پر افغان جنرال کونسل نيوکي ناسمي وې
څو ورځې وړاندې مې په ځینې پښتو ویب پاڼو کې په پيښور کې د افغانستان د جنرال کونسلګرۍ په باب دفرید خاموش په نامه د یوه ناڅرګند کس يوه لیکنه ولوسته،په پيل کې مې داسې انګیرله چې لیکوال به په رښتیا هم د کونسلګرۍ په باب حقایق راغونډ کړي او د هغو په رڼا کې به یې هغه څه لیکلي وي چې د لمر پشان روښانه،هرچاته معلوم او خلک یا مراجعین یې تر پوزې راوستي.
تر څو کرښو لوستلو وروسته راته څرګنده شوه،چې لیکوال صیب د خپلو ایماني،افغاني،اخلاقي، وجداني،مسلکي او ….. اصولو او مسوولیتونو برعکس غږیدلی او له بده مرغه تور ته یې سپين او سپين ته یې تور ویلي.
ما،چې یو څو کرښې نورې هم ولوستلې نو د کندهار په اصطلاح سر مې پرې خلاص شو،چې کیسه له کومه ځایه راپيل شوې،اصلي طراح او بیا اصلي لیکوال یې څوک دی او ولې یې دا ډول لیکنه کړې.
ددې لپاره چې ستاسو وخت هم در ضایع نه کړم او خپله هم احساساتي نشم نو غوره به وي چې اصلي کیسې ته راشم.
په پيښور کې د افغانستان کلتوري آتشې آغلې پروين ملال چې یوه یوه مشهوره با عفته او پښتنه لیکواله و شاعره ده، وروسته له هغې چې له کراچۍ څخه پيښور ته راتبدیله شوه په دې لوی پښتني ښار کې د خپل مسوولیت له مخې د فرهنګي فعالیتونو په لړ کې د افغاني لاسي صنایعو د یوه نندارتون تابیا وکړه.
نوموړې دې لوی هدف ته په رسیدو کې په یواځې سر ډیرې منډې ترړې وکړې،د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیرر میا افتخار حسین ته یې ځای ورساوه او له هغه څخه یې وغوښتل چې د درېیو ورځو لپاره د پيښور مشهور نشترهال چې ددوی په واک کې ورکړي،چې له نیکه مرغه نه یواځې دا چې میا صیب دا خبره وروسره ومنله بلکې په دې لړ کې یې د هر راز مرستې ټټر هم ورته وډباوه.
بلاخره د روان ۲۰۱۱ میلادي کال د نومبر پر اوولسمه په دې تاريخي ښار کې د افغاني لاسي توکیو نندارتون پرانستل شو.
دپرانستې په غونډه کې د خیبر پښتونخواد کابینې پر ګڼ شمير وزیرانو سربیره د ایالتي اسامبلې یو شمیر نارینه او ښځينه غړیو،عالي رتبه دولتي مامورینو،افغان او پاکستاني مینه والو او (له بده مرغه د ایران د کونسلګرۍ یوه مامور) هم ګډون درلود.
خانم ملال چې ددې نندارتون لپاره د دولت له لوري هیڅ ډول بودجه نه لرله یعنې نه د افغانستان د اطلاعات و فرهنګ وزارت پيسې ورکړې وې او نه هم د افغانستان سفارت یا کونسلګرۍ نو د یوشمیر دوستانو په مالي مرسته یې د میلمنو لپاره یو څه خواړه تیار کړل.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزارت د ثقافت ریاست ترې غوښتنه کړې وه چې د کابینې دوو یا درې غړیو ته باید ډالۍ ورکړي،کور یې ودان چې یوه ډالۍ د یوه افغاني دار المعلمین رئیسې آغلې مستورې او یوه یا دوه نورې یې پخپله پروين ملال دخپل جیب په پيسو راونیولې او د کوربه حکومت وزیرانو ته یې ورکړې.
