بن لومړی کنفرانس نیمګړتیاوي، زما نظر او افغان ولس
۰۲ډسمبر ۲۰۱۱
د دوهم بون د کنفرانس د پيل کيدو نه مخکې، د دسمبر په دوهمه نیټه د جرمني د کولن په ښار کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې لخوا،يوويشــتمه پيړۍ او افغانســتان او (د بون د کنفرانس څخه د افغانانو هيلې) تر سرليک ﻻندې سيمينار پرتمین سیمینار جوړ کړی وو چې د ۴۰۰ تنو په شاوخوا هېوادوالو پکې برخه اخیستې وه. دا د هغې وینا متن دی چې ما هلته واوروله. چې اوس تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کیږي.
په درنښت
بزګر
بسم الله الرحمن الرحیم
درنو پوهانو، مشرانو خویند ورونو،
د افغانستان د کلتوری ودې ټولنې درنو مشرانو، او غړو
د سیمینار درنو ګډونوالو
خوښ یم چې یو ځل بیا د دې زمینه مساعده شوه او وخت راکړل شو چې تاسو درنو هېوادوالو ته خپل نیمګړی نظر او فکر درورسوم.
ننی درنه غونډه یی د پخوا سره په ډیر فرق د دې ورځو یو کنفرانس ته چې د افغانستان په اړه خورا مهم دی دا ننۍ غونډه ځانګړې کړې ده. ما د دموکراسۍ د لسیزې په سیمینار کې لنډه یادونه او غوښتنه وکړه که موږ خپلې ټولې هڅې ورځنیو پیښو او هغو ناخوالو ته واړو، چې د افغان ولس اکثریت ورسره لاس او ګریوان دی. چې د څه وخت وروسته د افغانستان د کلتورې ودې ټولنې د بریښنالیک او خبرتیاو له لیارې د یو شمیر هېوادوالو نه د نظر غوښتنه وکړه چې په کومو اړینو مسایلو غواړې چې سیمینارونه او د دې ټولنې غوندې جوړې شي چې زما په نظر دا یو مثبت او د قدر وړ کار دی. چې په دې غونډه کې د بن اوسنۍ یا د بن دوهم کنفرانس ته خبره راورسیده. نو له دې وروسته به که الله تعالی کول د غونډو او سیمینارونو ډیره برخه په ورځنیو پیښواو حالاتو وي. نو له دې امله یو ځل بیا د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشرتابه هیئت نه مننه کوم چې د تیر نه یی اوس جوړ کړ او دا اوس به زموږ سبا جوړوي.
زما خبرې لنډې دي ما څو ځایه د خپلوخبرو د لنډیز او ښه پوهاوي له پاره د درنو شاعرانو د شعرونو نه لنډه استفاده کړې تر څو وکولي شم خپل مطلب او مقصد د شعر په ژبه غښتلی کړم.
لوی الله دې وکړي چې زماپوهاوي د دې شعرونو نه سم او په خپل ځای کې مې پر ځای استعمال کړي اوسي.
زه خپلې خبرې د معاصر افغانستان بنسټ ایښودونکي ستر ټولواک احمد شاه بابا په دې شعر پیلوم
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته …… هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني …… وايي خپل يو، غليمان دي
د سایل صیب په دې شعر کې د بن لومړي کنفرانس ته:
ما چې ټول عمر له تکیه ستا په وعدو کړې ده
ورځ مې په غم لړلې شپه مې په لمبو کړې ده
خشت اول ګر نهد معمار کج
تا ثریا میرود دیوار کج
له نن نه لس کاله وړاندې د ۲۰۰۱ کال د دسمبر پر څلورمه نیټه د بن لومړنې کنفرانس خورا په بیړه جوړ چې نه نړیواله ټولنه او نه هم افغانان داسې یوې غونډې ته تیار و چې د ملي منافعو او ملي یووالي په چوکاټ کې د خپل ولس او هېواد د خیر او ښیګڼې له پاره جرګه شي او د حل یوه معقوله او ټولګټې لار ورته ومومي.
