کور / نثر / يوليك او د كاروان دوه نظمونه

يوليك او د كاروان دوه نظمونه

د شاعرۍ يو هغه حالت دى چې كله شاعر شعر بشپړ كړي، له ليكلو وروسته يو ډول احساس كوي چې د هغه حالت لپاره د الفاظو په مټ اظهار نا شونى دى، لكه څوك چې وپوښتې د هندواڼې خوږوالى څنګه دى، دا به ووايي چې خوږه ده، مګر د خوږوالي هغه حس چې ده يې كړى نه شي تعبيرولى او دويم هغه كس چې لولي يې او يا يې اوري، كټ مټ  شاعر ته ورته احساس كوي، خو دا به ډېر كم كسان وي دا بختور هغه دي چې د شعر روح ته ځان رسولى شي.


خو له لويه سره شاعر هم په لومړي سر كې په داسې موډ كې نه وي، له اولې ورځې چې شاعري ته مخه كوي، نو لكه پر نغمو راغلى نوى بلبلك زړه يې غواړي په زړه پورې نغمې وكړي، خو نه شي توانېدلى مګر ورو ورو د وخت په تېرېدو سره داسې زړه را ښكونكې نغمې وبولي چې ټوله دره نغمه زاره او ډېر زړونه خپلو نغمو ته په نڅا راولي، خو دا زړونه بيا هم توپير كوي، لكه مخكې چې مو وويل هغه زړونه دي چې شعر نه شي هضمولى.


مګر شعر لكه سحر په پوره توان لوستونكى او اورېدونكى تر اغېز لاندې راولي، په اوسني عصر كې شعر تر پخوا لانور هم ګړندى شوى او په ټولو ژبو او ټولونو كې يې بريالى او د پام وړ پرمختګ كړى دى، شاعر ته د ټولنې ترجمان هم ويل شوى دى دا ځكه چې شاعرانو اوس ډېر پام ټولنې او د ټولنې ښېرازۍ او دردونو ته اړولى دى. اوس چې ځوانان شاعران شعر ته مخه كوي، په لومړيو كې له ډېرو  داسي خبرو سره مخ كېږي چې خداى مه كړه زړه يې مات شي، ښايي دا داسې كسان وي، كه شعر ليكلو ته پرېښودل شي له رياضتونو وروسته به ښايي غوره تخليق وكړي، د دې پر ځاى چې د هغوى زړونه مات كړو، بايد هغوى ته داسې لارې چارې په ګوته شي چې شعر يې  نور هم پرمختګ وكړي، ايا دا كار نوى دى د لومړي ځل لپاره يې موږ كوو؟ داسې نه ده، په نورو ټولنو كې هم شاعران له داسې دردناك كړاو سره مخ دي، راځئ د هغه ليك چې عبدالنافع ثنا پښتو ته راژباړلى څو مهم ټكي ولولو! دا ليك فرانسوي نامتو شاعر رينر ماريا ريلك (Rainer Maria Rilke)  د يوه فرانسوي ځوان شل كلن شاعر فرانززيور كاپوس(Franz Xaver Kappus) د ليك په ځواب كې ليكلى او د شعرونو په اړه يې خپل نظر ورته وړاندې كړى دى چې  زموږ ځوانو شاعرانو لپاره ډېرې نوې خبرې په كې شته :


ګرانه!…تا پوښتنه كړې چي شعرونه دې ښه دي او كه نه؟ مخكې دي له نورو پوښتنه كړې؟ مجلو ته يې استوې، د نورو له شعرونو سره يې پرتله كوې او كله چې د كومې مجلې چلوونكى دي شعر در مسترد كړي، نو خوا دي بده وي. اوس نو (دا چې له ما دي د لارښوونې غوښتنه كړې)، زارۍ درته كوم چې دا كار پرېږده.


