کور / هراړخیز / د ژبو تاریخ – دوهمه برخه

د ژبو تاریخ – دوهمه برخه

ددې اثر د ژباړي لومړۍ برخه له دې ځايه لوستلائ سئ.


د پخوانیو ډله یيزوو ښکاریانو خلکو ژبي
په ډېرو پخوا زمانو کي د جنوبي افریقا د « کالاهاري » (۱) په صحراوو کي چي کومو خلکو ژوند کاوه ، په عنعنوي انګلیسي ژبه کي د ځنګلیانو معنی لري . په دې وروستیو وختونو کي دې خلکو ته د سان کلمه استعمال سوې ده ، چي زه ددلته دا کلمه نه کاروم. حتی تر دا څو نسلونو مخکي هم دلته د سان په نامه خلکو ژوند کاوه . چي دوی له هغه میوو څخه چي د خوړولو وړ وې ، او همدغه رنګه د ښکار کولو له لاري ځان ته نفقه برابروله . دوی د حیواناتو د ورنو له پوستکو پرته ، چي د جامو کار ئې ځیني اخیستۍ،بل هیڅ شی هم نه درلود. ځیني اسلحې او نور شیان به ئې له ځانه سره ګرځول ، چي ښایي ځینو به ئې تر اوسه پوري لا هم په همدې ډول ژوند کوي . په دې ډول ټولو انسانانو تقریبا لس زره کاله ، تر هغه وخته پوري چي د مځکي کرنه رواج سوه ، په همدې ډول ژوند کاوه.
     د سان د خلګو ژوند او د نړۍ په نورو ځایونو کي د خلکو ژوند موږ ته دا را ښیي ، چي د مځکي پر مخ د انسان له پیدایښت څخه تر اوسه پوري ، چي ډېره اوږده زمانه یې په بر کي نیولې ده ، له نورو هم جنسو ګروپونو سره د دوی کلتور څرنګه وو ؟ ټولو لومړنيو انسانانو او د هغه وخت ښکاري خلګو په یوه ډول ژوند نه درلود، او دا ځکه چي د نړۍ په مختلفو برخو کي د اقلیمي تغیر ، د ډوډۍ د پیداکولو له امکاناتو له امله او همدغه رنګه له بېلابیلو منطقوي کلتورونو له امله لوی توپیر موجود وو . خو بیا هم سړی کولای سي و دې نتیجې ته ورسیږي چي د پخوانیو لومړنیو انسانانو او د ښکاري خلګو د ژوند طرز د سان له خلګو سره او یا له اوسنيو ښکاریانو سره پرتله کړي .
د سان د خلګو ژوند په دې آخرو لسیسزو کي ، ډېر چټک تغیر کړی دئ . ځکه له موډرنو ټولنو سره د تماس درلودلو له امله د دوی د ژوند هغه عنعنوي ډول په ډېره اندازه له مینځه وړی دئ .  د دوی دا نوي حالت دوی له یو ډول مشکل سره مخامخ کړي هم دي ، ځکه چي د دوی ټول هغه کلتوري هویت او همدغه رنګه د دوی ژبه د ورکېدو په حالت کي ده . دا چي یوه ژبه ځرنګه له مینځه ځي ، پر دې به وروسته وږغیږو . دلته به زه د وروستیو لسیسزو له ډېرو ژورو تغیراتو څخه هم تېر سم . او پر دې به بحث وکړم ، چي د سان خلګو ، څرنګه عنعنوي ژوند درلود او خبري ئې څرنګه کولې ؟
د سان د خلګو ژبه د خویساني ژبي په ګروپ پوري اړه لري . د دې ژبي په ګروپ پوري د ناما په نامه ژبه هم تړلې ده ، چي له یوه یا دوو زرو هغو ځایي خلګو له خوا څخه ویل کېده چي د نامیبیا اوسېدونکي دي .  زه د دې ژبي په باره کي بحث نه کوم ، ځکه بې له دې هم خورا ډېري نوري خویساني  ژبي  سته.  دا چي دا به څومري ژبي وي ، په راتلونکو پاڼو کي به یې ولولو . د دې ژبو د ټولو ویونکو شمېر د اویاوو زرو په شاوخوا کي دئ . داسي معلومیږي، چي ددې هري ژبي د ویونکو شمېر ئې ډېر لږ دئ .
