کور / شعر / وطن

وطن

زه دی قـــــربان سمه له تا افغانستان وطــــنه
ای دمیرویس اوغزنوی اواحمدخان وطــــــنه
ستاپه لمن کی روزل سوی شنه زمریان پراته دی
ستاسردرو باندی گزمه کړی شاه بازان وطــــــنه
ســــــــــتا په سینه کی بی کفنه شهیدان پراته دی
تا زیږولی غیـــرتمنــه باتوران وطــــــــــــــنه
دایوب جګه شمله به د انګریز په یاد وی
ای د ملالی او اکبر دزانګو ځای وطنه
ایران که هرڅه کوی زموږ ترمنځ حساب باقی 
ای د تیموراو شاه محمود او شازمان وطنه
تاکی خـــــــــــــرقه مطهره دمحـــــــــمد پرته ده
تاکی مرقد دی دسخی شاه مردان وطـــــــنه
بت شکــــــنان دی یو احمـــــد اومحـــــمود ندی
ستا ټول زامن دی فاتحان اواتلان وطنـــــــه
د افغان توره دی پرزړه لکه ســــــورلمرځلیږی
ای دطالب اومجاهد اوهرافغان وطــــــــــــنه
هــــډونه مات دزمانی ســول ستاپرســـــره لمنه
دشریعت چیغه دی لوړه تراسمان وطـــــــنه
ته نازنین یی با تمکین یی په ښایست ترهرچا
ای دلاله او د سنبل ، ریحان اود زعفران وطنه
عارض به څومره ستا صفت کړی دصفت خزانی
ته په خوږمن صورت همت کړی په خنداوطنه