 تا بهر  ته سترګي اړولي دي او دا  هغه څه دي چې بايد تر ډېره ځان ځني وپېچې. هيڅوك نشي كولاى لارښوونه او يا كومك دركړي،. يوازې يو كار دى چې ته يې بايد وكړې. هغه دا چې له خپل ځان سره په چورت كي ډوب شه. هغه كوم لامل دى چې ته يې ليكني ته اړ كړى يې؟ ويې پلټه! وګوره چې ستا د زړه په ژورو كې يې ريښې غزولي دي كه نه؟ له ځانه دي وپوښته چې ايا ليكنه وكړم؟ د ځواب لپاره يې ژور فكر وكړه. كه چېري دي د دې مهمي پوښتني ځواب په دې ځواكمن او كوټلي ډول ترلاسه كړ: (زه بايد ارومرو ليكنه وكړم)، نو بيا دې ژوند له همدې سره سم عيار كړه. د ژوند هره ګړى او هره لوړه ژوره به دې د همدې موخي يادګار وګرځي. وروسته طبيعت ته ځان نژدې كړه. بيا ، په داسي توګه چې ګواكې مخكې به هيچا نه وي كړي، هڅه وكړه چي مشاهده وكړې، احساس وكړې، مينه وكړې.


او هغه څه وليكه  چې ورځنى ژوند يې دركوي. خپلي خواشينۍ او هيلي دي بيان كړه. هغه چورتونه چې په دماغ او روان كې دي په يو ډول ښكلا راګرځي، دا ټول په ژور، خاموش او عاجزه جديت سره بيان كړه او كله چې دې احساسات بيانوې، د خپل چاپېريال توكي وكاروه، د خوبونو انځورونه او هغه تصويرونه چې ياد ته دې درځي، وكاروه. كه دې ورځنى ژوند بې رنګه ښكاري، مه يې ملامتوه. ملامت ته خپله يې. دا ومنه چې دا ته يې، دومره شعري وړتيا نه لري څو د ژوندانه رنګونه راوړاندي كړې ځكه د يوه تخليق كوونكي لپاره رنګ او بې رنګي توپير نه لري. ان كه ته په يوه زندان كې او د نوري نړۍ هيڅ ږغ نه درته رارسېږي، بيا هم له ځان سره د كوچنيوالي يادونه لرې، د ټولو رنګونو څخه رنګين، له هر راز زرو څخه زرين اوقيمتي د يادونو خزانه لرې. پام دي ورته واړوه. هڅه وكړه د خپل تېر ژوندانه هېر يادونه را په ياد كړې. په دې توګه به دي شخصيت ځواكمن شي، يوازيتوب به دي پراخوالى ومومي ، د ستورو ننداره به وكړې او له لرې به د تېرېدونكو خلكو ږغونه واورې.


رينر ماريه  ريلك


ښايي په دې ليك كې به مو ډېر څه نوي ليدلي وي، خو د دې ليك په لوستلو ما داسې احساس وكړ چې په پښتنو شاعرانو كې يو هم  حاجي پيرمحمد كاروان صيب دى چې په دې تول پوره خيږي، راځئ د كاروان صيب دوو نظمونو ته مو لږ تم كړم!


حاجي پيرمحمد كاروان چې كليوال شاعر دى دا مهال په پښتو شاعرۍ كې ځان ته مقام لري، د هغه شاعري پر ډېرو زړونو باچاهي كوي، دا ځكه چې له ولس سره ژاړي، خاندي، ځوريږي، ستايي يې هغه پر خپله ټولنه باور لري د هغوى لپاره شاعري كوي ټول حواس يې د هغوى لپاره وقف كړي دي او د ځان د درك كولو محك يې هم له دې لارې ترلاسه كړى دى، په دې مانا چې هغه ځان په ټولنه او ټولنه په خپلو خيالونو ، فكرونو او احساساتو كې درك كړې ده، هغه د شاعرانه فطرت يوه بله ښېګڼه داده چې د شعر لپاره ګڼ موارد لري، داسمه ده چې هغه اوس د كابل د رڼاګانو په ښار كې اوسي، خو د كلي او ماشومتوب خزانې يې د شعرونو يوه لويه پانګه ده، هغه په شاعرۍ كې څو ځايه ماشوم شوى يا هڅه كوي ماشوم شي، له دې ماشومتوبه هغه داسې شهكار نظمونه او غزلې پنځولې دي چې هر څوك يې په لېدو او لوستو كله كله اوښكې تويوي، هغه ارمانونه چې دى يې له خلكو او هېواد لپاره لري، په داسې انداز شاعرانه كړي چې له ورايه لوستونكى ځان ته راكاږي او خپل ځان او كړېدلى هېواد په كې ويني (ربابي ملنګه راشه ) نظم يې يو له شهكارونو نظمونو څخه دى فرانسوي شاعر چې ويلي كوم لامل دى چې ته يې ليكني ته اړ كړى يې؟ ويې پلټه! وګوره چې ستا د زړه په ژورو كې يې ريښې غزولي دي كه نه : د كاروان صيب د دې نظم له لوستلو وروسته پوهېږو، چې د كاروان لامل د هېواد  او خلكو خوښۍ ، خنداګانې، چې د وخت جبر تروړلې د هغوى را ستنېدنه او خلكو ته په دې اړه فكر وركول و، مګر بختور دى چې دې ارمان د هغه په زړه كې څومره رېښې غزولې او په څومره مينه يې شاعرانه كړى دى.


