومړۍ دوره کي په یوه نه یوه ډول له خپلو ټولګیوالو او ښوونیز چاپيریال سره ځان برابر وي ، خو د زده کړي په نورو راتلوونکو دورو کي  څو کاله په شک کي وي او مجبوره کیږي چې ښوونځي پریږدې او کله چې له هغه څخه وپوښتل شي چې ولي دې ښوونځي پریښووده؟  نو وایې چې د پرلپسې نه بریالیتوبونو او شکي کیدو له امله ، له کومي څیړني څخه پرته باید ماشوم شکي نه کړو چې وروسته د ښوونځي پريښوودو ته اړ شي ، بلکه باید د ماشوم د شکي کیدو د لامل د پیدا کیدو په لټه کي شو او په تحقیق ، څیړنه او د علت په پیدا کولو سره د ستونزي یا کومي بلي چاري د له منځه وړلو په هڅه کي شو. نو لکه څرنګه چې نه شو کولای ړوندوالی د نه لیدلو له امله او کوڼوالی د نه اوریدلو له امله وغندو ، په هماغه ډول ماشوم هم چې د زده کړي وس او توان ونه لري او په واقیعت کي ضیفه وي ، چې په خپله یې مسؤل نه دی ، نو باید چې مقصر یي ونه ګڼو او له ښوونځي څخه په شړلو سره یې باید له انساني حقه او مسلمو حقوقو څخه محروم نه کړو.
د زده کړي په اختلال باندي د یوه ماشوم د اخته کیدو په صورت کي باید د یاد ماشوم او نورو ماشومانو او همزولو تر منځ هر ډول توپیر د اطرافیانو د پاملرني وړ وي « یاني اطرافیان وکولای شي تر څو هغه ماشوم چې د زده کړي په اختلال باندي اخته دی له نورو ماشومانو او همزولو څخه بېل او تر منځ یې توپیر وکړي ، درمل ».د هغو ماشومانو په اړه چې د زده کړي په اختلال باندي اخته وي کیدای شي دا توپیر ښوونځي د ورتلو تر وخته او حتی له لومړنیو زده کړو څخه وروسته تر ډیره وخته پوري مشخص نه شي ، خو په هغه صورت کي چې اطرافیان او ښوونیز مسؤلین د ضعیفي زده کړي ماشومان په پوره ډول وپیژني ، دې کمښت ته پاملرنه وکړي او حل لاره ورته وټاکي – نو یاد شوي توپیرونه به تر ډیره له منځه لاړ شي.
لومړنی مطلب چې په ماشوم کې د ناتواني له مشخصولو وروسته باید ورته پاملرنه وشي ؛ له حواسو څخه په یوه کي ضعف یا  نیمګړتیا ده . والدین ، ښوونکي او ښوونیز مسؤلین باید په ماشوم کي د زده کړي د اختلال د لومړنۍ نښي په لیدلو سره وړاندي تر دې چې د هغه د فکر او ذهن په اړه په شک کي شي ، د لیدلو او اوریدلو دواړه حسونه یې باید تر څیړني لاندي ونیول شي او ددې دواړو حواسو له روغتیا او سم کارکولو څخه باید ځانونه ډاډه کړي، هغه وخت لازمه ده چې ضعف او نیمګړتیا په یوه بل ځای کي ولټوي ، چې له همدې پړاو څخه د ماشوم ذهن او فکر په شک او تردید کي کیږي ، او که چیرته ټولو څیړنو د ماشوم د حواسو په آله ( دستګاه )کي کمښت یا نیمګړتیا مشخصه نه کړه نو هغه وخت یې باید ومنو چې د ماشوم د زده کړي په پرمختګ کي تاخیر او د زده کړي اختلال په هغه کي د خاصي موضوع یا موضوعاتو  لپاره د ظرفیت د نه شتون له کبله دی.نو ددې ماشومانو د پيژندلو غوره لاره د ځینو درسونو او مطالبو په منلو کي تأخیر او توپیر دی.د ډيری متخصصانو د نظریې پر بنسټ په زده کړه کې کم وسه ماشوم په داسي حال کي چې امکان لري د ځینو مسایلو او موضوعاتو په زده کولو کي کم وسه وي ، خو د ځینو نورو مسایلو او موضوعاتو په زده کولو کي امکان لري چې له پام وړ کفایت او وړتیا څخه برخمن وي؛ د بېلګې په توګه: هغه ماشوم چې په لوستلو کي له ستونزي سره مخ وي امکان لري چې په ریاضیاتو کي تر ډیره حده قوي او د پام وړ توان ولري.
د هغو کسانو له ډلي څخه چې د لومړي ځل لپاره ماشوم پيژني چې د نه زده کولو په بې وسي کي راښکیل دی ، والدین دي او له هغو څخه وروسته د ښوونځي اولیا دي. خو ډیری وختونه والدین د نه زده کولو له بې وسي څخه په نه خبرتیا او په ځینو مواردو کي نه غواړي چې د خپل اولاد نیمګړتیا یې په ډاګه شي ، ډیر لیږ یې په دې برخه کي برلاسي او بریالي کیږي.نو د ښوونکو د روزني په دوره کي د ښوونکو خبرول، پوهنتونونه ، د نرسنګ دورې او د ټولنیزو کارکوونکو روزل د داسي ماشومانو په پیژندلو کي ډیر ژر مرسته کوي. اړینه ده چې د عادې ښوونځیو ښوونکو هم د ښوونیزو دورو څخه وړاندي او یا د ښوونیزو دورو په لړ کي د دا ډول ماشومانو د ستونزو په لري کولو کي دا ډول مطالب لیدلي وي ترڅو وکولای شي په خپل وخت دا ماشومان وپيژني او د هغوي په درملنه کي په لومړي فرصت سره اقدام وکړي. په اقدام کي باید په خورا جدي او خورا پراخه توګه د استثنایي ماشومانو په ځانګړي ډول د زده کړي په اختلال کي راښکیل ماشومانو په اړه مطالب د لیسې دورې په درسي کتابونو کي ځای شي او په تدریج سره ټولنه باید ددې ډول ماشومانو له ستونزو سره آشنا کړو تر څو ځوانان له دې لاري د استثنايې ماشومانو له پیدایښت څخه وړاندي د هغوی د مخنیوي لاري وپيژني او که چیرته دا ډول ماشوم تولد هم شي نو باید چې له هغوی سره د رفتار څرنګوالی ، په موقع سره د هغوي پیژندل او په موقع سره د هغوی له درملني سره آشنا شي.
د پيژندني لاري: د ښې پيژندي او دقیقې ارزوني لپاره لومړنی قدم د هغه د همزولو په پرتله په خپله د ماشوم د زده کړي ( تحصیل ) د وضعي څیړل دي. هغه ښوونکی چې په تدریج سره په دې وپوهیږي چې یو زده کوونکی د نورو زده کوونکو په پرتله د مطالبو په زده کولو کي نیمګړتیا لري او د ځینو مطالبو په پوهیدلو او درک باندي قادر نه دی هڅه کوي په یوه نه یوه ډول هغه لري کړي او کله چې بیا ټوله هڅه هم کوي نو مطلوبه پایله نه ترلاسه کوي،نو د ماشومانو والدین په جریان کي اچوي.همدا لامل دی چې د ماشوم د زده کړي په اختلال کي د ښووني او روزني د متخصصینو رول ښکاره کیږي. د ښوونځي د مسؤلینو په نظریاتو سربیره چې په دې اړه باید په پام کي ونیول شي ، له سټنډرډشویو آزمونونو څخه ګټه اخیستل په دې شرط چې د متخصصینو له خوا ترسره شي کولای شي چې د تشخیص د صحت د تائید وړ شي.کله کله د ښوونکی له خوا د مشاهدې ( لیدني ) په طریقه او له همزولو سره د ماشوم په پرتله کولو سربیره ، والدین ، مشاور او ډیری نور متخصص کسان د تشخیص لپاره له غیر سټنډرډشویو او په خپله جوړکړیو آزمونونو څخه کار اخلي، که څه هم دا ډول آزمونونه نه شي کولای چې علمي او دقیقه پایله لاسته راوړي ، خو د هغه د لومړنۍ پیژندګلوي لپاره « نه د وروستنۍ پایلې لپاره » ګټوره وسیله ده ، ځکه ښوونکی څیړني ( تحقیق ) ته هڅوي.