د جنجال پيل :
کله چې د پرانستې مراسم پای ته ورسیدل نو یو ښاغلی چې له تیرو څو کلونو راهیسې خلکو ته ځان د بي بي سي راډیو د فارسي څانګې خبريال معرفي کوي او په دې نوم یې ښه بازار تود هم دی،په داسې حال کې چې نه له بي بي سي سره کار کوي او نه یې خبریال دی،بلکې په پيښور کې بي بي سي فارسي یواځې یوه خبریاله لري چې نصیرره محب نومیږي غوغا جوړه کړه چې ایراني ډيپلومات ته ولې ډالۍ ورنکړل شوه؟
دا خو د ژبني تعصب خبره ده،دلته هم پښتو وپالل شوه……. حال دا چې د اصولو له مخې ایراني ډيپلومات د ډالۍ تر لاسه کولو هیڅ حق نه درلود.
ددې ښاغلي یو بل ملګری،چې د ایران پلوي او افغانستان ضد تلويزيون( د نوم یادولو ته یې اړتیا نشته ځکه چې ټول یې پيژنئ چې په افغانستان کې ایرانی یا پردی پالی تلويزيون کوم یو دی) په اصطلاح د پيښور خبريال دی د خپل عادت او دندې له مخې له ده سره همغږی شو او کیسه یې نوره هم وشاربله.
دلته یوه یادونه وکړم چې د تلویزیون دغه ښاغلی خبریال په خټه پښتون دی او په ټکي فارسي هم نه پوهیږي.
دغه تلويزيوني خبریال چې ژورنالیزم پر سپينه لمن یو تور داغ دی له خپلې ادارې سره د میاشتې په اویا ډالره یا ۶۲۰۰ کلدارې کار کوي،او بله یې دا چې په کور کې د ګټې وټې بل څوک لري هم نه،نو اوس ورته فکر وکړئ چې اویا ډالره په اوس وخت کې څومره ارزښت لري!!!!!
دده کار دادی چې په بیلابیلو لارو له سفير صیب او د کونسلګرۍ له ځینې ښاغلیو څخه هره میاشت په سلګونو ډالره عواید ترلاسه کوي.
دلته دا پوښتنه هم پيداکیږي چې څنګه یې ترلاسه کوي؟
سفير صیب ته یې ځان ډیر مظلوم ور معرفي کړی،ورته ویلي یې دي چې یتیم یم په کور کې د ګټې وټې څوک نه لرم،معاش مې لږ دی….. او ترڅنګ یې ډار کړی هم دی چې که داسې ونکړي نو په اصطلاح بلیک میل به یې کړي او پرضد به یې داسې راپورونه خپاره کړي چې د سفير جوړ کار به ور خراب او…. کړي.
سفیر صیب چې پخوا هم د مطبوعاتو له لارې ځپل شوی دا غنیمت ګڼلې چې وخت ناوخت یې خوله ور خوږه کړي.
په کونسلګرۍ کې یو مهم کس دی چې اصلي کارونه یا د پيسو ماشين يې په لاس کې دی هغه ته مراجعین پيداکوي او جعلي کارونه ورته کوي،جناب ديپلومات صیب له دې لارې هره میاشت په زرګونو ډالر ګټي نو يو څو سوه پکې ده ته هم ورکوي.
بله یې لا دا چې د پاکستان له استخباراتي کړیو سره هم لږ لږ ځغل کوي……
څو ورځې وړاندې آغلې پروین ملال د رسمي کارونو په لړ کې د ښاغلي سفير صیب سره د ملاقات لپاره اسلام اباد ته تللې،خوارکۍ له سفير سره په خبرو اخته وه چې د دفتر ملازم یې ورته زنګ وهلی و چې تلويزيوني او د بي بي سي خبریالان کونسلګرۍ ته راغلي او ستا ددفتر په باب یې داسې راپور جوړ کړ چې ګواکې پروین ملال له تیرو څو میاشتو راهیسې دفتر ته نه راځي،د غازي ایوب خان مزار نه جوړوي او داسې نور.
په کونسلګرۍ کې هاهو جوړه شوې وه،کونسل صیب سخت غبرګون ښودلی و خو …..
څو ورځې وروسته کونسل صیب له یوې نړیوالې راډیو سره په مرکه کې دا خبرې رد کړې چې ګنې پروین ملال وظیفې ته نه راځي.