كاروان صيب په لروبرپښتانه وطن كې د ښه او نوښتګر شاعر په حيث منل شوى دى، كاروان به د خپلې شاعرۍ لپاره ګڼې ښېګڼې لري، مګر د دې فرانسوي شاعرانو د ليك له لوستلو يې زه د كاروان صيب ماشومتوب ته ځېر شوم،. كاروان په خپله شاعري كې له خپلو يادونو، يانې ماشومتوب سره ډېر پاتېږي، هغه د اسمان پر تخته نظم يې تاسو لوستى:


د شپې ماشوم شمه زه 
 
کله چې لمر په کلي سر ووهي 
او شپه د وړانګو په خنجر ووهي 
په تودو شوندو پيزوانونه ښکل کړي 
زرين ﻻسونه پرګودر ووهي 
چې ماشومان په قلمي ګوتو په سپينو کاغذي ﻻسونو 
تورې تختې راواخلي 
په ببلي ژبو الف ووايي ،بې ووايي،تې راوخلي 
ماته رايادې شي ماشومې شېبې 
کلی،ګودر او د ګودر له غاړې 
اخوا په برم ولاړ يو شين چنار يو ښکلی چنار 
د چنار لاندې يو وړوکی جومات 
چې محراب و اوبو وړی او ممبر يې نه و 
کولپ او زنځير خو يې پر ځای پرېږده چې ور يې نه و 
فرش يې د خوړ پستوکې شګې وې ټغر يې نه و 
چې هر سحر به لمر له پورې غره راوشړل 
دوړانګو غشي 
د چنار لاندې په اوبو کې به خورې شوې 
د طاووس بڼکې 
مونږ به هم راغلو لکه سيل راشې د شنو توتيانو 
د چنار ډډې ته پر توره تخته سپين ليکونه 
پر مونږ خواږه لکه د قند او د نبات لګېدل 
زړه راته وايي پاڅه بيا ماشوم شه 
ما په کتار د ماشومانو کې پريږدي کله څوک 
غواړم ماشوم شم او پر توره تخته 
نوم مې د هغه جانان وليکمه 
چې اول ټکی يې اخيستی دی د خدای له نامه 
غواړم ماشوم شمه او ټولي تختې 
د خپل جانان په نامه ډکې کړمه 
خو زه له خپل عمر شرميږم 
ماشومانو ته ورتللی نه شم 
په جګو سترګو ماشومانو ته کتلی نه شم 
ځکه زما همزولي 
د ماشومانو کوټڼۍ ړنګوي 
قلم تختې او مشواڼۍ ماتوي 
او په لوی لاس ترينه ماشومه دنياګۍ ړنګوي 
په سپينه ورځ له ماشومانو نه په څنګ تېرېږم 
خو شپه!…..قربان يې شمه څومره پرده پوښه ده شپه 
ماشومان ټول په خوب ويده وي او زه 
له ماشومانو نه په غلا 
او پټ په پټه په ماشوم بدل شم 
او زه ماشوم شمه د اوښکو په ماشومو ګوتو 
د سپينو ستورو تباشير را واخلم 
د شپې پر توره تخته 
نوم د جانان وليکم 
افغانستان وليکم


