کور / تازه خبرونه / له طالبانو سره د پاکستان سوله د افغانستان په تاوان ده

له طالبانو سره د پاکستان سوله د افغانستان په تاوان ده

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د ناټو په هوایي حمله کې د پاکستاني سرتیرو له وژنې وروسته د دغه هیواد اقداماتو ته کتنه کړې، چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې د همکارۍ کمول او د ډیورنډ له کرښې د سرتیرو ویستل هم په کې شامل دي.

ورځپاڼه لیکي، چې د ډیورنډ له کرښې د پاکستاني سرتیرو پشا کول په همدې هدف ترسره شوي، چې وسله وال وکړای شي، چې په ازاد ډول افغانستان ته تګ راتګ وکړي.

ورځپاڼه لیکي، که حالت همداسې دوام وکړي، نو د افغانستان په حالاتو به ناوړه اغیز وکړي او افغان دولت ته په کار ده، چې د دې حالت له زیانونو څخه د هیواد د ژغورنې لپاره لاس په کار شي.

ورځپاڼې وړاندې دوو امکاناتو ته اشاره کړې، چې یا دې له پاکستان سره اړیکې بېرته عادي شي او یا دې هم له کاري فشارونو څخه استفاده وشي.

خو ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې امریکایی قومندانان لا هم دا ضمانت نه شي ورکولی، چې د پاکستاني پوځیانو د وژنې په څیر پیښې دې بیا تکرار نه شي.

ورځپاڼې په دې اړه په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قومندان مرکه راخستې او لیکلي یې ، چې دوی اوس مهال په یو جنګي حالت کې دي، چې د داسې پیښو د نه تکراریدو په اړه هیڅ راز ضمانت نه شي ورکولای.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا له طالبانو سره د سولې لپاره د پاکستان په روانو هلو ځلو بحث کړی او په نهایت کې یی دا سوله د افغانستان په زیان بللې.

ورځپاڼه لیکي، چې دا سوله پدې شرط کیږي، چې د پاکستان حکومت به په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د جګړې مخنیوی نه کوي.

ورځپاڼې افغان دولت او ناټو ته سپارښتنه کړې، که چیرې پاکستان له طالبانو سره په سوله ټنیګار کوي، نو باید داسې ضمانتونه ترې واخستل شي، چې دا معامله به د سیمې په امنیت کومه ناوړه اغیزه نه کوي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې نړیواله ټولنه دې پاکستان تر هغو د سولې خبرو ته نه پریږدي، چې افغان طالبان هم له دولت سره د سولې خبرو ته کینني.

هیواد دولتي ورځپاڼې هم د پاکستان وروستیو اقداماتو ته په اشارې، چې زیان یې افغانان ګالي لیکلي، چې پاکستان باید په خپله بهرنۍ تګلاره کې بدلون راولي.

ورځپاڼې لیکلي، چې پاکستان د ناټو د اکمالاتو په بندولو سره یو ځل بیا د افغان سوداګرو مالونه هم درلوي او په ورته وخت کې یې په افغانستان کې فرقه یي اختلافاتو ته د لمن وهلو هڅه هم کړې.

خو ورځپاڼې دا خبرداری ورکړی، چې د نړیوالې ټولنې او افغانستان په وړاندې د پاکستان دوه مخې سیاستونه نور نو رسوا شوي او دا ټول د دې سبب کیږي، چې د دغه هیواد په وړاندې په سیمه ییزه او نړیواله کچه حساسیتونه زیات شي.

ورځپاڼې دا حالت خپله د پاکستان په زیان بللی او لیکلي، که دغه هیواد په خپله تګلاره کې بدلون رانولي نو ممکن له سختو اقتصادي او سیاسي ستونزو سره لاس او ګریوان شي