ژبي یې چنداني په صحیح ډول تشرېح سوی نه دي . په مجموع کي د دې ژبو لیکني ډېري لږ دي ، او یوازي د خبري کولو په ډول استعمال سوي دي . ویل یې هم په ډېر تجریدي ډول په صحراوو یا و صحراوو ته په نژدې ځایونو کي پاته سوي دي . خو ځینو مسیحي تبلیغیانو ، د انسان پیژندني د علم پوهانو او د ژبو ځینو  څېړونکو ئې ژبي ډېري مطالعه کړي او تشریح کړي دي . زه د خپلو هغو هڅو او تجربو له مخي څخه ، چي په دې لار کي مي کړي دي ، دا ویلای سم ، چي دا کوم آسان کار نه دئ . ځکه داکار له انسانانو سره چي د مختلفو ژبو او مختلفو دودونو درلودنکي دي په ارتباط پیدا کوولو پوري اړه هم لري . او همدغه ډول د دغو اړیکو په تنظیموولو پوري هم . د دې له پاره چي یو څېړونکی له داسي کار څخه په ډېره کامیابه توګه ووزي ، د ده یا دې  له پاره په کار ده ، چي د هغي ژبي له ویونکو سره یو څو کاله ژوند وکړي، خو دا کار هم ځیني وختونه له ځینو عملي امکاناتو د نه لرلو له وجي نا ممکنه ښکارې . په دې جمله کي دا  اوسني راغونډیدونکي خلګ او ښکاریان هم راځي، چي له دوی سره د یوه څېړونکي مستقم ارتباط نیول تر اوسه پوری لا هم د دوی په ژوند کي یو لوی تغیر بلل کیږي. د دوی یوه لویه برخه ، چي نژدې د صحراوو څنډو ته ژوند کوي په بزګری او یا نورو دغه راز کارونو اخته دي . خورا ډېر مشکلات لري .  دوی تر هر څه د مخه و معلم، تداوۍ او نورو اجتماعي خدمتونو ته اړتیا لري ، وروسته بیا د دوی د خبرو کولو د ډول و معلومولو ته .  په داسي حال کي چي موږ اوس د خویسان د ژبي یوه لویه برخه پیژنو ، او ددې ژبي د پوهي په مرسته موږ کولای سو ، ووایو چي ژبني حالتونه ئې ، له هغه وخت څخه چي انسان د مځکي پر مخ پیداسوی دئ ، بیا تر ډېرې وروستو زمانو پوري په څه ډول ول  .
(۱) : د کلاهاري صحراوي ، د اوسني انګولا ، زیمبابوی ، نامیبیا او بوستوانا د هیوادونو د شاوخوا سیمي دي .


ایا پخوانۍ ژبي داسي وې لکه اوسنۍ ژبي  ؟                            
 ښائي تر ټولو مهمه خبره چي موږ ئې باید د ډله یيزو او ښکاري کلتورونو د وخت د ژبي په باره کي وکړو ، داوي چي د پرنسیب له رویه ددوی د ژبو او نورو ژبو تر منځ کوم توپیر نه سته .  دا به یو ډېر عادي تصور وي، چي څوک ووایي ، کومي ژبي چي په هغه وخت کي ویل کېدې ، نسبت و دې ژبو ته چي نن موږخبري په کوو . د هغوی د مادي کلتورونو د نه پرمختګ له امله ډېري ساده او لږ پر مخ تللي وي . دغه ډول فکر په  ۱۸۰۰  کلونو کي د ژبو ډېرو څېړونکو هم کاوه . مګر خبره داسي نه ده . دا ډول فکرونه یوه اندازه تشریحات بلل کېدای سي ، او باید یو څه اعتراضونه هم ور سره مل وي . ددې خبري معنی به څه وي چي ووایو ، چي یوه ژبه پر مخ تللې ده او یا یوه ژبه نه ده پر مخ تللې ؟  څوک باید دمخه تر دې چي د هغي ژبي په باره کي قضاوت و کړي د هماغي ژبي پر بېلابیلو څرنګوالي باندي فکر وکړي . سړی کولای سي ، چي ژبني سیسټم ته ئې ، آوازونو ته ئې ، سره اړونکو فورمونو ته ئې او یا د عباراتو او جملو جوړښت ته ئې اشاره و کړي . او همدغه رنګه ئې باید د لغاتونو پر ذخیره باندي ، که چیري داسي لغات یا معناوي پکښي موجودي وي چي پر ویلو او پوهېدلو باندي، او یا د هر راز رنګینو یا ښایستو عبارتونو  باندي ئې تاثیر اچوي،  فکر و سي .  په اخر کي ئې  باید پر لیکنو او د لیکنو پر ډولونو باندي او پر دې خبره باندي فکر و سي چي څومره کتابونه پکښي موجود دي ، که چیري په هغو کي د کومو ښو لیکوالانو لیکني  موجودي وي باید پر هغو او داسي نورو شیانو باندي ئې باید فکر و سي .