هغه جناب چې په کونسلګرۍ کې له واکه غورځيدلی لاپسې په غوسه او تلويزيوني خبریال یې سمدستي کابل ته ولیږه. نوموړي د تلويزيون په سهارنۍ خپرونه کې پر کونسل جنرال ابراهیم خیل باندې هغه تورونه پورې کړل چې د چا خبره هیڅ کتاب یې نه مني.
له دې څخه معلومه شوه چې دغه لیکنه هم همدې ښاغلي کړې.
ایا کونسل جنرال رښتیا په خیانت او درغلیو کې ککړ دی؟
په دې کې هیڅ شک نشته چې څو کاله وړاندې د پخواني کونسل ښاغلي حاجي عبدالخالق فراهي تر تښتول کیدو د پيښور کونسلګري په یوه تجارتي دفتر بدله شوې وه او بې پيسو پکې د چا خبره هم نه اوریدل کیده.
خو کله چې څو میاشتې وړاندې سید محمد ابراهیم خیل چې دیرش کلنه ډيپلوماتیکه تجربه لري د نوي کونسل په توګه پيښور ته راغی او دا حالات یې ولیدل نو په چارو کې یې یولړ تغیرات راوستل.
هغه داسې چې مامورین او ډيپلوماټان یې ټول له یوې څانګې څخه بلې ته تبدیل کړل څو په دې توګه لږ ډیر د رشوت او خیانت مخه ونیسي. په دې لړ کې د کونسګلرۍ یو ښاغلی ډيپلومات چې دې ژورنالیست صیب به ورته دلالي کوله له واکه وغورځيد او د پيسو ماشین یې له لاسه ووت.
ځکه یې دا ژورنالیستان دې ته وګومارل څو په کونسل پسې سپکې سپورې او له حقایقو لرې تبلیغات پيل کړي.
دغه ښاغلي پخپله لیکنه کې چې په مستعار نوم یې خپره کړې یو ځای فرمايلي چې :
(……..سيد محمد ابراهيم هغه څوک چې د ډاکټر عبدالله په وخت کې دمامورينو مدير او ډاکټر عبدالله ته يې په يو مکتوب کې دسلو (١٠٠) کسانو پښتنو نومونه وړاندې کړل چې دغه ټول پښتانه يې له دندو څخه لرې کړل او په کور يې کينول. دا يې په دې خبره تورن کړي وه چې دا په اداري فساد کې ککړ دي. ايا په دې دومره لوى وزارت کې يو دري ژبې ورور هم په اداري فساد کې ککړ نه وه؟ چې ښاغلي ابراهيم خپل صيب د هغوى نوم ورکړې وه. ښاغلى ابراهيم خيل د کمونستانو د رژيم سړي دي. دې مجاهدينو ته په سپک نظر گوري پخپله شمالي وال دى.)
خو حقیقت دادی چې کله ډاکتر عبدالله سل کسه پښتانه له دندو څخه لرې کړل نو په هغه وخت کې ښاغلي ابراهیم خیل په چین کې ديپلوماتیکه دنده ترسره کوله،بله دا چې ایا شمالي د افغانستان یوه برخه نده او هر څوک چې د شمالي وي هغه باید په دولت کې د کار اجازه ونه لري؟ که داسې وي نو ابراهیم خیل خو د کابل دشکر درې دی خو پخپله لیکوال صیب دبغلان ولایت دی چې بیخي پوځ شمالي دی….
بل ځای لیکي :
د پښتنو سره جوړ نه دي. يو شمېر پښتانه محصلين د پاکستان سفارت لخوا پښتونخوا ته د زده کړو لپاره راغلي دي. جناب قونسل افغان کميشنرۍ ته ولاړل او هغه زده کوونکو ته چې د مياشتې (١٧٠٠٠) اولس زره کالدارې ورکولې. دى ورغۍ د کميشنرۍ سره يې دغه پيسې نيمې کړې او هغه پيسې چې دوى ته په خپل وخت ورکول کېدې، اوس په خپل وخت نه ورکول کيږي.
اصلي کیسه داسې ده،چې یوشمیر افغان محصلینو کونسل ته دخپلو ځينې ستونزو یادونه کړې وه او کونسل هم په دې لړ کې د پيښور پوهنتون له رئیس ډاکتر عظمت حیات،افغان کمیشنر او نورو اړوندو چارواکیو سره وکتل.