په دې لاره کي ډير آزمونونه شتون لري لکه؛ د زده کړي د استعداد آزمون ، هوښي مقیاس ، د ماشومانو لپاره وکسلر، د زده کړي د پرمختګ ډله ایز او ځانګړی آزمون ، په لوړ غږ  سره د لوستلو د تشخیص آزمون ، د املاء آزمون ، د ژبې د لیکلو آزمون ، په ریاضیاتو کي د پرمختګ آزمون او … شتون لري چې ددې ډول ماشومانو د پیژندلو لپاره په کاریږي. خو ددې ټولو مختلفو ټسټونو په شتون سره سره اوس هم ډیری پوهان په دې باور دي چې له هر آزمون څخه له کار اخیستلو او په هغه باندي له متکي کیدلو څخه وړاندي باید د مشاهدي او څیړني له طریقې څخه کار واخلو او وروسته بیا له آزمونونو څخه کولای شو چې ګټه واخلو.په کلي ډول کله چې ماشوم د زده کړي په بې وسي کي شکمن وي د هغه د هرڅومره ژر پیژندني لپاره باید له ټولو امکاناتو څخه کارواخلو په ځانګړي ډول د متخصصینو کسانو رول باید په دې اړه له پامه ونه غورځول شي. یو پوه د « کاګان » په نوم د ماشوم د زده کړي د بې وسي په اړه مطالعې کړې او یو د ښووني او روزني له متخصصینو څخه دی ، هغه باور لري چې اصولاً ټول ماشومان د ستونزو د حل لپاره په دوو ډلو ویشل شوي دي چې یو یې متفکر «Reflective  » ( چې د سم فکر له لاري د ستونزو د حل لپاره اقدام کول دي ) او بل یې انګیزه ای « Impulsive » ( چې پرته له کوم فوري فکر او تصمیم څخه عمل کوي )، ویشل کیږي. کاګان د ماشومانو د پیژندلو او په پورتنیو دوو ډلو باندي د هغوي د ویشلو لپاره له ځانګړیو تصویري آزمایښتونو څخه کار اخلي. له دې ټسټونو څخه یې په یوه کي چې په لاندي ډول راغلي دي ماشوم باید د شپږو تصویرونو له ډلي څخه چې د پاڼې په لاندنۍ برخه کي ځای لري هغه تصویر باید وټاکي چې د پاڼې د رأس له تصویر سره تطابق ولري – تشخیص کړي. که چیرته ځواب غلط وي نو بیا باید له ماشوم څخه وغوښتل شي چې ډیر دقت وکړي او سم تصویر وښيي. هغه وخت ته په پاملرني سره چې ماشوم یې د تشخیص لپاره مصرفوي د غلطیو شمیر ، د فکرکولو میزان او له ماشومانو څخه لاسته راغلی اوسط باید ډلبندي کړي. د زده کړي د بې وسي ډیری ماشومان په ځانګړي ډول هغه ډله چې د هغوی د زده کړي بې وسې ( ناتواني ) د نامساعده چاپیریال ، ټولنیز فقر ، پرخاشګري ، د والدینو د شخړي او په کلي ډول تر عصبي او رواني فشارونو لاندي وي او په نامساعده چاپيریال کي ژوند کوي ، ډیری یې پرته له فکرکولو ، په فوري او ظاهري ډول ځواب ورکوي او په ټاکنه کي پوره فکر او دقت نه کوي.
د زده کړې د بې وسي ( ناتواني ) لاملونه ( علتونه ) :
د زده کړي بې وسي په هر ماشوم کي د ځینو لاملونو د شتون ښکارندویه ده او له همزولو سره یې د همدې لامل پر بنسټ توپیر کیږي ، دا لاملونه کولای شو په دې ډول ډلبندي کړو:
 په زده کړه کي اختلال امکان لري چې د ماشوم له حواسو څخه یې په یوه حس کي د نیمګړتیا له امله وي.
 په زده کړه کي بې وسي کیدای شي د ماشوم د فکرکولو او ذهن په طریقه کي د نیمګړتیا او کمښت له امله وي.
 د زده کړي اختلال کیدای شي د اقتصادي فقر او د ماشومتوب د ودې په دوران کي د ښې تغذیې د نشتوالي له امله وي چې د ماشوم د زده کړې په وس او توان باندي نامطلوب اثر اچوي.
 د زده کړي اختلال کیدای شي د ټولنیز او کلتوري فقر له امله رامنځته شوی وي. نامناسب چاپیریال ، د ښووني او روزني څرنګوالی او د اطرافیانو رفتار پرته له کوم شک څخه په مختلفو اړخونو کي په ماشوم باندي تأثیر کوي او په هغو ماشومانو کي چې په نامناسب چاپيریال کي وده کوي د زده کړي کي بې وسي خورا ډیره وي.
 د ماشوم پر وړاندي د والدینو بې پروايې ، د ماشوم د ژوند د تیریدو څرنګوالي ته د اطرافیانو نه پاملرنه او د نامناسبه همزولو او همفکرو شتون امکان لري چې د ماشوم په زده کړه باندي نامطلوب اثر وغورځوي او د هغه د زده کړې وس او توان ضعیفه کړي.
 ستونزمنې او ډير ژر زیږیدنې ، هر یو یې کولای شي چې د استثنايې ماشوم د پیدایښت لامل شي ، په ځانګړي ډول د داسي ماشومانو د پیداکیدو لامل کیږي چې د زده کړي په اختلال باندي اخته وي.
 د غیر متخصص ښوونکي ناکافي او ناسمې ښوونې ، چې د ماشوم د پرمختګ یواځنی لامل تنبیه ګڼي ، د ښوونیزو وسایلو نه بشپړتیا ، په ځانګړي ډول د تدریس غلطې طریقې – هر یو یې د ماشوم د زده کړي په اختلال کي برخمن او ګټور رول ترسره کوي.
 نامناسبه درسي کتابونه او له داسي متونونو څخه ګټه اخیستل چې د ماشوم له عقلي او اصلي سن سره برابر او متناسب نه وي ، هغه عوامل دي چې د زده کړي د بې وسي د اختلال په رامنځته کولو کي ستره ونډه لري.
 د هغه ماشوم ګوښه پریښوودل چې په درس کي ضعیف وي ،له ښوونیز چاپیریال او ټولګي څخه د هغه محرومول چې په تدریج سره زده کړي ته د ماشوم د نه لاسرسي لامل کیږي ، نو که چیرته دوام وکړي په ماشوم کي دا باور رامنځته کیږي چې هغه د ښووني وړتیا نه لري او په زده کړه کي ضعیف او کم وسه ده ، دا په خپله ددې لامل کیږی تر څو هغه د مطالبو په زده کولو کي بې پروا شي. لنډه دا؛ هغه ښوونکي چې د تدریس لپاره پوره پوهه نه لري په خپله ددې لامل کیږي چې په ماشومانو کي د زده کړي د بې وسي او ناتواني لاملونه رامنځته کړي.
ښوونیز چاپیریال هغه که د ښوونکي او نورو انساني قوو له نظره وي او که د فزیکي او ساختماني چاپيریال او د وسایلو له نظره وي – باید پوره جذابیت ولري. پرخاشګر روزونکی د پاک زده کوونکي له طبیعت څخه د زده کړي خوښه او ذوق لري غورځوي. همدارنګه تیاره او چټل ټولګي نه یواځي داچې له ماشوم څخه د زده کړي مینه له منځه بلکه د هغه د نابرابري « ناسازګاري » لامل هم کیږي.
د بارلرونکې مور معتادکیدل ، د روغتیا نه مراعات کول ، د لویو ښارونو ککړه هوا او په هغه هوا کي چې تنفس کیږي د زیاتو سربو شتون ، هر یو یې کولای شي ددې اختلال په رامنځته کیدو او زیاتیدو کي ستره ونډه په غاړه واخلي. نو د روغتیا مراعات کول ، د ماشوم د ودي لپاره د نامناسب او ټکان ورکوونکي چاپیریال بدلول په یوه مناسب چاپیریال باندي ، د کورنۍ او ښوونځي په چاپيریال کي د آرامښت رامنځته کول ، په خپل وخت باندي اندېښنه ، په ماشوم کي د تحرک رامنځته کول او د ډاکټر د لارښووني اړوند له ځینو ويټامینونو څخه ګټه اخیستل کولای شي د زده کړي د اختلال له پرمختیا څخه مخنیوی وکړي.
