کور / کره کتنه / ورورولې یا وروروژنه ؟

ورورولې یا وروروژنه ؟

د لروبر ویب پاڼی درنو زیارایستونکو ته لمړی خپل سلامونه وړاندی کوم خدای د وکړی چی ټول د ښی روغتیا خاوندان اووسی.را به شو اصلی موضوع ته،ما څو ورزی مخکښی یوه لنډه لیکنه کړی وه او تاسو ته می د لومړی ځل لپاره د خپریدو لپاره درولیګله،خو تر اوسه نده خپره شوی او زه پوه نشوم چی ولی؟ او زما د سرلیک لاندی( ورورولی یا ورور وژنه ؟ )تاسو یوه بله لیکنه خپره کړی ده !په هر صورت یو ځل بیا زه د خپلی لیکنی یوه کاپی درلیږم او هیله لرم چی خپره یی کړی،ترڅو په راتلونکی کی زه خپلی لیکنی او کوم شعرونه چی ما لیکلی د خپرولو لپاره یی درولیژم ډېره مننه


ورورولې یا وروروژنه ؟
ډیرو درنو او عزتمندو هیوادوالو اسلام وعلیکم و رحمته الله و برکاته !
څرنګه چی تاسوته په ښه توګه څرګنده ده زمونږ ګران هیواد له ډیرو اوږدو مودو څخه د بربادې،وروروژنی،فقر،ناپوهې او تباهې په لور روان دې او زمونږ پوښتنه داده چی ولی او په کوم علت او تر څه وخته ؟ څما په آند د جګړو او تباهې عوامل ټول مونږ پخپله یو څکه چی په مونږ کښی ناپوهې او خودخواهې دومره پرمختګ کړې چی مونږ نشو کولی د خپل دوست او دښمن توپیر وکړو.افغان د افغان په وړاندی جنګیږی او استعمالیږی زمونږ وجود او ضمیر دواړه په پیسو خرڅ شوې هر سړی چی د کاغذ شنه څوکه راوښیې نو مونږ ورته په نڅا شواو په بدل کی یی خپل د مور خوږ اولاد وژنو،کورونه یی ورانوو او هیلی او ارمانونه یی له خاورو سره خاوری کوو،تر څو به دا لړی په مونږ کښی روانه وې تر څو به مونږ د وطن میندی او اولاد په سرو وینو کښی ډوب وینو،مونږ افغانانو په یو بل باندی مو د پښتون ،تاجک،هزاره،ازبک او داسی نور نومونه ایښی او له بلې خوا مو په یو بل باندی د کمونیست،مجاهد،شمالی ټلواله،طالب او داسی نوری ټاپی لګولی او د دی نژاد پالنی او تنظیم پالنی په مینڅ کښی مونږ ټولو څانونه تباه کړل او له پاسه زمونږ د دین او هیواد دښمنانوخپل زهرې غاښونه په مونږ کښی خخښ کړل او د دی زهرو نشه دومره زیاته ده چی څه باندی ۳۰ کاله له د ناروین نه تیریږې او مونږ لا تر اوسه په حال نه راڅو،یا مونږ ناروغان یو په هیڅ نه پوهیږو او یا همداسی ژوند خوند راکوې ! له دی طوفانونو او وحشت نه راوتل څه آسانه خبر نه ده خو ښه لاره یی تر ټولو د پوهی پیدا کول او څانونه د روښانه فکر خاوندان جوړول دې.زمونږ مشران د کوښښ وکړې چی د خپلو اولادونو او د وطن د اولاد لپاره د زدکړی او ښو لارښونو لاره هواره کړې تر څو خپل ګران هیواد د وحشی ښامارانو له خولی راوباسو او یو باثباته،متحده او خپلواک هیواد د اسلام د احکامو په رڼا کښی په پښو ودروو،انشآالله