په دې ملاقاتونو کې کونسل ته وویل شول چې ستاسو یو شمیر محصلینو د بورس دغه پيسې په یوځای اخیستي او نور یې زده کړې پريښي…
کونسل په ځواب کې ورته ورته وویل،ددې لپاره چې تاسو هم تاواني نشئ او موږ هم بدنام نه شو نو غوره لار یې داده چې دا پيسې په څو قسطونو کې ورکړئ،بیا به نه څوک تښتي او که تښتي پيسې خو به نه تښتوي.
په رښتیا هم همداسې وشول او اوس هغه پيسې لږ لږ ورکول کیږي.
محصلينوته د ورپيښو امنيتي ستونزو په باب لیکي :
افغان محصلين چې د بهرنيو چارو وزارت لخوا ورته تعليمي پاسپورت ورکړى شوى، د پاکستان سفارت يو کلنه ويزه پرې لگيدلې خو بيا هم د پېښور پوليسو لخوا زورول کيږي، بندي خانو ته وړل کيږي، خو چې قونصلگرۍ ته کوم محصل د دغو ستونزو د حل لپاره ورشي نو د قونصل لخوا پرې دروازې وتړل شي.
ایا د افغانستان کونسل دا واک لري چې په زوره د پولیسو مخه ونیسي؟
په کونسلګرۍ کې ټول اسناد او شواهد پراته دي چې کونسل په دې باب څو وارې د پيښور پولیسو له مشرانو سره کتلي،څو وارې یې محصلین له تاڼو را خلاص کړي،څو وارې پوهنتونو ته ورغلی او له نژدې یې د محصلینو حال پوښتلی.
وړاندې ځي او فرمايي :
اوس به د سيد محمد ابراهيم هغه بل خيانت ته ستاسو پام راواړوم چې په پېښور کې ميشتو افغان کډوالو سره يې کړي. د استراليا نه د افغان کډوالو مرسته وه يو کانټينر مواد پېښور کې ميشتو افغان سيلاب ځپلو وروڼو ته راليږلي وه. ښاغلى ابراهيم خيل پرې سره د ملگرو سترگو پټې کړي او مواد يې په خپله ډلې سره يوځاى تقسيم او بيا د کارخانو په مارکيټ کې په تجارانو خرڅ کړل چې وروسته يې د هغه تش کانټينر چې په درې نيم لکه کالدارې خرڅ کړ هغه پسې هم په خپل جيب کې واچولې او کډوالو ته يې په کباړ کې يو (١٠٠٠٠) لس زرو روپو مواد په کباړ کې واخيستل. عکسونه يې واخيستل او په اخبار کې يې چاپ کړل او بيا وزارت ته راپور ورکړ.
حقیقت دادی چې په استرالیا کې د میشتو افغان کډوالو له خوا په رښتیا هم یو څه مواد کونسلګرۍ ته رالیږل شوي و ترڅو یې پر سیلاب ځپلو افغانانو وویشي خو په دې کې نه خو خوراکي مواد و او نه هم داسې څه چې په کارخانو کې وپلورل شي بلکې د ځان موښلي کالي یا زړې جامې وې چې په بوجونو کې یې رالیږلې وې.
اسناد موجود دي چې دغه زړې جامې چیرته او پرچا وویشل شوې،او جالبه خو یې لا دا چې همدغه لیکوال یې عکاسي کوله او په تلويزيون کې یې ګذارش خپور کړ.
په نندارتون کې یې د ایران پرسر دغسې جنجال راپورته کړ او دلته بیا د پښتو خبرې کوی :
کله کوم افغان مهاجر افغان قونسلگرۍ ته عارضه په پښتو کې وليکي نو د قونسلگرۍ له چارواکو او قونسل لخوا ورته په دري د ليکلو امر ورکول کيږي او د پښتو عارضه نه منل کيږي. آيا پښتانه د افغانستان د خاورې څخه نه دي په دې خبره غور پکار دى.
