کورنیو چارو وزارت: مخالیفینو ته مو مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، چی اتلس وسله وال مخالفین وژل شوی او پنځه پنځوس نور یی نیولی دی.
دغه وزارت د یوی اعلامیی په خپرولو سره ویلی، چې دا وسله وال مخالفین په تیرو څلور ویشت ساعتونوکی په ګډو عملیاتو کی کابل، کنړ، ننګرهار ، هلمند، خوست، ارزګان، لوګر،اوغزنی ولایتونو کی نیول شوی او وژل شوي.
اعلامیه وایی، چی پدی عملیاتو کی شپږ وسله وال مخالفین ټپیان شوی دی.
د کابل امنیه قوماندانی وایی، چې دوه تنه یی د پاسپورټ په جعل او د نشه یی توکو د خرڅلاو په تور نیولی دی.