  که چیري د ژبو څېړونکي داسي ووایي، چي د خویسان ژبي یا د جنوبي امریکا د هندي نژادو ژبي لکه د نورو اروپایي ژبو غوندي  یو شانته پرمختګ کړی دئ،نو د دوی مراد به ددغو ژبو ژبنی سیسټم څخه وي . ځکه ټول هغه اساسي خا صیتونه چي د نړی ټولي ویونکي ژبي ئې لري په یو ډول دي . هره ژبه ځان ته خاص ږغونه لري. کله چي دا ږغونه سره یو ځای سي یو معنی داره لغات جوړوي .  هره ژبه ځان ته یا د لغاتو د پای د تورو په اوښتو او یا له ځینو نورو مخصوصو علامو په واسطه خپل  « ګرامري» شکل لري، لکه د یوه شخص له پاره ( « زه ، ته ، موږ » )  یا د مفرد ، جمعي ، اوسنی وخت او یا تېر وخت ګرامري شکل او یا داسي نور . او همدغه رنګه هره ژبه ځان ته خپلې قاعدې لري چي د هغو په واسطه باندي کولای سي ، د لغاتونو او علامو له یو ځای کېدو څخه  مکملې خبري جوړي کړي . البته د جز‌ئیاتو له رویه ټولي ژبي یو له بلي سره جلا دي . د دې ژبو د سختوالي درجه هغه وخت چا ته معلومیږي ، کله چي څوک یوه نوې ژبه زده کوي . که ددې له پاره داسي مثال ورکړو، چي سویډني ژبه نسبتا ډېر سخت سیسټم لري چي په هغه کي ډېر ډېر اواز داره او بې اوازه توري سته، په داسي حال کي چي هسپانوي ژبه بیا ډېر لږ ږغونه لري. له بلي خوا په هسپانوي ژبه کي د سویډني ژبي په پرتله د فعلونو د پاره ډېري پر له پیچلي برخي سته.  که څوک ددې دوو ژبو د سیسټمونو تر مینځ د ژبني سختوالي یا « پرمختګ » په باب په صحیح ډول د قضاوت کولو هڅه وکړي، نو دا به ډېره مشکله وي چي ددې ژبو تر مینځ دي کوم معیاري دروندوالی پیداکړي . په مجموع کي دواړي ژبي ډېري مغلقي او د زده کولو د ډېرو سختو سیسټمونو لرونکي دي .  نو دا ددې معنی نه لري چي ټولي ژبو دي په همدې ډول « پرمختګ »  کړی وي. مګر دا هم مشکله ده چي څوک دي د دوی تر مینځ ډېر غټ توپیر و لیدلای سي. 
