کور / هستوي فزيک / په افغانستان کی د ګرځنده او سیمداره تیلیفونو مکالمو ته غوږ نیول

په افغانستان کی د ګرځنده او سیمداره تیلیفونو مکالمو ته غوږ نیول




دا چه نن سبا په ګرده نړۍ کی دولتی قضایی او امنیتی ارګانونه د هر جرم او جنایت په څیړلو کی د تیلیفونی مکالمو او د تیلیفون کونکی او تیلیفون رسیدونکی د ټولو صوتی او ډاټا (مسیجونه) ریکارډ په اول قدم کی ګوری او نړیوال د دغه سیستمونو سره چه لاوفول انټرسیپت ( يا په قانوني ډول ټيلفوني خبرو اتري اوريدل ) ورته وایی کافی اشنایی لری، نو له همدی کبله می وپتیله چه خپلو هیوادوالو ته هم ددغه سیستم په هکله یو څه نا څه معلومات وړاندی کړم.


لاوفول انټرسیپت په حقیقت کی یوه پروسه ده چه د هغی پروسی پواسطه دولتی قضایی او امنیتی ارګانونه کولای شی چه د شکمنو او یا مجرمو خلکو مکالمو ته غوږ کیږدی او ریکارډ یی تر لاسه کړی او نه یوازی دا چه مطلوب شخص بلکه ټوله د مجرمینو شبکه پری کشفه کړی، خو البته د قانون په چوکات کی.


د لاوفول انټرسیپت تخنیکی توکی (آلی) د هر یو مخابراتی شرکت سره تړلی وی او چه کله هم مطلوب شخص ته تیلیفون راشی او یا تیلیفون وکړی نو دغه توکی اتومات ټولی مکالمی ریکارډوي.


په نړۍ کی (البته په هغه هیوادو کی چه قانون پکی پلي وي) د لاوفول انټرسیپت سیستم د مکالمو ریکارډ ته لاسرسی دومره آسانه کار نه دی او د هر ریکارډ فایل لپاره باید له محکمی نه حکم واخیستل شی، او فقط او فقط د امنیتی ارګانونو او محکمی غړو ته ددغه فایلونو لاسرسی شته او هغه هم د محکمی د حکم نه وروسته.


د لاوفول انټرسیپت عمومی چارټ په لاندی شکل کی ښودل کیږی.




هر هغه انجنیر چه په دغه د لاوفول انټرسیپت په تخنیکی دستګاه کی کار کوی هغه د امنیتی ارګانونو لخوا پوره څیړل شوی وی او د انجنیر تیر وختونه یی په نظر کی نیول شوی وي چه د کوم ګناه مرتکب خو به نه وی، د کوم هیواد اجنټ خو به نه وی، بی اعتماده شخص خو به نه وی، په نشهً یی توکو عادت خو به نه وی، په اقتصادی مشکلاتو اخته خو به نه وی، او حتی درواغ ژن خو به نه وی، او پس له هغی محکمه دغه انجنیر لپاره یو خاص جوازنامه ورکوی چه دغه انجنیر یا انجنیران (معمولآ دوه یا دری تنه وی) کولای شی چه په دغه لاوفول انټرسیپت دستګاه کی کار وکړی.

او بیا د دغو انجنیرانو منیجر یا مدیر دا څاری چه د هر محکمی حکم نه پرته په بل وخت کی خو دغه انجنیران دستګاه ته د خپل یا بل د لاګین او یوزر آی ډی پواسطه نه داخلیږی. ځکه بل وخت دستګاه ته داخلیدل او د عوامو خبرو ته غوږ نیول د قانون خلاف ورزی ده او د ستری ګناه مرتکب ګرځی چه د دوه کاله زندان نه یی د جرم سزا کمه نه ده او بیا په دغه دنده دوباره کار هم نشی کولای.


په امنیتی ارګانو او محکمی کی هم د دغه کار لپاره دوه یا دری تنه ګمارل شوی وی او نور کارمندان یی نه شی کولای چه د لاوفول انټرسیپټ انجنیر سره په تماس کی شی او د تیلیفون مکالمی فایل تر لاسه کړی.


په نړۍ کی د هر جرم د څیړنو لپاره اولینه او آخرینه بهترینه لاره یی همدغه د تیلیفون د ریکارډ تعقیبیدل او څیړل دي، چه تقریبآ د نړی ټول هیوادونه تری استعفاده کوی او ۹۰ ٪ کامیابه لاره هم ده (د یو شخص تعقیبدو ته صرف یو مسیج لیږل او یا ناکام تیلیفون زنګ وهل یا میسکال هم کافی دی).


اوس راځم دی ته چه په افغانستان کی څه کیږی:


په افغانستان کی همدا اوس دوه ډوله د لاوفول انټرسیپت سیستمونه موجود دی، یو ته یی وایی امیریکن سیستم (امریکایی سیستم) او بل ته یی وایی بریټیش سیستم (بریطانوی سیستم).


د دواړو سیستمونو فرق په لاندی ډول دی:


۱ امریکایی سیستم:


په امریکایی سیستم کی ټولی هغه مکالمی چه په تیلیفونی شبکی کی کیږی یو دمخه ټول ریکارډیږی، او بیا چه کله د مطلوب نمبر د ټاکلی تاریخ او د وخت مکالمی ته ضرورت شو نو د سیستم څخه یی را وباسي، تیار هلته ریکارډ شوي پراتی وي.


د دغه سیستم ښه والی همدا دی چه څوک تری خطا نه ځی او هر څه هلته پراته دي.