ددې په اړه چې آیا وراثتي عوامل هم د زده کړي په اختلالاتو کي ګټور دي ؟ باید وویل شي چې؛ که څه هم په سمه توګه او قاطیعت سره نه شو کولای دې پوښتني ته ځواب ووایو خو تجربه او څیړنه دا په ډاګه کوي چې په ځینو کورنیو کي د زده کړي بې وسي زیاتي دي. د « هالګرن » په واسطه ترسره شوې څیړني دا ښيي چې لیږ تر لیږه د زده کړي د اختلالاتو ځیني ډولونه د وراثت له کبله دي او د ماشومانو د زده کړي د اختلال ډیری د پام وړ برخه په هغو کورنیو کي ده چې د هغو کورنیو نور غړي هم د زده کړي په اختلال کي راښکیل وي ، نو دې پایلي ته رسیږو چې امکان لري د زده کړي د بې وسي ځانګړي ډولونه د یوې وراثتي نمونې تابع وي. ځیني نور پوهان لکه؛ « ډکر ، سیلور او هرمن » هم له خپلو مطالعاتو څخه داسي پایله ترلاسه کړي چې کیدای شي د زده کړي د بې وسي ځیني ډولونه ارثي ریښه ولري، نو د ماشوم هر ډول جزيې بې وسي باید د متخصصینو ، د ماشوم د والدینو او د ښوونکو د پام وړ وګرځي، ځکه امکان لري چې د زده کړي د اختلال یو ډول پیل وي. کوچنیو ناآرامیو ته پاملرنه کولای شي د اندېښنو د پراختیا مخه ونیسي. په ځینو مواردو کي کولای شو د لامل په پيژندلو سره یوه پېښه په کلي ډول له منځه یوسو. بې قراري ، بې ځایه او له حد څخه زیات تحرک ، د ټولګیوالو او ملګرو آزارول ، په ناڅاپي ډول د حالت تغیرول ، د خپلو کارونو او تکالیفو په ترسره کولو کي بې وسي ، ناهیلي کیدل ، د ګوتو ریودل ، په خپل ځان کي ډوبیدل ، ګوښه ځای ته تلل ، تُند خُلق او خوی او بالاخره د پراخ حالت تغیر د زده کړي د کم وسه ماشومانو له خویونو او خاصیتونو څخه دي. له رواني ډاکټر سره د ماشوم د اطرافیانو همکاري کولای شي د زده کړي د ځینو ستونزو په لري کولو کي ګټوره وي. په کلي ډول د متخصصینو او څیړونکو د پرلپسې هڅو سره سره بیا هم د ارثي عواملو د تأثیر په اړه تر اوسه سم او روښانه ځواب نه دی موندل شوی او اصولاً  د زده کړي د بې وسي ډیری جوړونکي لاملونه ناپيژندل شوي پاتي دي او کیدای شي چې تر ډیرو کلونو پوري ناپيژانده پاتي شي.
په عواملو کي د کورنۍ رول:
له ټولنیز ، اقتصادي او رواني اړخه کورنۍ د ماشوم د ژوندانه لومړنی چاپيریال دی. په بې کنټروله یا خپلسرو کورنیو کي چې شخړي او پرخاشګري یې د ورځني ژوند د پروګرام یوه برخه وي ، له کوم شک څخه پرته به د ماشوم وده له ډیرو عاطفي او رواني ستونزو سره لاس او ګریوان وي چې امکان لري د زده کړي د اختلال لامل شي. د چاپیریال ځیني عوامل لکه؛ له غلطي نموني څخه ګټه اخیستل، نامناسبه تغذیه ، د مغزي ټکانونو د خنډونو ډولونه ، دداسي کارونو تر فشاري لاندي راوستل چې د ماشوم له ظرفیت څخه لوړ وي – د هغه ستونزي نوري هم ډیروي او یو کوچنی ضعف په لویه بې وسي ( ناتواني ) باندي بدلوي.
د نورو عواملو لکه ؛ حرکتي بې وسي ، عاطفي ستونزي « اضطراب ، افسردګي … » ، د ماشوم حواس ، د بدن د غړیو نیمګړتیا ، ټولنیز ، اقتصادي او رواني عوامل « کورنیو اسنادو ته په پاملرني سره په ماشوم کي د رواني او عصبي عکس العملونو کشفول » او ښوونیز چاپیریال – نومونه اخیستلای شو.
په ماشوم کي ځیني نښي چې ښوونکی باید فکرکولو ته وهڅوي او د هغو په لیدلو سره ماشوم ته ډیره پاملرنه وکړي او د هغه په اړه د نورو متخصصینو په مرسته څیړنه وکړي – عبارت دي له:
 د ښوونځي او درس په اړه او په کلي ډول د پوهي په اړه بې پروايې.
 په ادراک کي بې وسي ( ناتواني ).
 حسي بې وسي.
 له حد څخه ډیره بې قراري او تحرک.
 د سم تفکر نشتوالی او د نامناسبو ځوابونو بیانول.
 په درس کي له نه پرمختګ سره بدني بې وسي ( جسمي ناتواني ).
 درواغ ویل او د غیرواقعي مطالبو او داستانونو بیانول.
عاطفي ستونزي.
 د واک نشتوالی « بې اختیاري » ، د ماشوم سن ته په پاملرني سره د هغه په حافظه کي اختلال ، بې دقتي او د پاملرني نشتوالی.
 په روانو خبروکولو کي بې وسي.
 په لوستلو ، لیکلو او املاء کي بې وسي.
 په خبري کولو کي اختلال په ځانګړي ډول د بې مورده کلماتو او حرفونو تکرارول.
 د غیرطبیعي او له انتظار څخه د لري تخیلاتو شتون « طبیعي او منطقي تخیل کولای شي په ماشوم کي د خلاقیت لامل شي ، خو غیرمنطقي او غرق کوونکي تخیلات باید تر پاملرني لاندي ونیول شي ».
 ټمبلي او بې پروایې چې د ناسمي روزني پایله ده.
 د زده کړي د کم وسه ماشومانو عاطفي او ټولنیزي ستونزي :
ددې ماشومانو له ستونزو څخه یوه هم د اطرافیانو کتني او هغوی ته د انتقادي کلمو کارول دي. د ماشومانو دا ډله په درس کي د پوره پرمختګ د نشتوالي له امله او له خپلو ټولګیوالو سره نه همغږي په ځانګړي ډول ددې لپاره چې د هغوی پټه نیمګړتیا چې هغوی یې په خپله مسؤل نه دي او د اطرافیانو لپاره ناپيژانده وي – په دوامداره توګه تر نیوکي لاندي نیسي ، ددوي دا دایمي انتقادونه د ماشومانو د افسردګي لامل کیږي او همدارنګه هغوی ته د اضطراب ، ناهیليتوب اونه ډاډګیرني ریښې ور اوږدوي. په ډيری مواردو کي د ښکیلو ماشومانو عاطفي ، ټولنیزي او رواني ستونزي یو له بل سره یو ډول وي او ډیری ماشومان له ورته ستونزو څخه ځوریږي. له بلي خوا په خپله ددې ستونزو شتون ددې لامل کیږي چې د ماشوم په زده کړه باندي منفي تأثیر وغورځوي او د هغه بې وسي نوره هم زیاته کړي،په ډیری مواردو کي ګورو چې د ماشوم د زده کړي له ستونزو څخه عاطفي ستونزي ډیري د هغه د لاري خنډ ګرځي، نو که چیرته دا ډول ماشومانو او د هغوی ستونزو ته لازمه پاملرنه ونه شي په تدریج سره به له درس او زده کړي څخه بېزاره شي او د زده کړي د چاپيریال ، ښوونځي د مسؤلینو او کورنۍ پر وړاندي به منفي عکس العمل وښيي.
ددې ماشومانو بله ستونزه په نورو باندي تکیه کول دي.دا ماشومان په فکر او عمل کي د نه خپلواکي له امله له حد څخه ډیر په نورو باندي تکیه کوي ، د کارونو په ترسره کولو کي شک کوي او د نورو له خوا یې د تائید غوښتنه کوي. کیدای شي ددې نقص د رامنځته کیدو اصلي لامل د ماشومانو په اطرافیانو کي وي چې کله ناکله په دوامداره نیوکو او ترټنو سره له ماشوم څخه په نفس باندي باور له منځه وړي او حتی هغه له خپل ځان څخه پردی کوي تر هغه وخته پوري چې کله ماشوم د خپل ځان په اړه منفي تصورات پیدا کړي ،خپلي کړني که څه هم سمي وي خو بیا یې هم بې ګټي ګڼي او په ځینو ځایونو کي ورته خپل ځان خوار ، ذلیل او بې ګټي ښکاري. ددې رویې او تصور دوام خطرناک دی او د غلط او خلاف کار په دلیل سره د هر کار له ترسره کولو څخه ماشوم منع کوي « یاني ماشوم ته سم کار هم غلط او خلاف ښکاره کوي تر څو د هغه له ترسره کولو څخه ډډه وکړي ، درمل » ، له ماشوم څخه د نوښت ( ابتکار ) او فعالیت قدرت اخلي ، ځکه په خپله د نفس باور د مطالبو د پراخي زده کړي سبب کیږي چې په تأسف سره دا هر څه له ماشوم څخه تللي وي.