د كاروان صيب د شاعرۍ زور هغه وخت معلوميږي چې د ده په شعرونو كې نوي توكي وكتل شي، لكه د نظم په پاى كې چې يې  توره تختۍ او  تباشير، په خورا او نادر ډول شاعرانه كړي دي، د استاد اسدالله غضنفر په اند ((هره کلمه چې پر خپلي ظاهري مانا سربېره نوي ماناوي هم وزيږوي او نور تصويرونه او خاطري هم په ذهن کي را ژوندۍ کړي، هغه شاعرانه کلمه ده)) كاروان صيب له همدې هنره برخمن دى او بل برى يې په دې كې دى چې په ډېر ساده ډول مو بې له كومې تصنع د خپل هنر ژورو ته كوزوي. نظم چې د وزن ترڅنګ ډېر كار يې له پيغام سره دى، خو پيغام داسې نه چې د ممبر وعظ ته پاتي شي، بلكې د شعر په خوږو ولړلى شي، نو په دې كار كې كاروان له ډېرو مخكې روان دى، پورته نظم يې په څومر ژور او خوندور پيغام پاى ته رسولى دى او دې پيغام ته د طبيعت له څومره رنګينيو راغلى دى، هغه ځكه چې  خپلو زرينو قيمتي خزانو ته يې لاس اوږد كړى دى. رينر ماريه ريلك هم ويلي و:


بيا هم له ځان  سره د كوچنيوالي يادونه لرې، د  ټولو رنګونو څخه رنګين، له هر راز زرو څخه زرين اوقيمتي د يادونو خزانه لرې. پام دي ورته واړوه. هڅه وكړه د خپل تېر ژوندانه هېر يادونه را په ياد كړې.


كاروان صيب  اوس له شكه پرته داسې شاعر دى چې د  نوموړي په شاعرۍ باندې موږ د  سيالو ژبو له شعرونو سره سيالي كولى شو، ځكه چې د ده په شاعري كې ښكلايز اړخ او فكر يوځاى غځونه سره كوي، د فكرونو شتمني د ټولنې له ځولۍ د خيال په زرينو لاسونو رانيسي او لفظي ښكلا يې د رياضت محصول دى چې هيڅ كله يې په شعر كې موږ له ستونزو سره نه مخ كېږو تر ډېره په شعر کې نوي مضامين، نوي خيالونه او فکرونه وړاندې كوي، د خپل وخت خوږې ترخې داسې شاعرانه کوي چې تر ډېره به د پښتنو په مالت كې يادګار پاتې وي.


يو بل نظم  چې كاوران صيب تازه ليكلى دى  او دا نظم يې د ازادي راډيو د وركو عزيزانو د پروګرم له اورېدو وروسته چې هلته افغانان خپل ورك وروڼه او يا عزيزانو ته ثبت كړي پيغامونه پرېږدي، ډېرو اورېدونكو به دا پروګرام اورېدلى وي، مګر د شاعر اورېدل له نورو سر توپير كوي راځى وګورو چې كاروان صيب څنګه دا پرواګرام اورېدلى او د يو كليوال افغان ټليفوني مكالمې چې ورور يې ورك دى، څنګه د شعر قالب ته سپارلې دي.


مرور ته خبرې
ته به وايي چې پر سر يې باز تاويږي
راډيو بيا  لكه مينا په چغېدو ده
اورېدونكى يې ترڅنګه په ژړا دى
په راډيو  كې افغانان كوي خبرې
چې لمدې دي يا په اوښكو يا په وينو
له چا ورك  دي عزيزان او له چا وروڼه
چې په ډېرو يې تېر شوي ډېركلونه
يو افغان  په سلګو وايي زما وروره
ته چې لاړې مرور زموږ له كوره
مور مې اوښكې  درپسې كړلې تمامې
پلار مې هغه  چارشانه هډور نه دى
په اوږو باندې  يې بار دي
ستا غمونه  غرونه غرونه
په ملا  كړوپ دى لكه وچه د تاك څانګه
د ټټر پښتۍ يې داسې وي ختلې
لكه زوړ چې پوزكى شي تر پښو لاندې
د يوالونه  مو د كور دي نړېدلي
ځمكې شاړې دي باغونه مو تالا دي
لنګې غواوې  مو په تاپسې خيرات كړې
پېشملى مو هم په وچه ډوډۍ كېږي
روژه ماتى مو لمده ډوډۍ په اوښكو
توپان وړي  دي خواږه خواږه يادونه
شنه فصلونه د  غنمو درمندونه
دا يو لاس  درغځوم زنه دې نېسم
وروره راشه د  خپل ورور په خاطر راشه
د ګران پلار د خوږې مور په خاطر راشه
نه پوهېږم چې خبر به يې كه نه يې
ورور دې مات  ګوډ دى په وجه د چاودنې
يوه پښه او دا يو لاس يې شهيدان دي
دواړه سترګې  تر مرميو دي اخستې
له ړندو سترګو  مې مړې اوښكې روانې
سر ترپښومې  دي د وير جامې اغوستې


پورتنى نظم  ډېر عاطفوي او انځوريز دى، شاعر چې راډيو په كوم كيف اورېدلې په هماغه كيف يې قالب ورته جوړ كړى دى، او راډيو يې څومره خوندوره شاعرانه كړې ده او نور نظم روان له تصويرونو ډك او ګڼ كليوالي تصويرونه په كې راغلي دي چې له ورايه پوهېږو د يوه كليوال افغان ترجماني ده او په دې شعر كې هنر له  ورايه څركونه وهي.


