کور / تازه خبرونه / شوکت : دپاکستان حالت نورافعان کډوال نشي زغملى

شوکت : دپاکستان حالت نورافعان کډوال نشي زغملى

اسلام آباد د اى پی پی خبر له مخې دپاکستان رياستي چارو مرکزي وزير انجيئر شوكت الله وئيلي دي چې د هېواد حالات د افغان كډوالو پاكستان كښی د لا استوګنې متحمل كېدې نشي۔ د دوئي د بېرته ستنېدو عمل دې ګړندې كړې شي۔ د سرحدي او رياستي چارو وفاقي وزير شوكت الله په مشرۍ كښې غونډه وشوه۔ چې په كښی د افغانستان په اړه د چارو جاج واخستل شو۔ غونډه كښی د كورنيو او تجارت وزارتونو سره د افغان مهاجرينو چيف كمېشنر وفاقي وزير ته د خپلو خپلو ادارو په اړه څرگندونې وکړې ۔ وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې د افغان كډوالو بېرته هېواد ته د تلو عمل دې ګړندې كړې شي۔ ځكه چې د هېواد حالات اوس دوئي نشي زغملې۔ ده ته ووئيلي شو په پاك افغان پوله د ورځې په زرګونو خلك ځي راځي او د دوئي د خصوصي څارنې له په بائيومېټرك پروژه كار روان دى۔ د تجارت وزارت استازې ووئيل د افغانستان سره چې زمونږ به قانوني توګه كوم تجارت روان دى هغه د دوه بلينه څخه زيات دى دغې په غېر رسمي توګه تجارت هم دوه ملينه ډالره دې۔ په دې مهال وفاقي وزير ووئيل د قاچاق مخ نيوي له د قانون نافذ كوؤنكو څانګو له خپل كردار ترسره كول پكار دي۔ ده ته دا هم ووئيلې شو چې په غلام خان پوسته كار روان دى او د بنو ميرانشاه سړك هم پراخه كولې شي۔ په دې مهال په دې خبره هم بحث وشو چې باجوړ ايجنسۍ ناوا پاس او مومند ايجنسۍ كښې لعل پور داسې ځايونه دي كومې چی منځنۍ آسيا سره تجارت له د مرستې وړ ګرځېدې شي۔