ددې ماشومانو بله ستونزه داده چې په ادراکونو کي اختلال لري ، یاني د ځینو مسایلو په درک کولو کي له ستونزو سره مخامخ وي، همدارنګه په خپله حرکتي ضعف یوه ستونزه ده.ځانته کښيناستنه او له نورو سره ناسازګاري د ماشوم د نه بریالیتوب له امله وي، ځیني ماشومان له خپلو ټولګیوالو څخه یو یا دوه نفره ټاکي او له هغوی سره ملګرتوب کوي چې د دوی دا ټاکني ډيری د فکر او علاقي د نژدېوالي ، نه ترټني او د یوه او بل شخصیت ته د درناوي کولو له امله وي. دې ستونزو ته نه پاملرنه او په خپل وخت سره یې نه درملنه امکان لري د ماشوم عاطفي او رواني ستونزي لاډيري کړي ، او په زده کړه کي له کم وسه ماشوم څخه یو بدخویه ، ګناهګار ، د ټولني ضد ، درواغ ویونکی او کله کله خلافکاره شخص جوړ کړي چې هم په خپل ځان او هم په نورو باندي ژوند حرام کړي.
له دې ماشومانو سره د مرستي څرنګوالی:
 ددې ماشومانو پیژندل او د ترټلو او شړلو پر ځای له هغوی سره مرسته کول.
 باید چې د اختلال رامنځته کوونکی لامل وپيژندل شي. د هغي ډلي لپاره چې بې وسي ( ناتواني ) یې د حسي ، حرکتي او یا بدني عواملو له کبله وي – لاره مشخصه ده او د علت په له منځه وړلو او یا هم د مرستندویه وسایلو کارول او له ځانګړیو ښوونو او زده کړو څخه په ګټه اخیستلو سره هره ډله کولای شي تر ډیره حده خپله بې وسي لري کړي او یا یې متعادله کړي.
 په هغو مواردو کي چې کورنۍ ستونزي ، اقتصادي فقر او عاطفي مسایل د ماشوم په زده کړه کي منفي تأثیر ولري ، باید چې د متخصصانو ، ټولنپوهانو ، ارواپوهانو او ټولنیزو مرسته کوونکو له نظر څخه په ګټه اخیستلو سره په زده کړه کي جوړونکی ستونزمن لامل وپيژندل شي او د اړتیا او ګټي اخیستني پر مهال باید د هغوی د لري کولو لپاره په لازمو او تخصصي ښوونو کي هڅه وکړو.
 که چیرته د ماشوم د نه زده کړي لامل د هغه ذهني وروسته پاتي والی او له هوښ څخه د ګټي اخیستني کمښت وي، نو باید چې د وروسته پاتي والي میزان ته په پاملرني سره له ځانګړې ښوونې څخه په کار اخیستلو سره د ماشوم له مناسبي زده کړي څخه ګټه واخلي.
خو د هغي ډلي په اړه چې له دې عواملو څخه یې هیڅ یو هم د زده کړي دبې وسي لامل نه کیږي باید څه وکړو؟ له طبي نظره؛ځيني یې د نسبي غوره والي او په ماشوم کي د تعادل د رامنځته کیدو لپاره له مختلفو درملو څخه ګټه اخیستنه توصیه کوي، په داسي حال کي چې بله ډله له درملو څخه ګټه اخیستل یواځي او یواځي د ماشوم د بدني او روحي تقويي لپاره ګټوره بولي او له ویټامینونو څخه ګټه اخلي. څرنګه چې ځیني ماشومان له حدڅخه زیات تحرک لري او بې پاملرني وي نو د هغوی لپاره له درملو څخه کار اخیستل ګټور او مؤثر وي ، خو په درملو سره درملنه لنډمهاله تأثیر لري او هم امکان لري چې د درملو کارول اعتیاد رامنځته کړي .غوره او بریالیتوب طریقه له ښوونیزو طریقو څخه کار اخیستل دي:
ښوونیزي طریقې :
د زده کړي اختلال په ټولو ماشومانو او زده کوونکو کي یو ډول نه دی نو په همدې دلیل ښوونیز پروګرامونه هم د هغوی ټولو لپاره یو ډول نه وي. په ښوونځیو کي د عادي زده کوونکو په منځ کي د ماشومانو بې وسي کله کله تر ډیره ناپيژانده پاتي کیږي ، ځکه هر یو یې امکان لري چې په یوه ځانګړي درس یا فعالیت کي بې وسي ولري او په ډیری موضوعاتو او مطالبو کي په عادي ډول عمل وکړي. د بېلګې په توګه؛ هغه ماشوم چې د مطالبو په لوستلو کي کم وسه وي تر هغه وخته چې په ټولګي کي لوستل پیل نه کړي او څو ځله خپله کمزوري ښکاره نه کړي ، ښوونکی نه شي کولای د هغه بې وسي معلومه کړي او کله چې د هغه کمزوري ته متوجه کیږي امکان لري په پیل کي په دې فکر چې ماشوم د درسونو په مطالعه کولو کي ټمبلي کوي ، تر ډیره وخته هغه وترټي ، په دې هیله چې د زده کوونکي کمښت یا نیمګړتیا به لري شي.
د زده کړي اختلال قوت او ضعف پیدا کوي. هغوی چې لنډ ضعف لري په کمه پاملرنه ، ډیرکار او د مطالبو د پوهیدو لپاره د اضافي ساعتونو ټاکل – په تدریج  سره کولای شي چې په خپله بې وسي باندي تسلط پیدا کړي او له ټولګي سره به د پام وړ نسبي پرمختګ ولري. هغه ماشومان چې متوسطه بې وسي لري هغوی هم له اضافي ساعتونو څخه په کار اخیستلو ، ډیره پاملرنه او د متخصصانو له چوپړتیاوو څخه په ګټي اخیستلو به په تدریجي ډول له ټولګي سره یو ځای شي. د اضافي تدریس لپاره پروګرام جوړونه او یا ځانګړې ښوونه باید له متخصص روزونکي څخه په ګټه اخیستلو او د سم پروګرام په کارولو ترسره شي ، او په واقیعت کي هغه ماشومان چې د زده کړي بې وسي لري باید چې د ضعف د له منځه وړلو لپاره له ځانګړي یا انفرادي ښووني او ځانګړیو ټولګیو څخه چې په ښوونځي د دا ډول زده کوونکو لپاره د متخصصانو تر نظر لاندي وي او یا لیږ تر لیږه په یوه سیمه جوړیږي – ګټه واخیستل شي ، او په هر وخت کي چې ښوونکی یې اړینه بولي بې وسه ( ناتوان ) زده کوونکی د ځانګړې زده کړي او ښووني لپاره دې ډول ټولګیو ته ورپيژني او له ځانګړې ( انفرادي ) ښوونې څخه وروسته باید بیرته خپل ټولګي ته راوستل شي تر څو له خپلو نورو ټولګیوالو سره یوځای له عادي زده کړي څخه ګټه واخلي.
د هغې ډلي ماشومانو لپاره چې د هغوی اختلال شدید وي،د یوې اوږدې دورې ،حتی دیوکلني یاڅو کلني دورې لپاره ډیر کار ، ځانګړې او خاصه ښوونه وړاندیز کیږي ، خو په هر حال له عادي ټولګي سره باید د هغوی اړیکه پرې نه شي او ځانګړي او خاصې زده کړي باید هره ورځ د اضافې ساعتونو لپاره ترسره شي. په کلي ډول غوره دا ده چې دا ډول ماشومان له نورو زده کوونکو سره یو ځای د عادي زده کړو په مرکزونو کي زده کړي وکړي او یواځي د مناسبې او ډیرې زده کړي ، د پروګرام د بډایه کولو او له متخصصانو څخه د ګټي اخیستني لپاره چې په دې اړه پوره تجربه او تخصص ولري ، د خپلو کمزوریو او کمښتونو په پام کي نیولو سره له اضافي او مناسبو پروګرامونو څخه برخمن شي. په کلي ډول د زده کړي د بې وسي ( ناتواني ) د رفع کولو لپاره له دوو بنیادي طریقو څخه ګټه اخیستل کیږي؛ یوه یې کلینکي طریقه ده   چې د مشاورانو او ارواپوهانو له تخصص، دارو درماني او طبي طریقو څخه پکښي کار اخیستل کیږي او دوهمه یې ښوونیزه طریقه ده  چې د متخصص ښوونکي له پوهي ، مناسب پروګرام ، اضافي کار او د پروګرام له بډایني څخه پکښي کار اخیستل کیږي ، وړانديز کوي.ښوونیزه طریقه د ټولنیزو مهارتونو په وده ، پراختیا او همدارنګه په حرفوي او تخصصي زده کړه کي ددې ډول ماشومانو لپاره ډیره هڅه کوي ، چې په پایله کي به د نن ورځي د ماشوم او سبا ورځي ځوان لپاره د یوه بریالي ژوند د رامنځته کیدو لامل شي – یوه بنیادي طریقه ده خو په ټولیزه توګه باید هڅه وکړو تر څو له دواړو طریقو او نورو شته امکاناتو څخه په کار اخیستلو سره داسي روزنه ورکړل شي چې نور هیڅکله هم ددې شاهدان ونه اوسو چې ماشوم د ناوخته زده کولو او په زده کړه کي د بې وسي له کبله له ښوونځي څخه محروم کړو، او ددې پرځای چې د ټولني لپاره یو ګټور غړی شي – زموږ د ناپوهي ، د ښوونکي د بې حوصلي کیدو او یا د مناسبو ښوونیزو امکاناتو د نه شتون له کبله د ټولني د اوږو پېټي شي. په دې بهیر کي انساني آزاد راتلوونکی ژوند مطرح دی ، هغه انسان چې امکان لري په زده کړه کي د بې وسي له کبله نه ، بلکه د اطرافیانو د ناپوهي ، د نورو د ځان غوښتني ، د ښوونیزو مرکزونو نه پاملرنه او یا د پوره پاملرني د نشتوالي له امله – یې راتلوونکی ژوند تباه او برباد شي. د ماشوم د زده کړي د بې وسي د له منځه وړلو او د هغه د وس او توان د لوړولو لپاره د متخصصینو له خوا دا موارد وړاندیز شوي دي:
« ځانګړې زده کړه ، د ښوونیزو پروګرامونو بډایه کول ، ددې لپاره چې د مطالبو تفهیم آسانه شي له ښوونیزو مرستندویه وسایلو څخه کار اخیستل ، په زړه پوري کتابونه چې په ماشوم کي د لوستلو مینه راوپاروي ، د ښووني او روزني د متخصصینو ، مشاورینو ، ټولنپوهانو ، طبي او رواني ډاکټرانو له نظریو ، مهارتونو او تجربو څخه ګټه اخیستل او په ځانګړي ډول د متخصصو ښوونکو له پوهي او زړه سوي څخه ګټه اخیستل چې ددې ډول ماشومانو لپاره یې لازمه پوهه لیدلې وي او وکولای شي ناتواني – توانایې ته ، دا ماشومان نیکمرغي ته او د هغوی کورنۍ آرامښت ته ورسوي ».