په راډيو  كې افغانان كوي خبرې


چې لمدې دي يا په اوښكو يا په وينو


د راډيو شاعرانه  كېدل دلته نور هم سيوا كېږي او د لوستونكي مخې ته يوه داسې تابلو ږدي چې له هرې كلمې وروسته  هيجانونكى حالت رامنځ ته كوي او لفظي ښكلايې نوره هم ښكلې كېږي.


 د د  ټټر پښتۍ يې داسې وي ختلې


لكه زوړ چې پوزكى شي تر پښو لاندې


دا هغه  څه دي چې كاروان صيب په ورځنى ژوند كې درك كړي او په ژور، خاموش او عاجزه جديت سره يې بيان كړي، په ليك كې مارياريلك څه شه ويلي وو د خپل چاپېريال توكي وكاروه! د دې پر ځاى چې زه خپله خبرې نورې وغځوم، د كاروان صيب هغه خبره را اخلم چې د استاد نجيب منلي د شاعرۍ په اړه يې له صديق الله بدر سره يې په يوه ځانګړې مركه كې كړې ده: استاد منلي شاعري ځكه ښه شاعري ده، چې هرڅه ته له خپل ليد نه ګوري: (( زموږ په سلو كې ډېره برخه هغه شاعري ده، چې ډېره تكراري، سولېدلې، مبتذله او يا كليشه يي وي، ډېر لږ شاعران به وي، چې په نوي انداز يوې مسالې ته ورګوري او په كې د ښكلا يوه نوې زاويه پيدا كوي او په يو خاص ډول باندې يوه نوې شاعري كوي.))


زياتره مهال موږ نظر هغه وخت وړاندې كوو  چې يا مو تجربه كړې وي او يا مو د  بل چا تجربه مشاهده كړې يا لوستلې وي، دا چې كاروان صيب په خپله شاعر دى او پورته نظم يې هم موږ ولوستى په ډاډ ويلى شم كاوران صيب چې د منلي په اړه كومه خبره كړې، هغې يې د خپلې تجربې كړې ده، كاروان هر څه ته له خپله ليد ګوري، تكراري سولېدلې، مبتذله شاعري نه كوي ځكه موږ ډېر وخت د ده په شاعري كې له نويو، تركيبونو او نويو خبرو سره مخ كېږو او تل د ښكلا له يوې نوې زوايې نوې شاعري كوي او پورته نظم يې نه يوازې موږ ته د يو افغان د ورك ورور انځور وړاندې كوي، بلكې دا انځور هغه شهكاره انځور دى چې تر شاه يې بې حسابه نور انځورونه موندولى شو، د وطن او ولس ټولې بدبختۍ ، انقلابونه، دربدرۍ او د دې سيمې د خلكو ستونزې په كې ليدلى شو، ګوا كاوران صيب جنګ او تراژيدۍ شېبو ته شاعرانه رنګ وركوي خو له دومره صمييت نه ډك چې سترګې مو له اوښكو، ډكوي، دا بيا د شعر هغه پوخ رياضت دى چې بلاكلونه يې خواري ورباندې كړې ده او ( د مرور خبر) نظم كه د سر خبرې چې ويلي دي( اورېدونكى يې ترڅنګه په ژړادى) ليكل شوي نه واى، هر لوستونكى به دا فكر كړي واى، چې شاعر خپله كيسه كوي،  اصلي هنر په دې كې دى چې كاروان صيب څومره ټولنه او د هغوى دردونه هضم كوي او څنګه له هغه ادرسه داسې خبرې وكولى شي چې لوستونكى مكمل په دې بريالى كړي، چې انځورونه يې تشخيص او په دردونو ورسره شريك شي.


گل هم په يوه پښه ورختلى دى د خداى په توكل   د ښكلا داسې غره ته خېږم چې هيڅ لار نه لري