له بده شامته زموږ ډیری افغان کډوال بیسواده دي او یا رسمي عریضه نشی لیکلی نو چې کله کونسلګرۍ ته مراجعه کوي په هغه ځوان باندې خپله عریضه لیکي چې د کونسلګرۍ نه بهار ولاړ وي او د لسو کلدارو په بدل خلکو ته عریضه لیکي،نوموړی دري ژبی دی او په پښتو لیکل نشي کولی. نو ایا په دې کې کونسل ملامت دی؟
یو بل ښکرور دروغ :
ښاغلى وزير صاحب! دا ستا د اخلاصمند او تا ته نږدې ابراهيم خيل کارونه دي. بله ده دا چې په افغان قونسلگرۍ کې دا مهال (٣٢) دوه دېرش کسان کار ترسره کوي چې لس کسان يې دپلوماتان دي. د بهرنيو چارو وزارت څخه راليږل شوي. په دې کې بيا هم افغان قونسل خپل زوى محمد حنيف ابراهيم راوستى. د قونسلگرۍ ټول واک او اختيار يې هغه ته ورکړى. د پاسپورټ په سر د خلکو پيسې اخلي او هغه پاکساني وروڼه چې غواړي وېزه ترلاسه کړه. يو د ويزې فارم پر ٥٠٠٠ پنځه زره کالدارو پورې خرڅ شوي. يو شمېر پاکستاني وگړو د خپل نوم ښودلو نه ډډه وکړه. خو دا خبره ئې په ډاگه کړه چې مونږ مجبوره يو. ځکه په پنځلس ورځو کې مونږ ته فارم نه رارسيږي. دومره ستر __ جناب وزير صاحب دغه دپلومات د څه لپاره دلته راغلى چې د هر ډيپلومات د مياشتې (٣٠٠٠) درې زره تر ١٨٠٠- اتلسو سوه ډالر معاشونه اخلي او بيا هم قونصل دومره ستر خيانت کړى چې خپل زوى مقرر کړى.
د کونسل دغه زوی چې په یوه بهرني هیواد کې یې زده کړې پای ته رسولي او تازه راستون شوی په افغانستان کې د کار په لټه کې دی،خو تر هغې چې کار ورته پيدا کیږي له خپلې کورنۍ سره یوځای په پيښور کې اوسیږي.
د امنيتي ستونزو له وجې کونسل خپل زوی کونسلګرۍ ته راووست او افتخاري کار کوي ددې لپاره چې هم تجربه حاصله کړي او هم له ممکنه خطراتو څخه بچ شي.
خو دا کوم جرم ندی،په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې هم یوشمیر افغان محصلین د تجربې حاصلولو لپاره دغه ډول افتخاري کار کوي ،نه یواځې په افغان سفارت او کونسلګرۍ کې بلکې دا په ټوله نړۍ کې لیدل کیږي.
د پاکستانیانو لپاره د ويزې خبره یې کړې،حقیقت دادی چې کونسلګري د خپل ظرفیت له مخې ټاکلی شمیر فورمې ویشي او هغه کسان چې سهار خپل پاسپورت د ویزې لپاره وسپاري د هماغې ورځې پر دوو بجو ویزه ورکول کیږي،چې دا د پيښور کونسلګرۍ په تاریخ کې بیساری کار دی.
او تر څو چې د پيسو خبره ده نو په هغه کې خو پخپله هغه جناب لاس لري چې دا لیکوال یې ساتلی او هر ځای ترې کار اخلي.
دا پراګراف ولولئ او د پوهې اندازه یې ولګوئ :
او که چېرته په دې خبرو غور ونه شو نو بيا د افغانستان د جوړېدو او سولې دپاره هلې ځلې مه کوئ. ځکه ترڅو د افغانانو ترمنځ دغه ملي تعصب او ملي يووالى نه وي رامنځته شوى نو سوله راتلاى شي او نه کار اهل کار ته سپال کيدى شي.
اوس نو پخپله فکر وکړئ چې مجرم څوک دی؟کونسل که دغه لیکوال؟
جنرال کونسل په کونسلګرۍ کې د اداري فساد مخه نیولې او دا ښاغلی د خپلو بادارانو په وینا دغه ډول لیکنې کوي.