کور / تازه خبرونه / په افغانستان کي د فرقوي شخړو د راپيدا کېدو بېره

په افغانستان کي د فرقوي شخړو د راپيدا کېدو بېره

په پاکستان کې میشتې یوې سخت دریځې ډلې په افغانستان کې د هغو چاودنو مسوولیت په غاړه واخیست چې د سې شنبې په ورځ یې شیعه په نښه کړل. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په باور له دې چاودنو سره ډیر کسان وویریدل چې افغانستان به نور هم بې ثباته شي او فرقه اي شخړې به راپیدا شي.

لشکر جنګوي ډلې تر دې مخکې په افغانستان کې د کوم برید مسوولیت نه و منلی. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا داسې شک دی چې له دې ډلې سر ه القاعدې ، طالبانو او یا هم د پاکستان د استخباراتو مرکزي ادارې آی ایس ای مرسته کړې وي او یا هم د دغو دریو ډلو له لورې په یو ډول د لشکر جنګوي په نوم دا پیغام استول شوی وي چې په راتلونکې کې د افغانستان ثبات له بهر سره تړلی دی.

لشکر جنګوي له دیوبندي فلسفې الهام اخیستی دی او دغه افراطي فلسفه د شعه و قتل مجاز ګڼي. لشکر جنګوي ډلې څو ځله تر اوسه امریکایان، عیسویان او د مسلمانانو وړې ډلې هم په نښه کړې دي. خو په افغانستان کې د دې ډلې د بریدونو پخوانۍ سابقه نه ده ثبت شوې، نو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په باور هیڅوک په دې باور نه شي کولی چې لشکرجنګوي ډله دې د افغانستان په دریو ښارونو کې هماهنګ ترورستي چاودنې وکړي او چا دې له دوی سره مرسته نه وي کړې.

د امریکا بلې خپرونې فارن افیر بیا د افغانستان له ګاونډيو سره د افغانستان د اړیکو په اړه یوه مقاله تر دې سرلیک لاندې خپره کړې، د افغانستان لپاره د وریشمو تړې لارې ته یوه بنسټ ایښودل. په دې مقالې کې خپرونه لیکي، تیرکال د امریکا متحد ایالاتو په افغانستان کې د انتقال د ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه د سیمه ییزې سوداګرۍ د پراختیا غوښتنه وکړه څو په دې ډول په افغانستان کې اقتصاد وده وکړي. دا ستراتیژي د فارین افیر د خپرونې په وینا همداراز د افغانستان او ګاونډيو هیوادو تر منځ پر یوه بل په اقتصادي او سیاسي ډګرونو کې اتکاء زیاتوي.

د خپرونې په باور په دې توګه به افغانستان د اسیایي او اروپایي هیوادو تر منځ د ارتباط په یوې لارې بدل شي چې له دې سره به په دغه هیواد کې د پرمختیا او ثبات لپاره لاره هواره شي. د همدې اقتصادي اړیکو له امله به په افغانستان کې زراعتي محصولات او معدني زیرمې د سیمې او نړۍ بازارونو ته ورسیږي.

دې مسالې ته له دوه زره دوهم میلادي کاله د افغانستان لپاره په انکشافي ستراتیژۍ کې هم پاملرنه شوې ده او دا موضوع تیراوړی د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن رابرسیره کړه چې بیا د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتو په عمومي اسامبلۍ کې او تیره میاشت د افغانستان لپاره د استانبول په کنفرانس کې هم تایید شوه