د نشه يي توکو قاچقبران بندیان شول
د نشه یی توکو پر ضد د مبارزی ځانګړي محکمي څوارلس تنو له دریو تر شلو کلونو بند سزا اورولی ده.
ددی محکمي لخوا په خپره شوی اعلامیه کی راغلی،چی دغه کسان د نشه یی توکو او الکولی مشروباطو دکار او بار په جرم نیول شوی وو.
په خبرپاڼه کی راغلی،چی دا کسان د نیمروز، قندهار،کنړ،هرات، پروان، بغلان، او بادغیس ولایتونو اوسیدونکی دی.
ّځینې کارپوهان وايي چې دولت د خپل ځان د معاف کولو لپاره واړه قاچاقبران بندیان کوي خو ستر قاچاقبران چې له دولتي چارواکو سره لاس او لاره لري او یا هم په حکومت کې په سترو څوکیو ګومارل شوي هېڅ هم نه کوي.