کور / شعر / د کابل چور

د کابل چور

د داخلی جنګ دوران او د برهان الدین ربانی حکومت


په دی ښار کی د خوبانو اثر نسته
په مردانو کی هم حس د احسان نسته
زنانه خو وای کمبود دتوان ګــالی
په مردانو کی هم ډار د سبحان نسته
څوک د بل ومال ته غل وی طمع کاندی
چا د بل مځکه غصب کړی حساب نسته
دلته حق دی د یتیم چی خوړل کیږی
هلته بډی رشوتونه،مستنده قضا نسته
یو دروغ وایی چلونه فریبکاری کړی
بل وعظونه کوی ډیر، رفتار یی نسته
کله ښځی دی تیری ورباندی کیږی
کله ښار ټوله تالا سی پرسا ن نسته
ښار ته ګوره  ګویا کیږی دی پخپله
هیڅ حاجت هم د شاهد او ګواه نسته
چا کورونه تعمیرونه دی ړنګ کړی
چا نلونه اره کړی خوف   د الله نسته
چا د برق ستنی چپه او ټول تالا کړی
بل پلونه کړه ویران ځای دجزا نسته
یوه هم ونی د ټول ښار اره اره کړی
بل  راکټ را توغوی پروا یی نسته
خو دا ټولو هم داسلام دعوی کولی
عارض ګوری رسوا سوی بیان نسته