کور / هستوي فزيک / زلزله د جاپان هیواد هستوي پېښې لامل نه وه

زلزله د جاپان هیواد هستوي پېښې لامل نه وه

د یوه رسمي پلټنې په ریپوټ کې راغلي چې د جاپان په فوکوشیما کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ میاشتې سونامي د هستوي پيښې مستقیم عامل وو، په دې سره دا نظریه چې ګواکې زلزله په جاپان کې د هستوي پیښې لامل شوه له مینځه ولاړه. په دې ریپوټ کې راغلي دي چې د زلزلې په ۹،۰ درجې د ریښتر کې بټۍ په مصئونه توګه مړه شوې وه، کنټرولونکي میلې په څو ثانیو کې را ښکته شوې وې او ټول ۱۳ ډیزلی جنراټورونه د برښنا رسونې لپاره په خپل وخت روښانه شوي ول، سړونکي سیسټم او نورو برخو په خپل وخت سره کار پیل کړی وو، په سیمه کې ټکانونه تر خپل مجاز حد نه اوښتي ول خو پر هغه سربیره سړونکي سیسټم بشپړ کار کول، په یوه ساعت کې د سونامي له امله نږدې ټوله سیمه تر ۹ متره پورې په اوبو کې ډوبه شوې وه نو له همدې امله د ۱۰ ثانیو په ترڅ کې ټول ډیزل جنراټورونه له کاره ولویدل چې په دې سره یې سړیدونکی سیسټم یې هم له کاره وغورځاوه. دا حالت د پیښې د مستقیم را مینځ ته کونکي په بڼه وپیژندل شو. د یادونې وړه ده چې د جاپان فوکوشیما کې دې هستوي پیښې چاپیریال ته په پراخه کچه راډیو اکټیف وړانګې خپرې کړي چې چاپیریال او انساني ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړئ.