وزیراعلیٰ ملالې يوسفزۍ ته د 5 لكو روپو چېك وركړو

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | دسمبر 7th, 2011


پېښورد اى پي پي دخبر له مخې د خېبر پښتونخوا اعلی وزيرامیرحېدرخان هوتی قامي امن ايوارډ ترلاسه كوؤنكې او د كوچنيانو حقونو لپاره كاركوؤنكې نجونې ملالې يوسفزۍ ته د 5 لكو روپو چېك وركړو۔ سوات څخه تعلق لرونكې ملالې يوسفزۍ مور پلار سره پېښور كښې اعلی وزير سره ملاقات وكړو۔ په دې مهال اعلی وزير ووئيل چې د سوات كوچنيانو په سخت وخت كښې خپل تعليم روان ساتلې او د سختو حالاتو مقابله كولو سره ئې د تعليم دا لړۍ روانه وساتله۔ په دې مهال وزيراعلی د ملاله يوسفزۍ د هلو ځلو ستائنه وكړه

Copyright Larawbar 2007-2024