د بن غونډه له اوله په هر لحاظ ناانډوله او د هېواد د ملي منافعو په چوکاټ کې نه وه چې د برخه والو ترکیب، ژبني انډول،د طالبانو او نورو مخالفینو نه شتون،د شمال ټلوالې ته غوښنه برخه او د کنفرانس ناسمې پرېکړې او وروسته پرې نه عمل.
لومړۍ: د غونډې ډیر برخه وال د افغان ولس د اکثریت رښتیني استازي نه وو په دې مانا چې د غوندې د برخه والو ترکیب ګډ وډ او د اکثریت ولس په تاوان او نه استازیتوب وو او د کنفرانس وروسته هم د هېواد چارې او واګې د هغو په برخه شوې چې شاعر يې په اړه وایی:
دستارونه مو هغه چاته پر سر کړل
چې نه ننګ لري، نه پت نه پښتانه دي
دوهم: ژبني انډول چې پښتو د هېواد د اکثریت ژبه له اوله د کنفرانس له تالار نه ویستل شوې وه سره د دې چې پښتانه د هېواد د ۶۵ فیصد څخه ډیر برخه جوړوي خو په کنفرانس کې د دوۍ شتون ۳۶ فیصده او ژبه یی په صفر کې ضرب وه.
تاجک چې د هېواد د نفوسو په سلو کې ۱۲ فیصد جوړوي په کمي او کیفي لحاظ کنفرانس خپل کړی وو. دوی په کنفرانس کې د ژبې له مخې ۱۰۰٪ خو د خټې له مخې څه ناڅه د ځان درې برابره یعنې په سلو کې ۳۲ حضور درلود.
دریم: کنفرانس کې طالبان چې تازه له واکه بېواکه شوی و د دوئ او نورو مخالفینو د استازو نه شتون، او شمالې ټلوالې ته د مشرۍ د رول سپارل، نه جبرانیدونکې تیروتنه وه چې تلافي کیدای نه شي.
څلورم: شمال ټلوالې ته د پوره او غوښنې ونډې تر څنګ، پردیو او د ګاونډیانو ګټو او خوښ ساتلو له پاره د افغانستان ملي ګټوته فکر ونه شو.
پنځم: د بن د لومړي کنفرانس د غلطو پریکړو او بیا هم د همدغو پریکړو نه عملي کیدل او ورڅخه شاته تګ وو چې نتیجه یی په پرله پسې جنګونو، وژنو، حلالولو او د وطن په ورانۍ او د جنایتکارانو په بدمعاشۍ کې ګورو. د بن د لومړي کنفرانس د فیصلو څخه شاته تګ چې د جګړې د پیل او په حکومتي ادارو کې د شمال د لنډغروپه غوڅ رول، واک او په زړورتیا سره د غیرقانوني کړو وړو په اجرا باندې بدل شول چې دا کار او کړنه د وطندوسته افغانانو د ډیرې خواشینۍ او ناامیدۍ سبب وګرځید.
د ښاغلی اجمل اند دا شعر چې افغان ولس یی د بن د لومړنې کنفرانس د فیصلو او د فیصلو څخه شاته تګ او ټوپکمارو ته د واک سپارلو او د لویدیزې دموکراسې د بې پوښتنې لښکرو د کړو وړو له امله د اولس امیدونه پکې لکه د مني په موسم کې چې د ونې پاڼې هرې خواته خورې ورې شي وايي:
معصومو هېلو مې چې ستا غیږې ته دروړه پناه
لکه رمه له شپون نه تله په قصاب واوښتله
د بون د لومړي کنفرانس په پریکړو او پایلو کې د ګاونډیانو د لاسوهنو او هغوۍ ته د امتیازاتو ورکولو له امله د ناتو او امریکایانو له لورې د ایران او پاکستان نازول او په افغانستان کې ورته د لاسوهنو له پاره شنه اشاره ورکول او زمینه برابرول هم د جنګ د دوام، پراختیا، د جنګي جنایتکارو ډلو ورځ تر بلې پړسیدل چې د سیاسي واک تر څنګ په اقتصادي، کلتوري او پوځي مافیا بدل او واک یی خورا زیات او ورځ تر بلې غوښن شو د ګاونډیانو او امریکایانو تر منځ پټه یارنه هم د هیچا پټه نه ده خو قربانی بیا هم افغان ولس او زخمي افغانستان دی د ښاغلی مصطفی سالک په دې شعر کې چې:
په خوله که نه وایمه څیرې ګریوان چیغې وهي
چې د جانان او د رقیب ترمنځه تار پاتې دی
د بون کنفرانس د ټولو نیمګړتیاو سره سره بیا هم افغان ولس ډیر امید درلود چې نور به د جنګ جګړو او بیعدالتیو او زور زیاتیو ټغر د تل له پاره ټولیږي او د یو بسیا، خپلواک او یو موټی افغانستان له پاره به د ټولو امکاناتو نه کار اخیستل کیږي خو د بده مرغه لوبه بل ډول پیل او نتیجه یی هم بدله وه او په هېواد کې د ملي دولت او ملي ټولنې د جوړیدو له پاره ګامونه پورته نه شول . او هر څه د یو سازش او راکړه ورکړئ له مخې مخته بیول کیدل.
