کور / هستوي فزيک / ځمکې ته ورته سیاره موندل شوې

ځمکې ته ورته سیاره موندل شوې

د کپلر تلسکوپ ستور پیژندونکو ټیم د یوې داسې سیارې د شتون پخلی کړی چې ځمکې ته ورته ده. د دوۍ په وینا دا سیاره د یوه لمر ته ورته ستوري تر څنګ موندل شوې ده. دې سیارې ته “کپلر ۲۲بی” نوم ورکړل شوی چې د ځمکې په پرتله دوه برابره لویه ده، له ځمکې څخه ۶۰۰ نوري کاله( یوه نوری کال ۹۴۶۰۷۳۰۴۷۲۸۵۱کیلومتره واټن ته وايي) واټن لري او د تودوښې درجه یې د سانټی ګراډ ۲۲ درجې ښوول شوې ده چې دا درجه د اوبو د شتون امکان هم را مینځ ته کولای شی. دا چې دا سیاره له جامد، مایع او یا هم ګاز څخه جوړې شوې تر اوسه پورې نده جوته. “کپلر ۲۲بی” د ځمکې په پرتله ۱۵ سلنه خپل لمر ډوله ستوري ته نږدې ده چې د دې سیارې یو کال ۲۹۰ ورځي کیږي، د دې سیارې لمریز ستوری د ځمکې د لمر په پرتله ۲۵ سلنه لږه انرژي تولیدوي.
. دا ټیم وایي چې دوۍ تر اوسه پورې ۱۰۹۴ نورې نوې سیارې موندلي دي چې ۲۰۷یي د ځمکې په اندازه ده. د کپلر تلسکوپ ټیم وايي چې د دوۍ تلسکوپ د لید ساحه کې ۱۵۰۰۰۰ ستوري لیدل کیدای شي.