د خویسان ژبي د نورو اروپایي ژبو په پرتله تقریبا د دوی د ږغیږو سیسټمونو د سختوالي له مخي یو بل ته ورته دي، نسبت و نورو اروپایي ژبو ته . دا ژبي ډېر اواز لرونکي او خورا ډېر بې اوازه توري لري . دا په دې خاطر چي دا ژبه یو مخصوص ډول بې آوازه توري لري، چي د ( کلیک ږغه ) آوازونو په نامه یادیږي. او دا ډول آوازونه یوازي په جنوبي افریقا کي استعمالیږي . مګر دا ژبي د کلیک ږغه تورو په پرتله بې آوازه توري ډېر لري . د خویسان له ژبو څخه یوه د خویو یا کسییو (۱)  ژبه ده . ددې له پاره چي ددغي ژبي نوم په صحیح ډول تلفظ سي ، څو فونیتیکو آوازونو ته اړتیا سته . دا ژبه په احتمالي ډول د نړۍ تر بلي هري ژبي ډېر بیلابیل آوازونه لري، چي تر سلو هم زیات دي . په داسي حال کي چي د نړۍ ډېري نوري ژبي دیرش یا څلویښت آوازه لري . ددې بر عکس د کسییو ژبه بیا ډېر لږ کږېدونکي لغاتونه لري . چي دا ترتیب بیا د دې ژبې د جملې جوړوني عملیه آسانه کړي ده . ژبنی سیسټم ئې یوازي په سوال کوونکو آوازونو کي ډېر مشکل دئ، په نورو برخو نه دئ . 
د نړۍ د نورو برخو د ډله ییزو ښکاریانو خلګو ژبه په دې ډول نه ده . ډېري استرلیایي ژبي بیا د ږغونو له کبله ډېري آسانه دي . ډېري ژبي ئې د شلو په شاوخوا کي بیلابیل آوازونه لري. همدغه رنګه استرلیایي ژبي د سوال کولو په اوازونو کي ساده دي، مګر په نورو ږغونو کي بیا مغلقي دي .
دا ټول بیان موږ ته څه راښیي ؟ موږ ته دا راښیی ولي ، چي د ډله ییزو ښکاري خلګو د ژبي د اوزونو او ګرامر له مخي له نورو ژبو سره کوم توپیر نه لري . دا ژبي د اروپایي ژبو په شان په یوه ساحه کي آسانه دي ، خو په بله کي بیا پر له پیچلي دي . د ژبني سیسټم له بابته، له هغو ژبو سره چي موږ په ږغیږو د مقایسې وړ دي، په تېره بیا که ئې له هغو ژبو سره پرتله کړو ، چي زموږ نیکونو هغه وخت خبري په کولې، کله چي هغوی ډله ییزه ښکاريان ول .
ژبي چي د هر سیسټم درلودونکي هم وي، که څه ساده وي یا پرله پیچلي، دوی هر وخت تغیر کوونکي دي .
          (!xoö( :    ۱
 


د لغاتونو ذخیرې او ټولني
که چیري د لغاتونو د ذخېرو او د هغوی د بیانولو د امکاناتو پوښتنه را ولاړه سي، نو دا پوښتنه به ځان ته بېل بېل جوابونه ولري. ځکه هره ژبه د یو شي د بیانولو له پاره،  هرڅومره لغاتونه او عبارتونه چي و غواړي، د هغو امکانات پیدا کولای سي. ځکه نو دا ویلای سو چي د تیوري له مخي هره ژبه د ټولو شیانو له پاره نومونه لري. مګر په عمل کي د ژبو د لغاتونو ذخېرې ، اکثره وخت یو له بله سره په ډېره لویه اندازه فرق راوړي. هغه لغاتونو او عباراتونه چي یوه ژبه کي استعماليږي، د هغې ژبي په اړتیا، او و هغوی ته په کلتوري نزدېکت پوري اړه لري. په دې اساس نو د مختلفو کلتورونو ژبي، د ژبو بېلابيلي ذخیرې هم لري. په یوه خویسان ژبه کي، مثلا په یو/ هوان(۱) ژبه کي د لغاتونو غنا هغومره ده چي د کلاهاري د صحراوو ډله ییز ښکاریان ور ته اړتیا لري او یا د دوی له پاره لازم وي. مثلا په دې ژبه کي د حیواناتو او یا نباتاتو له پاره ډېر نومونه سته ،او همدغه رنګه ، داسي نومونه لا هم لري چي په نورو ژبو کي د هغوی له پاره کوم