کور / کره کتنه / د تعليم او تربيې پوهنځى که د فرعون دربار

د تعليم او تربيې پوهنځى که د فرعون دربار

د کندهار پوهنتون په کال ١٣٦٩ لمريز کي د ښاغلي استاد حيات الله رفيقي په هڅه او کوښښ منظور او د وخت د رئيس تنظيمه نورالحق علومي د خوا د يوه پوهنځي (زراعت) او ١٨ محصلينو په لرلو سره پرانيستل سو، چي وروسته يې بيا د ځينو شخصي او ګوندي اړيکو پر بنا د کندهار اوسنى والي ښاغلى توريالى ويسا رئيس وټاکل سو.


د کندهار پوهنتون په خپل اتلس کلن يون کي د ډېرو ستونزو او جنجالونو سره لاس او ګريوان و او لا هم دى، د پوهنتون لپاره د يو مناسب او په ټولو لازمو ملحقاتو سمبال بشپړ تعمير نه شتون، د پوهو، مسلکي، سپېڅلو، پر هيواد او علم مينو کدرونو نشتوالى او د مرکزي حکومت له خوا ورسره د مور او ميرې چلند دا ټول هغه عوامل دي چي د ياد پوهنتون د پرمختګ مخه يې نيولې ده.


په نوموړي پوهنتون کي ځيني داسي په رواني ناروغيو اخته، متعصب، نااهله، غوړه مال او ناپوه کسان د پوهنځيو د رئيسانو او استادانو په توګه ګمارل سوي دي چي محصلينو ته له خنډ جوړولو، د هغوى د وهلو ټکولو، سپکولو او رشوت اخيستلو پرته يې نور څه ته نه ورخلاصيږي . د دې پر ځاى چي محصلين تشويق کړي، ويې هڅوي او د هغوى د ستونزو څخه ځانونه خبر کړي نور يې هم ذليل کوي، حقونه يې تر پښو لاندي کوي او په سپکه سترګه ورته ګوري.


د دغو رئيسانو څخه يو هم ښاغلى عبدالرحمن (بابى) دى چي د دغه پوهنتون د تعليم او تربيې پوهنځي رئيس دى. دى د ذکر سوي پوهنځي د تاسيس څخه بيا تر نن ورځي پوري پر همدې پوسټ باندي ټينګ موښتئ دى چي په دې حساب يې د دغه پوهنځي ټېکه دار هم بللاى سو.


يو وخت د رباني نوم بد و چي په هيڅ وجه نه غواړي د رياست جمهورۍ له پوسټ څخه استعفا وکړي خو بابى محترم تر رباني هم څو ګامه مخکي سو، دا ښاغلى د يوې خوا د لوړو زده کړو سند په لاس کي نه لري او په علمي کدر کي شامل نه دى د بلي خوا دداسي ټيټ شخصيت خاوند دئ چي بېله ښکنځلو، غيبت، تعصب، غوړه مالۍ او دوه مخۍ بل هېڅ کار نه لري، که چيري يو کس د لومړي ځل لپاره ورسره معرفي سي بابى محترم د ځمکي پر سر ملايکه، د هيواد او خلکو خواخوږى او يو ډېر نژدې ملګرى ورته ايسي، خو کله چي څه موده ورسره تېره کړي نو بيا ډېر ژر ورته مالومه سي چي د بابي صاحب شخصيت څومره ټيټ دى.


بابي صاحب ته دي خدای صحت ورکړي ، ځينو ناروغيو يې پر کړو وړو ناوړه اغېزه کړېده، له دې امله هر سهار محصلينو ته سپکي سپوري وايي. هر سهار دا جناب محصلينو ته د پوهنځي څخه د ايستلو ګواښ کوي ته وا پوهنځى يې شخصي جايداد دى. د ده اړيکي يوازي د محصلينو سره خرابي نه دي بلکي د ځينو استادانو سره هم کله ناکله ښکر پر ښکر وي حتى د ښکنځلو تر سرحده سره رسيږي چي ښه بېلګه يې د بيولوژي د ډيپارټمنټ يو استاد عبدالحميد خان دى. نوموړى استاد يو تکړه، سپېڅلى او پر خپل مسلک مين کس دى نه غواړي چي د چا تر سلطې لاندي راسي خو د بابي صاحب بيا نه ده ورسره جوړه، ځکه چي بابى صاحب داسي استادان غواړي چي د ده غلامي وکړي لکه سردار محمد راستمن چي د عبدالحميد خان استاد برعکس دى. تاسي باور وکړئ چي ياد سوى استاد تر دې اندازې په خپل مسلک کي کمزورى دى چي د ښوونځي شپږم صنف ته لا هم تدريس نسي کولاى، خو متاسفانه په پوهنتون کي د پوهنملۍ په رتبه استاد دى، هر مضمون لکه (انګليسي، روان شناسي، جامعه شناسي، فونولوژي، د ادب تيوري، تصوف، متون، د ژباړي فن او…) چې وروسپارل سي تدريس کوي يې او دا متل پر ده باندي ښه صدق کوي چي وايي: (هر کاره ناکاره وي). نوموړى چې څومره په خپل مسلک کي کمزورى دى تر هغه څو چنده يې شخصيت ټيټ دى. دا ښاغلى هم د پوهنځي د فرعون (بابي) په څېر محصلينو ته همېشه ښکنځل کوي او حتى ځيني محصلين يې پر مخ په چپلاخه هم وهلي دي.