ددغه سیستم بدوالی په ده کی دی چه د هری مکالمی یوه یوه کاپی د تیلیفون د شبکی څخه اخلی او دغه د تیلیفون د شبکی د داخلي پروسیزونو او سیګنلونو اضافه وخت نیسی او په تیلیفونی شبکی (نیټورک) ډیر فشار ورځي او ډیرو زیاتو سرورونو ته د ډاټا او صوت د ذخیرو لپاره ضرورت لري، او د تیلیفون د شبکی خاوندانو دغه سیستم بدي شي.


۲ د بریطانویانو سیستم (بریټیش سیستم):


دا هغه سیستم دی چه په دی کی چه کله هم محکمی حکم ورکړ د مطلوب شخص د تیلیفوني مکالمو ریکارډ د همغه وخت او ورځ نه شروع کیږي، د ټولو خلکو مکالمی نه ریکارډوي، فقط د هغه چا چه مطلوب وي. دغه سیستم ښه والی په ده کی دی چه د تیلیفون په شبکی بوج(فشار) نه راوړي او لږ د ډاټا او صوت د ذخیرو سرورونو ته ضرورت لري، د تیلیفوني شبکو خاوندان دی سیستم ته خوښ وي. اما بدوالی یی دا دی چه که د تیرو جرمونو ریکارډ پسی ګرځي نو د صوت ریکارډ یی نه وي.


پاتی دی نه وی چه د افغانستان ټولی مخابراتی شبکی د دواړو سیستمونو پوری تړلي دي.


خو اوس خبره په دی کی ده چه ایا دلته په افغانستان کی یوه معقوله او په بین المللی معیارونو ولاړه پروسه شته؟ او که د هر چا چه خوښه شوه او هر سړی چه هر څوک په تیلیفونی شبکو یا په امنیتی ارګان کی ورور کاکا او ماما ځوی لری نو دغه فایلونو ته لاسرسی لري!! د ورور کاکا او ماما ځوی له وجی خو د کابل بانک نه په بیلیونو افغانۍ وویستل شول نو د داسی فایلونو ویستل خو ډیره وړه او آسانه خبره ده. او اوس خو لا پدی تیلیفوني شبکو کی داخلیان او خارجيان ټول پری را ګډ دي.


د یادونی وړ ده چه دغه موضوع د افغانستان د خلکو په ګټه ده او د محکمی او د ملی امنیت په ګټه ده چه د دغه سیستم لاوفول انټرسیپ ته لاسرسی په مکمله توګه خوندی وساتي، او چیرته چه د مږو سوړي وي هغه دی تری بندی کړي. او که داسی نه وي نو ډیره لیری نه ده چه د وزیرانو په شمول د ټولو وکیلانو د مکالمو سیډیګانی به بازار ته نن یا سبا لاره پیدا کړي. همدا اوس لا دځینو مشرانو (وزیرانو او مخورو وکیلانو)..لا په هوا دي. که کنټرول نه شي دغه د لاوفول انټرسیپت موضوع ولسی وګړو ته هم ستونزی پیدا کولای شي.


او په همدی ترتیب د خارجي دولتونو استخباراتي اداری د افغانستان د لوړپوړو چارواکو تیلیفوني مکالمو ته غوږ نیولای شي، او د چارواکو له پلانونو او نظرونو به لا وختی خبر وي، او په دی صورت کی د دی پر ځای چه دغه سیستم هیواد ته ګټه ورسوي نو نور هم ورته تاوان او مشکلات جوړولای شي.


ولسي جرګه او اړونده کمیسیون یی باید دغه مسٌله لا وختي څیړلی وای خو اوس هم لا ناوخته نه دی او لاندینی اقدامات کولای شي.


۱ د ولسی جرګی اړونده کمیټه باید وګوري چه دوی د لاوفول انټرسیپت ( قانونی تیلیفونی مکالمو ته غوږ نیول) لپاره کومه ماده په قانون کی لري او که نه؟ که نه یی لري نو پدی دی ژر اقدام وکړي او په قانون کی دی د لاوفول انټرسیپت لپاره یوه مقرره جوړه کړی شي.


۲ د ولسي جرګی اړونده کمیټه کولای شي چه د لاوفول انټرسیپت د موجوده پروسی یوه کاپی د محکمی او ملی امنیت نه را واخلي او ارزیابي دی کړي چه په نړیوالو معیارو ولاړه پروسه ده او که نه؟ او بیا دی د هر تیلیفونی شبکی سره وګوري او ځانونه دی مطمین کړي چه پروسه کاملآ عملی کیږي که نه؟ دغه یوه جدي مسّله ده او باید د اړونده مقاماتو ورته پاملرنه وشي. او د ولسي جرګی د ویښو او با احساسو وکیلانو څخه خواهش دی چه د دغه لاوفول انټرسیپت مسًله دی وڅیړي او په نړیوالو معیارونو دی سمباله کړي.


او په همدی ډول ټول مخابراتی شرکتونه دی هم د دغه خوار او غریب او جنګ ځپلی ملت د حالاتو په نظر کی نیولو سره ځانونه برابر کړي او د دی هیواد د تلتک (بړستن) سره سم باید خپلی پښی وغځوي، ګنی لری به نه وي چه دغه دردیدلی ملت به یی یوه ورځ د حساب لپاره راکش کړي.


دغه لیکنه د هغه لړۍ لیکنو څخه ده چه موخه یی صرف د ټولو افغانانو او خصوصآ د پښتنو پوهاوی ده. امید لرم چه یو څه نوی معلومات مو تر لاسه کړي وي او ستاسی د خوښۍ سبب ګرځیدلی وي.


که څوک غواړی چه د دغی لیکنی په هکله پوښتني لري په لاندي فورم يې ليکلای سي .