کور / هستوي فزيک / دزلزلې وړاندوینه هم کیدای شي

دزلزلې وړاندوینه هم کیدای شي

په دغه اونۍ کي دتطبیقي فزیک دمقالو په جورنال کي یوه نوي څیړنه خپره شوي، دغه څیړنه ښیې چې دزلزلي دپیښیدو نه مخکي د درزلرونکوډبروڅخه داوزون ګازخپریږي او دغه ګازکولای شي چي د پیښیدونکي زلزلي په وړاندوینه کي مرسته وکړي. اوزون یوطبعي ګازدی چې په هوا کي دډیروچینود بښنايي ډیسچارج له امله لکه تالنده اوبریښنا اویا هم ترفشارلاندي ډبروله ماتیدو څخه رامنځ ته کیږي .
دویرجینیا پوهنتون دانجنیری اوتطبیقي فزیک دپوهنځي یوه تن پروفیسرد ډول ډول اورنیواومتحوله ډبرولکه ګرانیت،بازالټ، ریولیت اوکوارتزیت دماتیدني اوکیندني په وخت کي د اوزون کچه اندازه کړي هغه وایې: مختلفي ډبري داوزون مختلفي اندازي تولیدوي چې په دي ډله کي ریولیت(داورنیو ډبرویوډول دی) ترټولو زیاته اندازه تولیدوي.
ځیني وختونه دزلزلي نه مخکي ترځمکه لاندي ماتیدنو (Faults) کي لمړی فشاررامنځ ته کیږي اودغه فشارپه ډبروکي ددرزونود رامنځ ته کیدولامل ګرځي او د لیدلو وړاوزون تولیدیږي. ددي لپاره چي وپوهیږو چې آیا دغه اوزون له ډبرو څخه راغلي او که یاپه اتموسفیرکي دتعاملاتوڅخه، څیړونکوپه خالص اکسیجن،نایتروجن،هلیوم اوکاربن ډای اکساید لرونکي چاپریال کي تجربي ترسره کړی. دوی وموندل چې اوزون یوازې دډبرود درزکیدوله امله په نوموړي چاپیریال کي رامنځ ته کیږي اوداوزون داندازه کولو په واسطه دډبرودرزونه کشفیدای شي.
باراجیولا دحیواناتو دحیرانتیامطالعه پیل کړي ده ترڅووکولای شي دزلزلي دپیښیدووړاندوینه وکړي ځکه حیوانات داوزون دکچي له تغییرسره حساس دي ځکه نوهغوی دزلزلي د پیښیدونه مخکي عکس العمل ښیي . هغه فکرکوي چي که چیري دډبرو ماتیدنه داوزون دمنځ ته راتګ سبب وی نوکیدای شي چي د اوزون ډیډکتور دخبرتیا دآلوپه ډول وکارول شي اوهمداډول دحیواناتودسلوک تغییرهم کیدای شي دزلزلي پیښیدنه وښیې.هغه وایي چې څیړنه په ډیرو څیزونودلالت کوي که په راتلونکي کی څیړنه دجیولوجیکي شکستونوته نژدي داوزون دکچي اوزلزلو ترمنځ مثبته اړیکه وښیې، نوترځمکه لاندي او دځمکي په سر ډبروپه درزونو کی داوزون مقدار کیدای شی چی داوزون دډیډکتورونودیوه تړلي سیسټم په واسطه وڅارل شي.
هغه وایې چې دلوړی کچي اوزون لرونکي ساحي څخه لیري ددغه ډول سیسټم نصبول کولای شی چی دزلزلي دخبرتیا لپاره ګټوروي.هغه زیاتوي چې په تونلونواوترځمکه لاندي کانونوکي داوزون دکچي لوړیدل کیدای شي چې په هغوی کي دناوړه پیښو وړاندوینه وکړي.