کور / تازه خبرونه / كندهار:دمحلي موسيقي د هڅونــــــــــــــي لپاره مرسته وسول

كندهار:دمحلي موسيقي د هڅونــــــــــــــي لپاره مرسته وسول


په كندهاردمحلي موسيقي دهڅوني په موخه دكندهارديوتن ملي تجارله لوري له نږدي سلوتنوهنرمندانوسره دبيلابيلوخوراكې اوالبسې توكومرسته وسول .


دمرسته سويوتوكوټوليزلګښت څه باندي دوه سوه پنځوس زره افغانيوته رسيده چې دكندهارداطلاعاتواوكلتوررياست په انګركې ديوه پلاوي په وړاندي دكندهارمحلي هنرمندانوته توضيح كړل سول .


دكندهاردهنرمندانودټولني مشرعلاوالدين رفيق نومه وړې مرسته دسيمه يزي موسيقي په وده كې مهم ګام  وباله اوغوښتنه يي وكړه چې ددوي دهڅوني لپاره دې دولت اوملي تجاران تشويقي پروګرامونه په لارواچوي .


ښاغلي رفيق زياته كړل چې دنوروسيموپه پرتله  دكندهارمحلي موسيقي اوس هم دهنرمندانوپه مټ پرپخواني حالت پاته ده اوبايدنوره هم وساتل سي .


نومه وړي وويل چې هنرمندان يوازي هڅوني ته اړتيالري اوبايدددوي ژوندته پاملرنه وسي .


په كندهاركې دمحلي هنرمندانوسره دمرستي په لاركې دالمړني ګام دي چې ترسره كيږدي
دكندهارموسيقي چې دافغانستان په كچه خورازيات مينه وال لري دهنرمندانوپه ويناچې له پامه  غورځيدلي ده .


دهنرامندانودټولني مشرعلاوالدين رفيق يي په اړه وايې دموسيقي په ډګر كې دځانګړواستعدادونوپه لرلوسره دخپلوسيالانوپه منځ كې هررازسيالي ته چمتودي .


په افغانستان كې داوږدوجنګ جګړوپه ترځ كې دنوروګڼوبرخوله زيانونوسرسره موسيقي ته هم دروندزيان واوښت .
دكندهارمحلي موسيقي چې دهېوادپه كچه په هنري ډګركې ځانګړي ځاي لري هم له دغه زيان څخه په امان كې پاتي نه سوه .


نامتوهنرمندان يې ياخوووژل سول اوياهم دجګړوواواقتصادي ستونزوله امله ګډوالي ته مخه كړل چې له امله يي موسيقي له پامه وغورځيده .


دهنرمندانوپه خبره چې موسيقي يي په خاص ډول دطالبانودواكمني پرمهال خورادروندزيان وليدچې په ټوليزه توګه يي نه ږغولواونه هم اوريدلوته اجازه وه  .


دموسيقي دمينه والوپه باورهمدالامل دي چې افغاني اصيله موسيقي له پامه غورځيدلي اوګڼوكسانودخپلي موسيقي پرځاي بهرني موسيقي ته مخه  كړي .