کور / کیسه / افسانه !

افسانه !

افسانه !
کله چې د عمر ویش کېده نو له حېواناتو او مرغانو نه پوښتنه کېده چې څومره عمرغواړې کله چې نوبت بوم(کونګ) ته راورسید نوپه ډېره حیرانۍ سره یې وویل عمر څه ته وايي؟
ورته وویل شول، عمر د وخت تېرولو په معنی دی یعنې یوه شپه، یوه اونۍ، یوه میاشت، یو فصل چې پکې پسرلی، اوړی، منی او بیا ژمی راځي او پدې ډول سره یو کال پوره کېږي.
بوم بیا وپوښتل چې بیا څه کېږي، ورته وویل شول چې بیا له سره بل کال پیل کېږي او بیا هم همدا ډول د کال فصلونه تکرارېږي او همداسې تېرېږي بوم ورته وویل چې تکراري ژوند نو څه معنې زما دپاره همدا یو کال بس دی، نو هماغه دی چې بوم یا کونګ یو کال عمر لري چې هغه یې هم په خپله ځان ته ټاکلی دی.