د حکومتي پوستونو د ویش له مخې هم د کنفرانس پریکړې له انصاف نه ډیرې لیرې وې. یوې ځانګړې جنګي ډلې او د همدغې ډلګۍ د یوه کلي اوسیدونکو ته د نورو په څنګ کې د بهرنیو، کورنیو او دفاع وزارتونو ډیرو مهمو پوستونو سپارل، چې په واقعیت کې بیا هم له ملي مسئلې سره بې احتیاطه او بې سنجشه برخورد وو او له هغه وخته تر دې دمه دې ناانډوله لوبې همداسې دوام موندلی دی.
ښاغلی اجمل اند په دې اړه څومره ښه وایی:
چې مې رنځورې هیلې وژنی په طبیبو ګوتو
زما د دې عصر دښمن خو ډیر بې ننګه ښکاري
د بن په فیصلو او وروسته د افغانستان په پیښو او مسایلو کې د پښتنو سره بابیزه او سرسري کړنه د دی سبب شوه چې جنګ او جګړې د پښتنو ټولې سیمې ونیسي او دا ځکه چې دوۍ پردیو قواو او بهرنیو او کورنیو سیاستوالو پښتنو ته په ټیټه وکتل او د کورنیو جنګي ډلو په لمسه او شیطانۍ او د دوۍ د ناپوهۍ له امله د نورو افغانانو په سر کې یی د پښتنو لویه برخه د ځانه سره په مخالف لوري کې ودروله او د وخت په تیریدو دا مخالفت خورا ژور او تردې حده ورسید چې اوس نړیوالې قواوې د وتلو لار لټوي سره د دې چې افغانستان په خپلو پښو د ودریدو جوګه نه دی. خو دوی ونشو کړای او یا یی ونه غوښتل چې پښتانه وپیژني دوی د پښتنو، د کلتور، ژبې او رواجونو درناوي ونه کړ او د دښمنۍ له دره ورسره وغږیدل. دلته بیا هم د یو پښتون شاعر پښتو شعر او پښتون احساس
غلامي راته پیغور ښکاري پښتون یم
دا دنیا رانه په دې ټکې خفه ده
او دا هم د شاعر په ژبه د خپلو کورنیو پښتني او غیر پښتني دښمنانو نه ګیله چې تل یی دوۍ په دوستۍ او ورورۍ کې زهر ورکړی او تل یی هڅه کړې چې پښتانه په نورو له منځه یوسي، ضعیفه یی کړی چې دې کار هم جګړو ته شدت او مخالفت یی زیات او د سوله ایزي حل لارې په وړاندې یی پاټکونه واچول او اعتبار یی ضعیفه کړ:
د دښمن نه مې والله که سترګه سوزي
زه د دوست له فریبونو نه ویریږم
د بن د لومړي کنفرانس د پریکړو او لس کلنو لاسته راوړنو او بېعدالتیو او له پښتون ولس سره د مور میرې د سلوک له امله پښتانه د خپلو پښتنو سیاستمدارانو او په حکومت کې ځای پرځای شوو مشرانو او ښاغلو نه اوس دومره ګیله من دی لکه څومره چې د غیر پښتنو نه دی او اوس د پښتنو، نر، ښځې، ماشومان، لویان، پیغلې او ځوانان دوعا کوی چې نور داسې بې احساسه او ځانخوښي پښتانه د حکومت لوړو چوکیو ته پورته نه کړې په دې اړوندیو شاعر څه ښه ویلي دي:
پام چوکۍ ته یی پرینږدۍ چې وزیر شي
که نه ګوره پښتو ژبه ترې هیریږي
د بن د نیمګړو فیصلو په څنګ کې د هر څه وړاندې پخپله د افغانانو رول او د وطن او ولس سره مینه د افغانستان د ناروین د حل کیلي ګڼم تر هغه چې خپله د افغانانو په یووالي او ورورۍ سره د نورو ولسونو په شان د خپل هېواد روانه بیړې د سمندر غاړې ته ونه رسوي بل هیڅوک او هیڅ بهرنی قوت دا کار نه کولي شي او نه به یی هیڅکله وکړي.