په ١٣٩٠ لمريز کال کي د تعليم او تربيې پوهنځي د پښتو ادبياتو د ډيپارټمنټ څخه لس تنه محصلين فارغ سول، ياد ډيپارټمنټ په لومړي کال کي ١٤ تنه محصلين درلودل چي د يو کال په تېرېدو سره څلورو محصلينو خپلي لوړي زده کړي پرېښوولې او وجه يې ښاغلى بابى صاحب و.


ددې پوهنځئ محصلين د لوړو زده کړو وزارت له مسولينو او د اداري فساد پر وړاندي کميسون له چارواکو هيله کوي چي د کندهار پوهنتون په دننه کي ددغه ډول ستونزو پلټنه وکړي ، دا دغه ستونزي پر ځای پاته سي ليري نه ده چي د کندهار محصلينو د صبر کاسه ډکه سي او په عکس العمل لاس پوري کړي .


د کندهار پوهنتون په اړه نور سرليکونه :



27 اکتوبر 2011 دلته لیدل کیږي چي وزارت یا خویې په لوی لاس ډرۍ راباندي وهلي دي یا دتبلیغاتو څخه کار اخیستی چي ډونرانوته دادرواغ ورورسوي چي په کندهار پوهنتون

larawbar.com/detail.php?id=28960













4 جون 2011 نن په کندهار پوهنتون کي په دوو موټرسايکلونو کي د ځای پر ځای سوو بمونو له امله دوې چاودني رامنځته سوې چي د لومړنيو خبرونو پر اساس دوه محصلين

larawbar.com/detail.php?id=26964












29 جون 2010 د کندهار پوهنتون تېره ورځ ١٣٢ تنه محصلين په بېلابيلو رشتو کي فارغه کړل . په نوموړو محصلينو کي ٣١ تنه د طب ،٣٥ تنه د انجنېرۍ ، ٤٠ تنه د زراعت













29 جون 2011 دقرانكريم د څومباركو اياتونو تر تلاوت او د ملي سرود تر ږغولو وروسته د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار انجينير تواب بالاکرزي د غونډي













7 مارچ 2011 د کندهار پوهنتون دښووني او روزني پوهنځۍ محصلین د کندهار پوهنتون د رئیس حضرت میر طوطا خېل له خوا، په داسي حال کي ووهل او وټکول سول، چي رئیس

larawbar.com/detail.php?id=25460&date=2011-03-07…












31 اګست 2010 کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا لومړى د فريزنو پوهنتون له رئېس څخه مننه وکړه چي غواړي د کندهار پوهنتون د کرهڼي پوهنځى د فريزنو پوهنتون














د کليد ګروپ په لومړى ځل د کندهار پوهنتون سره مرسته. خپروونکی : د لراوبر اداره ليک : محمد صادق رښتينى نېټه : ٧ / ٧ / ١٣٨٧ | 2008-09-28. د کليد ګروپ په لومړى ځل د














29 جون 2011 دقرانكريم د څومباركو اياتونو تر تلاوت او د ملي سرود تر ږغولو وروسته د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار انجينير تواب بالاکرزي د غونډي













1 نومبر 2010 ياد پلاوي او کندهار والي له محصلينو سره تر ليدني وروسته په کندهار پوهنتون کي د IT دوه مرکزونه چي د امريکا هيواد په مالي مرسته د ١٤٢ زره امريکايې













13 مارچ 2010 په هغو خونړيو چاودونو کي چي نن ماښام د کندهار په ښار کي وسوې، د کندهار د جمعيت اصلاح مشر او کندهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځى استاد فريدالله خان