کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / لطفا د برېښناليک اخلاقي اصول مراعت کړئ

لطفا د برېښناليک اخلاقي اصول مراعت کړئ

ايا تاسو هم د برېښناليک ليږلو پر وخت د To او cc (carbon copy) او BCC (Blind Courtesy Copy)  توپير نه مراعت کوئ؟


ايا تاسو هم هره ورځ د لسګونو او سلګونو په شمېر نه دعوت کړي برېښناليکونه تر لاسه کوئ؟


ايا تاسو هم هره ورځ زښت زيات وخت د نه دعوت سوؤ برېښناليکونو په پاکونه ضايع کوئ؟


ايا تاسو هم د خپلو افغانانو ورونو او خوېندو د هغو برېښناليکونو څخه تر پوزي راغلي ياست چي کله يې شعر او کله يې مقاله پکښي درته را لېږلې وي؟


ايا ستاسو د برېښناليک سرور هم هره اونۍ تر ټاکلي مقدار زيات ډکيږي او په خالي کولو يې ستړي سوي ياست؟


ايا ستاسو د برېښناليک محرمه پته هم پر انټرنټ خپره سوې او د زرګونو افغانانو د برېښناليکونو تر څنګ هره ورځ د نړۍ د بېلابيلو کونجونو څخه اعلانونه او پېغامونه درته راځي؟


ايا تاسو هم غواړئ چي ستاسو د برېښناليک پته نوره زياته بربنډه او خپره نسي؟


که ستاسو جواب هم هو دی نو راځئ چي د خدای په لحاظ اول پخپله ايمېل ليکل زده کړو، د ايمېل ليکلو اخلاقي اصول مراعت کړو او بيا يې خپلو نورو ملګرو ته هم تبليغ کړو. راځئ چي نور د تخنيکي ناديده ګۍ څخه را ووځو او لږ تر لږه د انټرنټ الف با چي ايمېل ليکل دي، سم زده کړو.


له بده مرغه چي زيات افغانان د برېښناليک اخلاقي اصول يا خو نه پېژني او يا يې نه مراعت کوي. د بېلګي په توګه کله چي زياتو خلکو ته پر يوه ځای يو ايمېل mass email لېږي نو يې داسي لېږي چي د برېښناليک تر لاسه کوونکي د نورو ټولو هغو کسانو ايمېل ادرسونه ويني چا ته چي د دغه برېښناليک کاپي لېږدول سوې ده. پدې توګه سره د هر چا ايمېل ادرس هر چا ته په لاس ورځي او بيا يې هر چا ته بربنډ لېږي. څوک خبر نه وي او د برېښناليک پته يې د لسګونو زرو خلکو په سيسټم کي ثبت سوې وي او بيا له هرې خوا ورباندي د برېښناليکونو spam باران پېل سي.


اول خو بايد و زياتو کسانو ته د برېښناليک د کاپي لېږلو mass emails څخه ډه ډه وسي. که بيا هم دا کار اړين وي او يا د ليکونکي قرار نه کيږي نو بايد د هغو کسانو ايمېل ادرسونه دBcc  په خانه کي وليکل سي چي ورته د ايمېل کاپي لېږدول کيږي. پدې توګه سره د دې مخه نيول کيږي چي د ايمېل ټوله لوستونکي د ټولو هغو کسانو ايمېل ادرسونه تر لاسه کړي چي ورته د ايمېل کاپي لېږدول سوې ده.


د ايمېل يا برېښناليک ليکلو خپل ځان ته څو اخلاقي اصول دي چي ورباندي بايد جلا ليکنه وسي. پدغه ليکنه کي زه په دې اکتفا کوم چي د خپلو افغانو ورونو او خوېندو څخه هيله وکړم چي لږ تر لږه د Bcc  په هکله ځان پوه کړي او د و زياتو کسانو ته د ايمېل لېږلو پر وخت د Bcc  څخه کار واخلي.
 
که غواړئ چي د Bcc  په هکله نور معلومات تر لاسه کړئ نو لطفا لاندنيو لينکونو ته مراجعه وکړئ.
 


