کور / روغتيا / روزګان ته د تللو عسکرو په دماغ کي بدلون (څېړنه)

روزګان ته د تللو عسکرو په دماغ کي بدلون (څېړنه)

سرچینه :  فولکس کرنت، ۲۰۱۱/۰۸/۳۱
لیکوال :   مارتن کیولَ مېنس
ژباړه :    مختار احمد احسان
د ژباړلو نېټه :   ۲۰۱۱/۰۹/۰۴


امستردام – روزګان ته د تللو فوځیانو دماغ اصلي ټاټوبي ته تر تګ یو نیم کال وروسته  لومړني حالت ته ګرځېدلئ او د هغو نورو عسکرو په څېر دئ چي روزګان ته نه وه تللي . یوازي د هغو عسکرو دماغ ژور ټکان خوړلي او اغېزناک تغیر په کښي رامنځته سوئ چي خپله یې د خورا زیات اروايي فشار سره د مخامخ کېدو یادونه کړې ده .


پورتنۍ مسئله په روزګان کي د ۲۳ جنګېدلو عسکرو څخه د یوې څېړني د ترسره کولو په نتیجه کي په ډاګه سوې ده  . دغه څېړنه په هالنډ کي د امستردام (۱) او نایمېخَن (۲) د ساینس پوهانو له خوا د ((د دفاع وزارت د فوځي لښکرو د اروايي روغتیا څارنه = MGGZ = Militaire Geestelijke Gezondheidszorg van Defensie)) نومي مرکز په مرسته ترسره سوې ده.


ذکر سوي ډلي د روان کال (۲۰۱۱ز) په تیرو وختونو کي په ډاګه کړې چي په روزګان کي د جنګېدلو عسکرو سره تر جګړې څو میاشتي وروسته بیا هم داسي احساس وو لکه د جنګ په ډګر کي چي قرار لري . دغه راز به نوموړي عسکر په ډېره ويښه او خبرداره توګه شاوخوا ګرځېدل او بیداره، عکس العمل ښودونکی احساس به ورسره مل وو.


په ((Molecular Psychiatry)) نومي ژورنال کي خپره سوې ورپسې څېړنه څرګندوي چي د عسکرو ذکر سوئ حساسیت له یوه کاله وروسته له منځه تللئ دئ .


 
یوازي دځینو عسکرو د اعصابو د آمیګدال (۳) برخه او همدارنګه د آمیګدال له خوا اداره کوونکي شاوخوا د اوږدې مودې لپاره تغیر خوړلئ دئ
– د عصابو څېړونکی “خایدو فن وینګن” په دې اړه داسي وايي :
“لومړني حالت ته ددې تړاو نه اوښتو موږ هک پک کړو .”
د “فن وینګن” د همکار او د MMGZ نومي مرکز د کارکوونکي”اېریک فرمېتن” په وینا د ذکر سوي تړاو په باب ممکنه تصادفي اختراع اوس مهال واضح نه ده .
– نوموړی زیاتوي :
“د آمیګدال (۳) او د آمیګدال له خوا د اداره کونکي شاوخوا ترمنځ په تړاو کي رامنځته سوئ اوږدمهاله بدلون کېدائ سي دعصابو د احساساتي برخي پياوړتیا وي او شاید تر جګړې وروسته ددغه خلګو زور او مثبت اړخ په ډاګه کوي .”


روزګان ته د تللو عسکرو په دماغ کي بدلون (څېړنه)


دا لومړنی ځل دئ چي ساینس پوهان د پخو، صحتمندو او جګړې ته تلونکو عسکرو عصبي وضعه څېړي .
“فن وینګن” ټینګار کوي چي د اوږدې مودې په جریان کي رامنځته کېدونکي اغېزې ژوري دي .
– نوموړی زیاتوي :
“که د جنګېدونکو عسکرو بشپړي ډلي ته ځیر سو، نو د جګړې ډګر ته د لېږلو ترمخه او د یو نیم کال وروسته حالاتو ترمنځ هیڅ توپیر نسته، خو که یوازي د هغو عسکرو حالاتو ته ګورو چي د اروايي فشار سره مخ سوي وي، نو بیا توپیر وینو .”


زړه راکښونکې خبره داده چي هغه عسکر، چي د کم اروايي فشار سره د مخ کېدو یادونه یې کړې ده، د هغه کس د احساساتي مرکز او د عصابو د اداره کولو د برخي ترمنځ په موجود تړاو کي زیاتوالی راغلئ دئ .


– “فن وینګن” وايي :
“هغه فوځیان چي طبعاً د اروايي فشار سره په صحیح توګه معامله کولائ سي، هغوی شاید د عصابو د احساساتي برخي لپاره د لا زیات کنټرول څخه برخمن واوسي .”


دغه څېړنه باید نـــور وګړي په دې پوه کړي چي یو فوځي کېدائ سي له یوه ګوزاره وروسته د اروايي فشار د ستونزي ((PTSD = Posttraumatic Stress Disorder)) سره مخ سي او ورڅخه په تکلیف سي، بلکي یو بل فوځي شاید دغه ستونزه هیڅ ونه لري .


د هغو وګړو د ډلي څخه چي د ذهني ټکانو سره مخ کیږي په اوسط ډول په ۵ سلنه کسانو کي د وخت په تېرېدو د PTSD نښي لیدل کیږي .






(۱)  : امستردام (Amsterdam) : د هالنډ پلازمېنه ده چي د” نورد-هالنډ” نومي ولایت کي موقعیت لري.
(۲)  : نایمېخَن (Nijmegen) : د هالنډ د ” خېلدرلند” نومي ولایت کي یو ښار دئ .
(۳)  : amygdala په عربي “اللوزة” : آمیګدال په عصابو کي هغه ځای ته ویل کیږي چي د احساساتو سره نږدې تړاو لري .