کور / تازه خبرونه / دميدان وردګ ولايت نوى مرستيال وټاکل شو

دميدان وردګ ولايت نوى مرستيال وټاکل شو

د ميدان وردګ ولايت لپاره د ولسمشر حامدکرزي ديوۀ حکم پر اساس نوى مرستيال وټاکل شو. نوموړى مرستيال علي احمدخاشع نوميږي او له دې وړاندې دميدان وردګ ولايت دکار،ټولنيزو چارو شهيدانواومعلولينو رياست رئيس ؤ.



علي احمد خاشع، ديوې پېژندغونډې  په ترڅ کې د ميدان وردګ ولايت د والي عبدالجبار نعيمي لخوا دولايتي ادارې مسوولينو ته ور وپېژندل شؤ.والي عبدالجبار نعيمي له نوموړي نه وغوښتل، چې د راتلونکيو پلانونوپه پلي کولو،دبيارغونيزو چارو په  ګړندي کولو او دولس په هوساينې کې ورسره ښۀ مرستندوى واوسي.