شپږمه برخه
حسي معلولیتونه
سریزه: خوراعمده حسي معلولیتونه له نه اوریدلو « کوڼوالي » او نه لیدلو « ړوندوالي » څخه عبارت دي. داټول کسان په استثنایې ډله کي راځي او ددې ډلي ټول وګړي غواړي چې له هغوی سره هم د نورو وګړیو په څیر رفتار وشي. دا وګړي له دې سره مینه او علاقه نه لري چې څوک دي ورباندي زړه سوی وکړي او یا دي له غیراړینو او غیر ضروري مرستو څخه برخمن شي. خو په ځینو موقیعتونو کي د نورو مرستو ته اړتیا لري، د بېلګي په  توګه؛ د حسي معلولوینو پوهي ته باید پاملرنه وشي.هغوی د پوهي ځانګړیو پروګرامونو اوځانګړیو طریقو ته اړتیا لري. د نه اوریدلو او نه لیدلو د حسي کمزوریو په برخه کي له یو ډول وسایلو څخه ګټه اخیستل کیږي چې عینکي او غوږۍ  ورته ویل کیږي.هغوی د ښوونځي په عادي درسونو کي کولای شي له دې وسایلو څخه کار واخلي، خو پوره حسي نیمګړتیاوي ځانګړیو ښوونیزو پروګرامونو ته اړتیا لري.دا وګړي له دې سره سره چې والدین او ټولنه ورته پاملرنه کوي بیا هم دا غوره ګڼي چې خپلواک واوسي. غواړي چې د نورو پاملرنه ځانته را جلب کړي خو له دې سره علاقه نه لري چې د هغوی توپیرونو ته د اشاره کولو پر ځای دهغوی له ورته والي ( مشابهت ) څخه بحث او خبري وکړي.« یاني دا کسان ددې پر ځای چې د نورو او خپل ځان ترمنځ توپیرونه بیان کړي له هغوی سره د مشابهت ( ورته والي ) په اړه هم هیڅ خبري نه کوي ، درمل ».
حسي معلولیتونه هم د نورو معلولیتونو په څير د ارثي او اکتسابي معلولیتونو پایله ده. هغه څیړني چې په دې برخه کي د ړندو کسانو په اړه ترسره شوې دي ښکاره کوي چې په ماشومانو کي د نه لیدلو تقریباً ( 64 ٪ ) سلنه ضایعات له پیدایښت څخه وړاندي وي چې په غالب ډول ارثي اړخ ( جنبه ) لري.همدارنګه په محیطي عواملو کي هم ځیني ضایعات شتون لري چې د ځینو صدمو ( ضررونو) لکه؛ غورځیدل ، ضربه خوړل ( ځیني کسانو چې په سر باندي ضربې خوړلې وي ) او نورو … په پایله کي ترسره کیږي ، چې یا د ضعف او یا هم پوره معلولیت لامل کیږي. دا ډول لاملونه ډیر دي چې د لاملونو په برخه کي به ورباندي خبري وشي.
کاڼه ماشومان :
انسان د پیدایښت له وخته د اوریدلو د حس له لاري د اطرافیانو خبري اوري او په تدریج سره هغه څه چې یې اوریدلي وي، یادوي او وروسته یې بیرته تکراروي.نو که چیرته د یوه کس د اوریدلو حس کم وي ، په ځانګړي ډول که چیرته دا کمښت د پيدایښت له وخته او یا هم د خبري کولو له پړاو څخه وړاندي وي ، نو د کمښت شدت ته په پاملرني سره د شخص دا مهم حس ددې لامل کیږي چې د تکلم ( خبري کولو ) له نعمت څخه هم بي برخي شي، یاني لکه څرنګه چې ړوندوالي د کوڼوالي ثمره ده خو د هغه لپاره لازم نه ده؛ « لنډه داچې که چیرته یو شخص د پیدایښت له وخته او یا هم د کوچینوالي له پړاو څخه د اوریدلو له حس څخه بي برخي وي دا ددې لامل کیږي چې یاد شخص د لیدلو د حس له نعمت څخه هم بې برخي شي ، درمل ».
دې ته په پاملرني سره چې دکڼو وګړیو لپاره د ښووني او روزني  په نویو طریقو سره هغوی هم کولای شي په یو نه یو ډول تکلم او خبري زده کړي او د موجودو امکاناتو او تدابیرو په کارولو سره د امکان تر حده باید د کڼو ماشومانو د خبري کولو په برخه کي هڅه وکړو تر څو هغوی هم وکولای شي د ټولني له نورو وګړیو سره اړیکې ټینګي کړي او د ژوندکولو لپاره له غوره امکاناتو څخه برخمن شي.
هغه ماشومان چې د اوریدلو ستونزي لري،یا په کلي ډول څه نه اوري او یا هم کم څه اوري ، احتمال لري چې هغوی نړۍ ته کاڼه راغلې وي او یا هم د ژبې له زده کولو څخه وروسته کاڼه شوي وي، نو که چیرته له هماغه پیل څخه ځانګړې ښوونې او زده کړي ورکړل شي له عادي ماشومانو سره به دومره ډیر توپير ونه لري. دا ماشومان ځانګړیو ښوونکو ته چې « د کڼو وګړیو ښوونکي بلل کیږي » اړتیا لري.د کڼو ماشومانو زده کړي هم کولای شي چې په عین ښوونځي خو په بېل ټولګيو کي ترسره شي تر څو دا ماشومان فرصت ولري چې د لوبو او تفریح ساعتونه له روغو ماشومانو سره یو ځای تیر کړي او کاڼه ماشومان د نورو ماشومانو په څنګ کي خپل ځان عادي احساس کړي، له عادي ماشومانو سره د ملګرتوب او لوبو زمینه پیدا کړي او له دې موقیعت څخه په ګټه اخیستو سره د عادي او کڼو ماشومانو تر منځ فاصله او بېلوالی کم شي او ددې لامل شي چې ماشومان له هماغه ماشومتوب څخه د یوه او بل توپيرونه ومني او په منځ کي یې یوه او بل ته د درناوي روحیه قوي شي. هغه ماشومان چې کم څه نه اوري د هغو په پرتله چې ډیر څه نه اوري خورالیږي ستونزي لري او که چیرته یې ستونزي ته د خبري کولو او له ژبې څخه د کاراخیستلو په هماغه لومړي پړاو کي رسیدنه وشي ، له ځان څخه ډیره وروسته پاتي کیدنه ( عقب مانده ګي ) نه ښکاره کوي.
د اوریدلو اندازه د ډیسي بل « Decibel » واحد په واسطه اندازه کیږي. د عادي انسان د اوریدلو د نورمالي اندازې حد د ( 0 او 120db ) ډیسي بل تر منځ وي او تر ( 25%db ) اندازې پوري د اوریدني د حس له لاسه ورکول کوم عمده کمښت ( فقدان ) نه بلل کیږي.