داسي خاص نوم نسته، د انساني مناسباتو او انساني احساساتو له پاره هم لکه د نورو اروپایی ژبو په شان لغاتونه پکښي موجود دي ، دغه رنګه د انسان د جسم له پاره ،  د ژوند او مرګ له پاره او داسي نورو شیانو له پاره هم نومونه لري او په همدې ډول د بېرونکو کیسو او مذهبي مراسمو له پاره  چي کومو لغاتو ته اړتیا و لري، په هغو کي هم کوم کمی نسته. په عمومي ډول ئې ژبه چي په هم هغه چاپېریال کي ویل کیږي د لغاتونو د لرلو له بابته ډېره غني ده . مګر هغومره لغاتونه چي موږ ئې په یوه اروپايي ژبه کي لرو ، د دوی په ژبه کي تر دا  څو وروستیو لسیسزو پوري لا وجود نه درلود، نو په دې ډول ئې په ژبه کي د دا نوي موډرن تخنیک، لغاتونه کمبود دي، لکه موټر یا تلویزیون ، او په همدې ترتیب د ډېرو نورو نوو شیانو له پاره چي زموږ له پاره منل سوي او یو څه زاړه هم ایسي ، لکه کور ، د کور مېز او چوکۍ ،کالي او داسي نور، سبب ئې دا دئ چي د سان خلک په کوچنیو او ازادو ګروپونو کي ژوند کاوه، نه ئې کوم داسي انتخابي مشران درلودل چي د هغوی څخه دي کوم دودیزه لغاتونه لکه دولت ، د دولت ډول ،قانون او یا پولیس پاته وي، او نه دوی کوم منظم جنګ مخ ته بیولئ دئ، نو په دې خاطر ئې په ژبه کي د جنرالانو له پاره، د عسکرو له پاره اوټانکونو له پاره هم کوم لغاتونه نسته.
د سان د خلکو ټولنه د حساب یا ریاضي له پاره ډېر لږ اړتیا درلوده، ځکه دوی د حیواناتو رمې، یا پیسې هم نه درلودې، چي د شمېرلو د پاره دې اړتیارا منځ ته سوې وای. دا چي د عادي شمېرلو له پاره ئې څه نه درلودل، چي په ژبه کي ئې په واضح ډول معلومیږي، نو د جمع او منفي لغات هم پکښي نه ول. د په ژبه کي تر شپږو و لوړو عدد ونو ته هم کوم لغت نه وو.
دا بیا بله خبره ده، چي د خویسان په ژبه کي د بیان له پاره تر نورو اروپايي ژبو لږ لغات موجود ول.  دوی لیکلې ژبه هم نه درلوده،نو په دې ترتیب ئې ژبه او د هغې لغات له یوه نسل څخه تر بل نسل پوري د خبري کولو په واسطه وړل سوې ده.عینا لکه یو کوچنی چي په خبرو پوهېدل او خبري کول زده کوي .
  دا  ترتیب په احتمالي ډول پر ژبه باندي ډېر تائثرات درلودلای سي ، مخصوصا دهغو ژبو له پاره چي د ډېرو لږ خلکو له خوا ویل کیږي . هغه داسي چي ، ښايي د یوه غیري عادي شی له پاره لغات یوازي یوه ډله خلک ئې زده کړای سي، نه  ټول خلک . که چیري د دې زده کوونکو تعداد د څو زرو یا په دقیق حساب د څو سوو وي،نو د دې ډېر لوی خطر سته، چي دا غیري عادي لغات دي له نوي نسل څخه د یوه نفر لا هم زده سي او یا دی بیا استعمال کړل سي، په دې ډول نو دا لغات، د بیرته نه راګرځیدلو په ډول له منځه ځي. او کله چي څوک بیا و نوي لغاتو ، مخصوصا د دې لغاتو و ویلو ته اړ سي ، بیا نو د ده یا دې له خوا، باید دا لغات تشریح کړل سي، او یا باید یو نوی لغات ورته پیدا کړي . په عملي ډول به دا ډول ورک سوي لغاتونه څومره وي ؟ هیڅوک په دې سم نه پوهیږي، ځکه د داسي شیانو مطالعه  په صحیحه توګه نسي کېدای. مګر هغه ژبي چی خلکو ته په لیکل سوي توګه پاته دي، کېدای سی چي د هغوی په واسطه ئې د خبري کولو له پاره د لغاتونو ذخیره نوره هم بډایه سي .
