کور / تازه خبرونه / سپوږمۍ ترندي نيولې ده

سپوږمۍ ترندي نيولې ده

په افغانستان کي سپوږمۍ ترندي نيولې ده او د کندهار ښار او شاوخوا مسجدو کي ملا امامان پر نبي پاک عليه السلام درودونه وايي او خلک ئې د خلاصېدو په موخه صلاة الكسوف كوي.
په کندهار ښار کي ډېرى ولسي وګړي د مسجدو پر لور روان دي تر څو د سپوږمۍ د خلاصون په موخه نفلونه او دعاوي وکړي.
د هېواد مشهور منجم عپدالله كندهاري هم په دې اړوند ويلي وه چي نن تر ماښام وروسته به سپوږمۍ ترنده نيسي.
خو د نړۍ ځنو نورو نجومګرانو بيا د سپوږمۍ د ترندي د نيولو وخت چي د افغانستان پر وخت ۰۷:۰۳ دقيقې كېدلې ښوولى ؤ خو هغه د دوى تر اټكل يو ساعت مخكي ترتندي ونيوله او تر اوسه ئې نيولې ده.