د کوڼوالي تعریف او ډلبندي :
د کوڼوالي په اړه ډیر تعریفونه شوي دي او هغه څه چې په ټولو تعریفونو کي د پام وړ دي ، له تکلم او خبري کولو سره د کوڼوالي ارتباط دی. د شلمي پیړۍ په لومړۍ نیمایي کي په ځانګړي ډول په ( 1940 – 1930 ) لسیزه کي په کوڼوالي پوري ډیری اړوندو تعریفونو یې د شخص د ژوند په تیریدو کي د کوڼوالي په نامطلوبو آثارو پوري تړاو درلوده، خو وروسته، په ځانګړي ډول د شلمي پیړۍ په دوهمه نیمایي کي د کوڼوالي ډیری تعریفونه د تکلم له مسألې او کلامي راکړې ورکړي پوري مربوط شول، د کوڼوالي په اړه ځیني تعریفونه په لاندي ډول دي:
 کوڼ هغه څوک دی چې د اوریدلو د حس د نیمګړتیا یا نشتوالي له کبله ونه شي کولای چې د خبرو له لاري د ټولني له نورو غړیو سره اړیکې ټینګي ګړي.
 کوڼ هغه څوک دی چې اوریدنه یې، د اوریدلو د حس له لاري د عادي ژوند د تیریدو لپاره ګټوره نه وي.
 د ښووني او روزني له نظره؛کوڼ هغه شخص دی چې نه شي کولای له پروګرام او عادي درسي ټولګي څخه ګټه واخلي او ځانګړې زده کړې ته اړتیا ولري.
 کوڼ هغه شخص ته ویل کیږي چې د اوریدلو پاته اندازه یې د اوریدلو ، طبیعي خبري کولو او د غوږونو په واسطه د مطالبو د زده کولو له لاري ،د ژبې د زده کولو لپاره کافي نه وي.
ډیری یاد شوي تعریفونه کوڼوالی له نه خبري کولو سره په اړیکه کي څیړي؛ « یاني له پورتنیو تعریفونو څخه د کوڼوالي او نه خبري کولو تر منځ اړیکي څرګندیږي چې که چیرته یو څوک کوڼ وي نو خبري به هم نه شي کولای، درمل ». خورا عمده تعریف چې د کوڼوالي او کم اوریدني په اړه شتون لري عبارت دی له:
کوڼ هغه چا ته ویل کیږي چې له مرستندویه وسایلو څخه په کار اخیستلو او یا کار نه اخیستلو سره نه شي کولای د اوریدلو د حس له لاري د نورو خبري واوري. یا په بل ډول: د دې کسانو د اوریدني د حس د ناتواني میزان ( 70 ) ډیسي بل یا له هغه څخه زیات وي، نو د اوریدلو د حس له لاري د ځان په اړه د ژبې له زده کولو څخه محروم او بې برخي کیږي او دا کسان نه شي کولای د عادي ښوونځیو له پروګرامونو څخه ګټه واخلي.
کم اوریدونکي وګړي داسي کسان دي چې له مرستندویه وسایلو څخه په کاراخیستلو یا کار نه اخیستلو  سره د نورو د عادي خبرو په اوریدلو کي ستونزه لري،او د هغو د اوریدني د حس د ناتواني میزان له ( 35 -69 ) ډیسي بل پوري دی.
د کوڼوالي په اړه بېلابېلي ډلبندۍ ترسره شوي دي چې د هغو له ډلي څخه یې د علل پر بنسټ ، د څرګندیدو د سن پر بنسټ او د کوڼوالي د پاتي ( باقي مانده ) پر بنسټ.
د کوڼوالي د پاتي ( باقیمانده ) پر بنسټ ډلبندي:
1: مطلق کوڼوالی؛دې کسانو له ( 85 – 90 ) ډیسي بل څخه زیات یې خپل د اوریدو حس له لاسه ورکړی وي.
2: سخت یا تود کوڼوالی( حاد )؛دې کسانوله (70–84)ډیسي بل پوري خپل داوریدلوحس له لاسه ورکړي وي.
3: منځنی یا متوسط کاڼوالی؛دې کسانو له(55–69)ډیسي بل پوري خپل د اوریدلو حس له لاسه ورکړی وي.
4: خفیف کوڼوالی؛دې کسانو له ( 25 – 54 ) ډیسي بل پوري خپل د اوریدلو حس له لاسه ورکړی وي.
پورتنۍ ډلبنډي په لنډ ډول هم لیکلای شو یاني « مطلق ، حاد ، متوسط او خفیف » کوڼوالی.( درمل )
د کوڼوالي لاملونه « علتونه »:
په لاملونو باندي پوهیدل کولای شي د کڼو ماشومانو د روزونکو او اطرافیانو لپاره یو لارښوود واوسي،ځکه کیدای شي په ځینو مواردو کي دداسي تدابیرو د رامنځته کیدو لامل شي چې د هغه له امله خلک خورا کم په دې نیمګړتیا کي راښکیل شي او له دې لاري بشري نسل د چوپړ وسیله برابره شي.د کوڼوالي د معلولیتونو د علتونو په اړه ډیری شته اطلاعات د هغو څیړنو پایله ده چې په ځانګړي ډول د کوڼوالي لپاره ترسره شوې دي. په کلي ډول د کوڼوالي اختلالات یا ارثي او یا هم اکتسابي دي.
ترسره شوې څیړني په کوڼوالي کي لاندیني بنسټيز علتونه دخیل بولي، دا علتونه عبارت دي له: وراثت ، شری ، بلوغ ته ژر رسیدنه ، د مغزو د پردې د پاړسوب ناروغي ، د مور او جنین د ویني نابرابري ،د منځنۍ غوښي بدبويې چې د ماشومتوب دورې له لومړنیو ناروغیو څخه ده ، همدارنګه په سر باندي وارد شوې ضربې ( ټکانونه ) ، د انټي بیوټیک ځیني جانبي عوارض ، له حده زیاته شورماشور او همدارنګه د ثبت شوې غږ لوړول – کولای شي د اوریدني د حس د له لاسه ورکولو لامل شي. سربیره پر دې په مختلفو برخو کي د بشر پرمختګ هم باید ومنو چې اوسمهال له 30/100 څخه زیات د کوڼوالي علتونه تراوسه ناپیژندل شوي پاتي دي.
د کوڼوالي خورا مهم علتونه کولای شو چې په دریو ډلو وویشو: ارثي ، مورني یا مورزاده « چې له موره په همدې ډول زیږیږي » او عارضي.
لومړی : ارثي علتونه:
وراثت په ډیری ستونزو او ومسایلو کي چې د هغو له ډلي څخه یې په کوڼوالي کي خورا مهم رول ترسره کوي. د ماشومتوب په دوره کي د کوڼوالي خوراعمده علت ، ارثي علت دی.یواځي او یواځي بشري غوره او ښه خویونه او صفتونه نه دي چې له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقالیږي ، بلکه ځیني وختونه بدني او رواني نیمګړتیاوي هم میراثي وي چې د وراثت له لاري انتقالیږي.د کوڼوالي نیمګړتیا هم د هغو نیمګړتیاوو له ډلي څخه ده چې د وراثت له لاري له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقالیږي.له هغه ځایه چې په وراثت پوري اړونده نیمګړتیا ډیره لیږه په یواځي توګه ښکاره کیږي ، معمولاً د شخص په نیکونو کي باید مثل ولري ، له دې څخه پرته نیمګړتیا د وراثت له امله نه ده بلکه له پیدایښت څخه په وړاندي محیط یاني د مور د امیندواري په دوران او د هغې په رحم پوري اړوند کیږي.د هغو ماشومانو چې د هغوی د کوڼوالي علت ژینټیکي مسایل وي – مشخصه فیصدي ټاکل ستونزمنه ده ، خو د هغه لمنه په سلو کي د ( 30 او 60 ) تر منځ اټکل شوې ده. د وراثت نقلوونکي ژنونه دي چې د ښځي او نارینه په کروموزمونو کي شتون لري او د شخص د ټولو صفتونو او نیمګړتیاوو اصلي هسته چې د وراثت په اثر انتقالیږي – ژنونه دي. متخصصین په دې باور دي چې؛ کورنیو ودونو ته په پاملرني سره او له نوروکڼو اشخاصو سره واده کولو ته د کڼو اشخاصو تمایل ددې لامل کیږي چې د احتمال د ضریب په ټاکلو او څیړلو سره د کڼو ماشوماتو د پیدا کیدو لامل شي.