دلته بیا هم د سایل صیب په دې شعر خپلې خبرې پای ته رسوم:
پخپله ړوند یمه د نورو په نظر ګرځمه
ځکه خو تږی تل په سر دسمندر ګرځمه
د بن لومړي کنفرانس د ټولو نیمګړتیاو سره سره بیا هم مثبت اړخونه هم درلودل او د نیمګړو فیصلو سره بیا هم د افغانستان په بیا ودانونه، او د زیربناو په بیا جوړونه کې ډیر رول لوبولی او ډیر څه یی کړی یا شوي دي. دا به هم له انصافه لیرې وي چې موږ د افغانستان د دریو لسیزو څخه د ډیرې مودې ټولې ورانۍ او تباهۍ د بن د لومړي کنفرانس په پایلو او وروسته لاسته راوړنو کې لنډې کړو. زموږ هېواد چې د دریو لسیزو نه زیاته موده کې د ارامۍ او سوکالۍ مخ نه دی لیدلی او داسې کورنۍ به نه وي چې یو نه په یو ډول یی د دې ناخوالو د غم او درد څپیړه یې نه وي خوړلی.
د بن د فیصلو نه وروسته په تیرو لسو کلونو کې د ډیر څه کیدو امکان وو او دا هغه طلایی چانس وو چې افغانانو ته په لاس ورغی خو متاسفانه څنګه چې طمع کیده او زمینه برابره وه هغه ونه شول.
اوس چې بیا د بن دوهمه غونډه د کیدو په درشل کیده طمع ده چې تیرې تیروتنې او غلطۍ په نظر کې ونیول شي خو زما ناڅیزه پوهه او هغه معلومات چې زه لرم بیا هم همغه زړې غلطې فیصلې او د فیصلو غلط او دردونکی نتیجې.
په پای کې د ارواښادالفت )رح( وایی:
په مدرسه کې د اغیارو کله
څوک د افغان زوی نه افغان جوړوي
پردي کلتور پردی لمسون له سړي
حلقه بګوش د این و ان جوړوي
سر کې څه نه پریږدې ماغزه یی مینځي
د سر ویښته یی په ښه شان جوړوي
غلط علاج نه بې علاجه ښه دی
ناجوړه ښه دی که یی وران جوړوي
د بن دوهم کنفرانس د تیر په شان : زوړ ملا او زړې تراویح
موږ باید په ځان کې دا وړتیا پیدا کړو چې خپل کور پخپله جوړ کړو، که موږ سم وای فکر نه کوم پردیو مو رانه د کور واک اخستی وای – خو موږ لا اوس هم نه سم یو او نه پوه.
څه چې ما وویل حتمي نه ده چې زماټولې خبرې دې سمې اوټول ورونه خویندې دې ورسره همنظره اوسي.
د بښنې په غوښتنې سره
ستاسو ټولو نه یوه نړۍ مننه چې ماته مو د څه ویلو وخت راکړ