           هغې ژبي چي لیکل سوي نه دي ، د داسي ژبو ساتل او هم ئې د ژبني جوړښتونو ساتل به کوم اسان کار نه وي . دا هم کېدای سي ، چي د نه لیکل سوو ژبو ادبیات دي ته اوسه هم پاته وي. ځکه د نړۍ له ډېرو ځایونو څخه داسي مثالونه سته ، چیري چي ادبیات ئې په تحریري ډول پاته دي،لکه شعرونه ، اوږدې حماسي یا جنګي کیسې . مګر داسي خلکو ته هم دا امکانات سته ، چي د زده کولو په لږ زیار ایستولو سره یو څه و نوي نسل ته ور وپیژني . که چیري تر شعرونو او کیسو ، نور زیات څه هم ولري، نو و بل نسل ته به ئې ورلېږدول ډېر کار ته اړتیا و لري. او د دې له پاره باید یو مشخص نفر و دې کار ته و ګومارل سي، چي بل هیڅ کار و نه کړي . په هغو کوچنیو ټولنو کي چي ډله ييزو ښکاریانو ژوند کاوه ، دوی کوم داسي کسبونه اویا داسي مخ ته تللي کارونه، نه ورلودل، او نه ئې کوم داسي څوک درلود چي ډېري خبري و کړای سي  او یا په روانه او فصیحه توګه خبري وکړای سي . په هر حال تر اوسه پوري د خویسان له خلکو څخه  هیڅ کومه یو داسي نښانه نه لیدل کیږي، چي په دوی دي د کوم خبریال کس پر سته والي دلالت وکړي . په دې خاطر ئې، ادبیات د ټولو لغاتونو او عبارتونو سره و نوي نسل ته نه دي انتقال سوي .
د ډله ییزو ښکاریانو ژبه عینا د اروپایي ژبو په شان، همداسي اساسي خصوصیتونه لري. او د هر څه د اظهارولو له پاره پوره امکانات لري. مګر د دې دوو ژبو تر منځ فرق په دې کي دئ ،چي له دې امکاناتو څخه د استفادې په څرنګوالي کي دئ  . څرنګه چي د دوی ژبه په ډېرو بیلو حالاتو کي نه استعمالیږي. مګر زموږ ژبه د اظهار له پاره د لغاتو لویه ذخیره لري او هم لږ تغیر کوونکې ده . د دوی ژبه د هغو لغاتو په ګډون چي په اروپایي ژبو کي نسته، ټول هغه لغاتونه او عبارتونه لري چي د دوی په ټولنه کي د استعمال وړ دي . مګر دوی د ډېرو هغو لغاتو له کمبودۍ سره مخامخ دي، چي زموږ په ژبه کي هغه حتمي اوضروري دي .
دا حالت په هیڅ صورت د ژبي له جوړښت او یا د ژبي د بیانولو له امکاناتو سره اړه نه لري، بلکي په دې اړه لري، چي د شیانو له پاره څه ډول لغاتونه استعمالیږي. په اوس وخت کي ،خو د یو/ هوان د  ژبي ویونکي، ددې له پاره چي خپله ژبه ئې له نوو حالاتو سره سمباله کړې وي، باید د نوري پر مختللي نړۍ له ژبو څخه د نوو شیانو او د نوو فکرونو ډېر لغاتونه را ټول کړي. او دا ډېر ښه کار دئ. په تیوری کي، خو د دې له پاره هیڅ دلیل نه پیدا کیږي، چي د یو/هوان  ژبه دي په داسي بحثونو کي د استعمال وړ نه وي چي هلته د مالیکولي کیمیا یا د څلورمي درجې معادلې خبري کیږي.  بر عکس که چیري موږ سویډنیان و غواړو چي خپله ژبه په داسي لغاتونو سره غني کړو، چي د هغو په واسطه خپلو خلکو ته د کالاهاري  نباتات او یا ئې  ښکار ور و پیژنو. د داسي لغاتو د ذخیره کولو له پاره به ډېر وخت او ډېر کار ته اړتیا وي. ځکه به نو دیو/هوان د ژبي ویونکو ته خورا اوږده زمانه په کار وي چي له دې پر مختللو ټولنو سره ځان برابر کړي.    ادامه لري.