دوهم: مورزاده علتونه ( د اوریدني د آلي د ځینو برخو نه جوړیدل ) :
کله کله لیدل کیږي چې نوی پیدا شوی ماشوم په مورزاده ډول د اوریدلو د آلې ځيني برخي نه لري ، یاني دا چې دا نشتوالی یې د غوږ په کومه برخه کي وي،د شخص د اوریدلو د حس د له منځه تلو میزان تغیر کوي، مثلاً؛ د اوریدلو په نیمګړتیا یا نقص کي د دری ګونو هډوکو نه شتون له زیات اهمیت څخه برخمن دي چې د پلاسټیکي جراحي په ترسره کولو سره کولای شو دا نیمګړتیا یا نقص جبران کړو.همدارنګه غیرطبیعي عمل ، د زیږیدني د دوران ناروغۍ، لکه شری چې د امیندواري په لومړیو دریو میاشتو کي په ماشوم ( جنین ) باندي جدي اثرات ولري.هارډي « Hardy » په ( 1968 م) کال کي د ( 199 ) ماشومانو په اړه چې میندي یې د امیندواري پر مهال په شري باندي اخته شوې وي – یو راپور خپور کړی دی. ددې ماشومانو د معلولیتونو په توزیع کي یې (50%) سلنه د کوڼوالي ستونزي ، (20%) سلنه د ړوندوالي ستونزي او (30%) سلنه د زړه ستونزي ښکاره کولې.
همدارنګه بلوغ ته  د ماشومانو ژر رسیدنه چې له (1⁄2 2) دوه نیم کیلو ګرامه څخه په کم وزن سره نړۍ ته راځي معمولاً ژر رسیدونکي ( زود رس ) ورته ویل کیږي.په ( 1973 م ) کال کي د رایز « Rais » څیړنه ښکاره کوي چې له ( 1000 ) ماشومانو څخه چې د کڼو ماشومانو په ښوونځيو کي یې نوم لیکنه کړې وه له هغوی ( 54 ) نفره یې ژر رسیدونکي ( زود رس ) وو. البته باید په یاد ولرو چې ژر رسیدنه یواځي د کوڼوالي لامل نه ده، ځکه احتمال لري چې په خپله ژر رسیدنه د نورو ستونزو لکه ؛ شری ، د اکسیجن کمښت او یا هم د مغزي ضررونو له امله حاصله شوې وي. په هر حال په ژر رسیدونکو ماشومانو کي د اوریدني او نورو معلولیتونو د ضررونو د شتون احتمال ډیر دی.


دریم : عارضي علتونه ( له پيدایښت څخه وروسته ) :دا لاملونه په دری ډلو ویشل کیږي:
په بهرني غوږ پورې اړوند علتونه ( د غوږ په بهرني سوري کي د ژیړرنګه مادې رایوځای کیدل، د غوږ د بهرنۍ خلاء ( مجرا) په سطح کي تغیرات چې د غوږ په سوریو کي د مختلفو باکټریاوو د تجمع او زیاتیدو لامل کیږي ، په سمه توګه د غږیزو لړزو د انتقال نه ترسره کیدل ، غږیز موجونه د غوږ پردې ته ونه رسیږي او د غوږ د شپېلۍ سوري کیدل ).
په منځني غوږ پورې اړوند علتونه ( په دری ګونو هډوکو کي نقص یا نیمګړتیا) ، د منځنۍ غوږ بدبویه کیدل چې معمولاً په کم عمره ماشومانو کي لیدل کیږي چې په منځني غوږ کي د مایع د رایوځای کیدو په پایله کي رامنځته کیږي نو که چیرته د دې وضعیت مخنیوی ونه شي د اوریدلو خفیف ډول چې وروسته په منځني ډول بدلیږي رامنځته کوي،ځکه چې یاد شوی وضعیت له منځني غوږ څخه د غږ تیریدل له ستونزي سره مخامخ کوي. د « ورنون ، Vernon » د څیړني پر بنسټ چې په ( 1968 م ) کال کي یې ترسره کړې،ویې ښوودل چې: له پیدایښت څخه وروسته اتو کڼو ماشومان د مننژیت (د مغزو د پردې د پاړسوب ناروغي ) له کبله چې په منځني غوږ باندي د مکروبې ناروغي له حملې څخه عبارت دي – خپل د اوریدو حس له لاسه ورکړی دی. له پیدایښت څخه وروسته د بهرنیو عواملو له ډلي څخه چې د کوڼوالي لامل کیږي مننژیت (د مغزو د پردې د پاړسوب ناروغي ) ډیره فیصدي لري.د یادوني وړ ده چې په اخیرو کلونو کي د مننژیت (د مغزو د پردې د پاړسوب ناروغي  ) د ناروغي د کوڼوالي د فیصدې میزان د ځینو انټي بیوټيک درملو په واسطه کمښت پیدا کړی دی.
په ننني ( داخلي ) غوږ پورې اړوند علتونه ( بدبویه « عفوني » ناروغۍ چې له سختو تبو سره یو ځای وي دعصبي کوڼوالي لامل کیږي.د بېلګې په توګه؛ مننژیت ، شری ، انفلونزا ، تور ټوخی ، ډیفټري ، زهرجني دواګاني او شورماشور ).
د کڼو وګړیو( ناشنوایانو ) ټولنیزي ستونزي او د هغوی رواني او ټولنیز خاصیتونه :
د کوڼوالي نقص د شخص په ځینو رفتاري اړخونو ژور او په ځینو نورو یې کم تأثیر غورځوي او یا هم په پوره ډول بې تأثیره وي. که چیرته پوښتنه وشي چې له ړوندوالي او کوڼوالي څخه یې کوم یو ټاکۍ؟ نو په ځواب کي یې د یوې فوري انګیزي له امله موږ کوڼوالی ټاکو، کیدای شي دا ددې له امله وي چې موږ فکر کوو د تګ یا حرکت کولو لپاره د لیدو حس ته اړتیا لرو او دا هم کیدای شي ددې لپاره وي چې د طبیعت ډیری ښکلاوي بصري دي ، خو د ژبې رول له امله چې په ټولنه کي یې لري کوڼ شخص په ډیر محرومیت کي ځای لري.
د کڼو وګړیو ټولنیزه او شخصیتي وده په کلي ډول د دوو او یا له دوو څخه د زیاتو کسانو په منځ کي د افکارو د تبادل تړاو ته اړتیا لري ( یاني په ټولنه کي حتماً دوه یا له دوو څخه زیات کسان یو له بل سره خپل افکار تبادله کوي چې د کڼو کسانو ټولنیزه او شخصیتي وده هم د هغوی د افکارو په تبادل پوره تړلې ده ، درمل ». د هغو کسانو په منځ کي چې یو د بل خبري اوري، نو د هغوی د افکارو د تبادلې لپاره ژبه خورا مهمه وسیله ده. له هغه ځایه چې ټولنه تر ډیره حده په ژبه باندي متکي ده ، نو هیڅ د حیرانتیا ځای نه دی چې ډیری څیړونکي په خپلو څیړنو کي داسي پایلو ته رسیدلي دي چې د اوریدلو د نیمګړتیا لرونکي کسان داسي خاصیتونه لري چې دا خاصیتونه د هغوی او روغوکسانو تر منځ د توپیر لامل کیږي.د کوڼوالي په نیمګړتیا باندي اخته کسانو کي د عاطفي بې نظمیو اندازه تر عادي کسانو ډ‌يره نه ده ، خو د هغوی په نسبت کاڼه وګړي په ژوندکي د ډیرو ستونزو درلودونکي وي او له ټولنیز او شغلي نظره له ډیرو ستونزو سره مخامخ وي.
دا شواهد سم دي چې ښکاره کوي له ( 20 – 40 ) سلني پوري کاڼه ماشومان په نورو معلولیتونو لکه؛ د زده کړي په اختلالاتو،کي هم راښکیل وي او احتمالاً له ځان څخه ډیری ټولنیزي نابرابري ( ناسازګاري ) هم ښکاره کوي. دا چې تر کومي اندازې پوري کاڼه او کم اوریدونکي ماشومان په رفتاري ستونزو کي راښکیل دي ، د ماشوم د ژوند په چاپیریال کي د شته کسانو په حضور پوري چې له ماشوم سره څه ډول چلند کوي،تړاو لري، یاني دا یواځي د اوریدني ضایعه نه ده چې ستونزه رامنځته کوي ، بلکه په هغو کسانو پوري هم تړاو لري چې له کاڼه ماشوم سره ژوند کوي په ځانګړي ډول والدین دي چې په ماشوم کي د رفتاري ستونزو د څرګندیدوکیدو لامل کیږي. یاني د کورنۍ چاپيریال او وضع کولای شي د کاڼه اوکم اوریدونکي ماشوم لپاره د راتلوونکي ټاکوونکي شي. د بېلګې په توګه؛ هغه وخت چې د اوریدونکې کورنۍ په منځ کي یو کوڼ ماشوم ژوند کوي ، ډیر کم داسي پيښیږي چې کوڼ ماشوم د کورنۍ له کارونو څخه ګوښه پاتي شي.