http://www.youtube.com/watch?v=0mRgD1SYosw
 


http://www.youtube.com/watch?v=Rlp3Xf0thCI&feature=related
 


http://www.youtube.com/watch?v=5CtEUwa6jxs&feature=related

تبصره نسته

  1. محترم احمد ولي اڅګزی صاحب، کور مو ودان چي ديوې ښې خبري څخه مو خبر کړو. خو يوه خبره مي په زړه کي نه دريږي هغه دا ده چې نه زغم او بخښنه دغرب په کلتور کي وجود نه لري نو ځکه غربيان تل د زغم خبره کوي. هغه په دې چي زغم يې په کلتور کي نسته. خو زه به مو ځکه اڅګزی وبولم چي لکه نور افغانان تر ټولو له مخه يې ځان افغان کړي وي زه دا نه وايم چي تاسي په لوېديځ کې بده خبره کړې ده. خو که په افغاني ټولنه ځان خبروي نو زړګيه لږ سړه خوره. د افغانانو ټولنه نه تر اوسه په اينټرنيټ کي دونه مالومات لري لکه تاسي چي يې لرئ. خو که تاسي واياست چي ځيني يې لري هغه بېله خبره ده او چي څونه دي هغه خو بېخي بېله ده

  2. محمد ګل وروره! عجب ګډ وډ الفاظ دي اڅکزي صاحب ته لیکلي دي، سر یې یوځای بېخ یې بل ځای دﺉ! اڅکزي صاحب خورا تریخ حقیقت ته روښانه کړﺉ دﺉ اوتاسو بیا ورته لیکلي دي چي (خو که په افغاني ټولنه ځان خبروي نو زړګيه لږ سړه خوره) نه پوهېږم چي مطلب موڅه دﺉ؟ خو ماته داسي معلومیږي چي تاسوافغان هغه چا ته وایاست چي په افغانستان کي وسیږي مګر حقیقت داسي نه دﺉ! خو په هر صورت، اڅکزی صاحب کور ودان اویوه نړۍ مننه! زه ولا دداسي ایمېلوڅخه ترپزي راغلې یم اوزما دمعلوماتو له مخي دAISAاداره په شل ډالره ټول هغه ايمېل ادرسونه خرڅوي چي ددوي سره ثبت دي. خداي دي هغو ورونو ته انصاف ورکړي چي ديوې خور ايمېل ادرس وویني نوبیا ایمېلونه ورته استوي بېله دي چي ددهغې مدني حالت معلوم کړي.

    دانصاف اواسلامي روحیې په هیله!

    رویا “هیله”

  3. محترمي خور هيلي، زه بخښنه غواړم چې که زما تبصرې تاسي او يا هم اڅګزی صاحب، خفه کړی وي. زما هدف په دې خبره کې هيڅکله کوم چاته توهين نه و او نه دي اونه دي خدای ماته وس راکوي. خو ماته دلوېديځوال دا خبره چې يوازي که کوم برېښناليک په نابلده ادرس ورسي نو دا هغوی ته بېخي لويه خبره وي. ځکه يې زغم په انفرادي کلتور کې بېخي سته نه. حتي که دچا نوم هم په غلت سپيلينګ په غلتي وليکل سوی وي. په داسي حال کې چې دا خبره که ځينو ته بده ښکاري نو ځيني ډېر مالومات هم ترلاسه کوي. دا چې ځيني ايملونه بېخي خرڅيږي نو مايې هغه اړخ نه دي ياد کړی. يو وار بيا ډېره بخښنه غواړم. زما يوازي هدف دا هم و چې موږ ځيني وخت دلوېديځ دکلتور ځينو ډېرو کوچنيو خبرو ته هم ډېر اهميت ورکوو. يو واربيا ډېره بخښنه که ما کولای سوای زه دا تبصره بېخي ايسته کړم. ستاسي ورور

  4. اڅکزی صیب سلامونه اونیکی هیلی می واخله!
    ډیرښه موضوع ته مواشاره کړی ده ماخپل ایمیل زده کړې کورس له هندې استاد نه کړي ده ستاسو دې کور ودان وې چی افغانې ورونو هغه منفې کړونو ته متوجې یاست او تاسو یاست چی هغوی خپلو منفی کړونوته متوجې شی اوپه اینده کې په پاملرانه تر ي وکړې تریوحده پوری ستاسولیکنه باندې پوه شوم خودنورو ورونو روښانه کولو لپاره مې پوښتنه کړې ده.
    زما سوال داده: یوکس دې چی غواړې یولیک څوملګروته واستوې اوپدې دوستانوکې انجونه هم وې ستاسوموخه همداده چې انجونو برښلیک بایدپه BCC ولیکل شی که څنکه؟

  5. قدرمن ډاکټر ايمل مؤحد صاحبه،
    فکر کوم د اڅکزي صاحب مقصد دا دی په مجموع کي د ډليز ايمېل استولو څخه ډه ډه وسي. که بيا هم څوک د اکار کوي نو که نارينه وي که ښځي د ټولو ايمېل ادرسونه دي په bcc کي اچوي.
    زه پخپله د دغه څخه تر پوزي راغلی يم چي د برېښناليک ادرس ته مي هره ورځ په لسګونو ايميلونه راځي. داسي ايميلونه چي هيڅ يې غوښتنه نه لرم.