ږوب : ددوو انجينئرانوپه شمول شپږتنه وتښتول سول
دبرغه حسن خېل شېراني له سيمې دوه انجنئيران له دريوساتونکواوموټرچلوونکي سره وتښتول سول . تښتول سوي انجينئران خورشيداومجيب الرحمن چي دپېښوراوسېدونکي وو، له تېرودووکلونوراهيسي په ساون اېف آرسيمه کي دسکرواومعدني وسايلوله يوه شرکت سره کارکاوه . چي نامعلومه وسله والوله سيمه يزوساتونکوګلستان شېراني، دين بادشاه شېراني، زردادشېراني اوموټرچلوونکي محمدعارف سره تېره شپه وتښتول . ګمان کېږي چي تښتول سوي کسان دوزيرستان سيمي ته وړل سوي دي .