په کورنۍ کي د یوه روغ کس لپاره دا ستونزمنه او ستړې کوونکې ده چې د یوه کوڼ ماشوم لپاره مطلب تشریح کړي، سربیره پر دې د کوڼ ماشوم ګوښه پریښوودل ددې لامل کیږي چې د کورنۍ پریکړي( تصمیمونه) یو اړخیز او خورا ساده ترسره شي. همدارنګه یو سالم ماشوم د اوریدو وس لري او ډیری وختونه کولای شي هغه پېښې چې په کورنۍ کي رامنځته کیږي، حتي د والدینو شخړي ، هغه خبري اتري چې هغوی یې له خپلو ملګرو او نورو نژدې کسانو سره کوي، د اوریدو له لاري ورته ښه نیت ولري،خو کوڼ ماشوم له دې خبرو اترو څخه چې د هغه لپاره یو ډول ښوونه ده، په خپل ژوند کي محروم او بې برخي دی. په پایله کي ویلای شو چې دا ډول نیمګړې تجربې د ماشوم په سازګاري او ټولنیزه وده باندي منفي اوږدمهاله تأثیرات غورځوي. نو د هغوی دګوښه پرېښوودو له کبله دا ماشومان مجبوره دي چې خپلي ودي ته ګوښه دوام ورکړي. کله کله دا ماشومان د مناسب ملګري په پیدا کولو کي له ستونزو سره مخامخ کیږي او له بلي خوا د ښوونکو له خوا هم د ډیرشرمینده او خجالتي کس په ډول معرفي کيږي. که چیرته کوڼ ماشوم روغ والدین او ملګری ونه لري تر څو له هغوی سره غیرکلامي اړیکه وساتي ، روښانه ده چې د هغوی ګوښه توب لاپسي ډیریږي.
ددې لپاره ټولنیزو اړیکو او روابطو ته اړتیا ده چې په اوسمهال کي هڅه کیږي تر څو د اوریدلو په نیمګړتیا باندي ښکیل کسان یو له بل سره په متقابله اړیکه کي وساتي.که څه هم کاڼه وګړي په ډیری مواردو کي د زده کړي او پوهي لپاره د روغو او سالمو کسانو نړۍ ته ورنژدې کیږي ، خو له دې ټولو سره سره دا واقعیت باید ومنو چې د اوریدلو نیمګړتیا هم د نورو معلولیتونو په څیر محدودیتونه لري او دکوڼ شخص په فکري ، عاطفي او ټولنیزه برخه کي د اختلالاتو د څرګندیدو لامل کیږي، لکه؛ په خبرو کي اختلال، د ذهني مسایلو په زده کولو کي مختلف جوړښتونه ( شکلونه ) او نور.
د کڼو وګړیو ځانګړې ټولنیزي ستونزي دا وي چې ډیر په سرعت سره په نورو باور کوي او د نورو خبري مني، خو له څه وخت وروسته ناڅاپه او یا د نورو د خبرو د فشار تر تأثیر لاندي خپلي رأیي ته تغیر ورکوي. که څه هم کاڼه وګړي کله کله حتی د خپلو سالمو ملګرو او دوستانو پر وړاندي د یواځیتوب احساس کوي او ګوښه کښیناستنه اختیاروي ، خو بیا هم ټولنه او معاشرت خوښوي او د کڼو کسانو په منځ کي خپل د خوښي وړ او صمیمي ملګري ټاکي. کله کله کاڼه وګړي له قوانینو څخه د نه خبرتیا په صورت کي د مقرراتو پر وړاندي بې تفاوته وي چې په دې اړه باید اطرافیان او روزونکي د هغوی پاملرنه له قوانینو څخه خبروتیا ته ورجلب کړي. « یاني اطرافیان او روزونکي هڅه وکړي تر څو هغوی له قوانینو څخه پیروي ته متوجه کړي، درمل ».کله کله په خپله دوی هم ډیره هیله او توقع لري تر څو هر هغه څه چې غواړي باید ورته ورکړل شي.


له کوڼوالي څخه د مخنیوي لاري :
که څه هم په لومړي پړاو کي داسي ښکاري چې نه شو کولای په کوڼوالي باندي له ښکیلیدو څخه مخنیوی وکړو، خو هغو عواملو او علتونو ته په پاملرني سره چې د کوڼوالي لامل کیږي، په ځینو مواردو کي کولای شو په کوڼوالي باندي ښکیلیدنه لیږ تر لیږه کمه کړو. د هغوی له ډلي څخه یې د لاندینیو مواردو یادونه کوو:
 له کورنیو ودونو څخه مخنیوی او یا داچې باید د ډاکټر ، ژنیټکو متخصصانو سره په مشوره کولو او د کڼو وګړیو په کارونو پوري د اړوندو ښوونکو تر نظر لاندي د هغوی ودونه ترسره کول.
 د هغو کڼو وګړیو یو له بل سره له واده کولو څخه مخنیوی چې د هغوی د کوڼوالي لامل ارثي وي.
 د ماشوم د اوریدلو په آله کي د ناراحتي په څرګندیدو سره په خپل وخت متخصص ډاکټر ته مراجعه کول او د اوریدلو د آلې د روغتیا ساتل.
 د امیندواري پر مهال د ماشوم د مور څارنه، په ځانګړي ډول په دریو لومړنیو میاشتو کي او په ناروغي په وخت کي،حتی په ساده ناروغیولکه سوړوالګي باندي داخته کیدوپر مهال هم باید ډاکټر ته مراجعه وشي.
 د واده پر مهال د ویني د ( RH ) عامل ته پاملرنه کول.
د کڼو ماشومانو ( ناشنوایانو ) ښوونه او روزنه :
د کڼو ماشومانو له ښووني او روزني څخه وروستنۍ موخه داده چې هغوی د اوریدونکو په نړۍ کي له هغوی سره غاړه غړۍ خپل ژوند پر مخ وړي او ددې پر ځاي چې د هغوی د اوږو بار شي په ټولنه کي له ګټورو او مؤثرو غړیو څخه شمیرل کیږي، یاني عمده موخه له هغه چاپیریال سره د هغوی غوره توافق دی چې دوي پکښي ژوند کوي. له دې سره سره چې د طب علم ډير پرمختګونه کړي دي، خو په تأسف سره چې د کڼو په اړه یې تر اوسه ګټوره پایله لاسته نه ده راوړې، او دښوونې او روزني لاره روښانه لاره ده، که څه هم چې د هغوی د اوریدلو قدرت بیرته نه راګرځوي ، خو د هغوی ژبه خلاصوي او هغوی هم د خپلو نورو ډولونو د خبري کولو په څیر  د علومو او حروفو په زده کړه لاس پوري کوي. پخوا دې فکر رواج درلوده چې شخص کوڼ پیدا کیږي، ګونګ هم وي او ناممکنه ده چې هغوی څه زده کړي او خبري وکړي، خو د وخت په تیریدو او د خلکو د پوهي د سطحي په لوړیدو سره د کوڼوالي په اړه پوچ عقاید په تدریج سره له منځه لاړه او خپل ځای یې علمي تفکراتو ته پرېښووده او د هغوی د ښووني او لارښووني لپاره اقدامات ترسره شول.
په (15مه) او (16مه) پیړۍ کي اروپایي هیوادونو د کڼو ماشومانو په باسواده کولو پیل وکړ.
د (16مي) پیړۍ مشهور طبیب « کارډانو» د کڼو ماشومانو د ښووني لپاره د ځانګړيو او مخصوصو الفباؤ د پیداکولو لپاره اقدام وکړ، هغه خپلو زده کوونکو ته له خبروکولو سره یو ځای اشاري وړاندي کولې.
په ( 1620 م) کال کي کڼو ماشومانو ته د خبري کولو د ښووني طریقه او د آسانه الفباء لومړنی کتاب د هسپانیې د ماډیریډ په ښار خپور شو.د کتاب لیکوونکي « جان پابلو » د اشارې طریقه منع کړه او د تکلم طریقه یې ګټوره وبلله. هغه لومړنی شخص دی چې د کڼو ماشومانو په ښوونه کي په شنډو باندي له لوستلو څخه یادونه کوي.
د (18مي) پیړۍ په (1775م) کال کي « چارلس مایکل ډي.ایل.پي » د کڼوماشومانو لومړنی ملي ښوونځی په فرانسه کي تأسیس کړ.
(19مه) پیړۍ د کڼوماشومانو د ښووني په برخه کي د غوره پرمختګونو ښکارندویه ده، د تکلم طریقې ته پاملرنه له بل هر وخت څخه ډیره په دې پیړۍ کي د پاملرني او اهمیت وړ شوه.همدارنګه «ګالوډټ او ساموییل » د هغو کسانو له ډلي څخه دي چې په اړه یې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړيدي.
 په (20مه) پیړۍ کي په ارواپوهنه او نورو علومو کي پرمختګ ، د مډرنو الیکټریکي وسایلو اختراع ، غوږۍ ، د اوریدلو د سنجولو آلې او نورو … د کڼوماشومانو ښوونه او روزنه یوه نوي پړاو ته ورداخله کړه.
وَمِنّ اللهِ تَوٌفِیٌق