دکابل پيښې قربانیانو لپاره په کندوزکې خلکووینه ورکړه

د لراوبر اداره | دسمبر 13th, 2011


دکابل ښارد تیرې اونۍ پیښې، ټپې قربانیانوسره دخواخوږې په موخه د کندوز ولایت یوشمیردولتې چارواکواوځوانانو وینه ورکړه.

د کنذزوالی محمدانورجګدلک وویل دوی دغه پروګرام د هغوټپیانوسره د مرستې په موخه په لپاره لاره اچول شوي کوم چی څو ورځی وړاندی په کابل کې د یوچاودنې له امله ورته مرګ ژوبله اوښتې وه.


د کندوز دعامې روغتیاریاست چارواکې وایی چې له تیرودوه ورځوراهیسې یوشمیرځوانان دویته د وینې ورکولولپاره داوطلب راځې، دغه چارواکې وایې چې راټوله شوی وینه به ټپيانوسره دمرستې په نوم کابل ته ولیږدوي.

داپه داسې حال کې چې تیره اونۍ دشیعه ګانودعاشورادلمانځنې په مراسموکې ځانمرګې بریدوشوچې له کبله یی لږترلږه ۵۰ تنه ووژل شول اودسلوپورته ټپيان شول.


دکندزوالی محمدانورجګدلک زیاته کړه دوی به ددغی وينی په ډالۍ کولوسره وکړاي شي چی د لسګونو ټپيانوژوند چی دامهال له ګواښ سره مخ دی وژغوری جګدلک وویل « خپله پاکه وینه هغوی ته ورکړی ترڅوټپيان وژغورل شي اوهمدارنګه په دی توګه به مو قومی وحدت دلیری شمالې ولایت کندوز نه کابل سره ساتلې وی».


بل لورته د کندزدعامې روغتياريس ډاکترظفرنوری وویل « دوی به راټوله شوی وينه په ګروپونو وویشې اووروسته به يې مرکزته واستوی همداشان هغه څرګنده کړه مونږ دعاشورا په ورځ ۱۵ زره سی سی وینه اخیستې وه چې تراوسه هم ځوانان دوینې ورکولولپاره مراجعه کوی،وروسته به وینه ګروپ بندی کیږی مونږدوینې څلور ګروپونه لرو بیا به یی کابل ته استوو».


په عین وخت کې د کندزولايت یوشمیر اوسيدونکیوچې په خوښې سره وینه ورکوله د نورو هیوادوالوځنې هم غوښتنه وکړه چې دپيښې قربانیانوسره خپله مرسته ونه سپموی،« ۳۱کلن عالم شاه وایې وینه ورکول بدن ته ګټه لری اوترڅنګ یې دټپې دژوند ژغورنې سره مرسته کوی،نوپه همدې موخه نن د کندوزیوشمیرخلکو وینه ورکړه ترڅوپه کابل کې دټپیانوسره مرسته وشي.»


داپه داسې حال کې چې تیره اونۍ د کابل په زړه کې د شیعه ګانوپه مذهبې مراسموکې یوتن ځانمرګې ځان ته چاودنه ورکړه چې له امله یې ګڼ شمیرخلکوته مرګ ژوبله واوښته.

Copyright Larawbar 2007-2024