کور / کره کتنه / په اماراتو کې د افغانستان په سفارت کې اختلاس شوی

په اماراتو کې د افغانستان په سفارت کې اختلاس شوی

د عربي خليج د اماراتو په هېواد کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت په سفارت کې په پراخه پيمانه اختلاس شوی دی. باوري سرچينې وايي چې دا اختلاس په دومره لويه پيمانه دی چې له کابله ورته د بهرنيو چارو وزارت د څېړنو لپاره يو پلاوی هم استولی دی خو بېرته کابل ته خالي لاس تللی دی.

دا اختلاس پخوا نه و خو له هغې وروسته چې د شمالي ټلوالی ستمی غړی نور الله راغي په ابوظبي کې د کونسل په توګه ټاکل شوی دی دا ډول اختلاسونه شروع شوي دي.

راغي د شمالي ټلوالې د يو پخواني مشر برهان الدين رباني په مرسته په ابوظبي کې د کونسليت په پوست قابض شوی دی. پس له دې چې دې په پوست واکمن شو نو په سفارت کې یې د خپلو خپلوانو په ټاکلو پيل وکړ. تر اوسه یې څوارلس خپلوان او عزيزان په دې پوست ټاکلي دي.

په دې کسانو کې یې يو چې په اماراتو کې یې نانبايي وو د سفارت د ماليي چارو مسوول وټاکه او پخوا به چې کومې پیسې مراجعينو په بانک تحويلولوې نو د راغي استازي ته دا پیسې ورکول پيل شول. ښاغلي نانبايي په لکونو درهمه پټ کړل چې د دې رسوايي انګازې تر کابله ورسېدې.

باوري سرچينې وايي چې په ابوظبي کې د افغان سفارت عايدات اويا فيصده کم شوي دي. د يادونې وړ ده چې په اماراتو کې په لکونه افغانان اوسېږي او د پاسپورت له تمديد او نورو شخصي او سوداګريزو خدمتونو څخه د افغان سفارت عايدات هر کال مليونونو ډالرو ته رسېږي. خو دا مليونونه اوس د شمال ټلوالې د راغي او ورسره ډاکوانو جیبونو ته غورزي.

په ابوظبي کې د افغانستان سفير مجيب الله مجددي چې د صبغت الله مجددي زوی دا دنده مخکې وړي. نوموړی په اماراتو کې دومره نه وي لکه څومره چې په کابل کې د خپل ناروغ پلار او په امريکا کې د خپلې ساعت تېرۍ لپاره ورک وي. څو مياشتې وشوې چې سفير په سفارت کې نشته او غايب دی.

مجددي په دې بهانه چې کاکا یې مړ شو څو مياشتې په کابل کې تېرې کړې او اوس دوه مياشتې کېږي چې په نامعلوم مشن امريکا ته تللی او په تيلي فون سفارت چلوي. نوموړي په يو تيلي فون له کابله ورغلي تحقيقاتي ډلې ته ويلی دي چې دی په سفارت کې نه وي نو د کونسل راغي سره څوک د نوموړي په غلاګانو کې تحقيق نشي کولای. دا معلومه نه ده چې د راغي په لکونو درهمه ښکاره او نورو پټو غلاګانو کې سفير مجددي هم شريک دی او که له نورو سببونو له کبله پرې پرده اچوي.

په ابوظبي کې افغان سفارت کې افغانانو ته خدمات هم اوس د قام او توکم په اساس ورکول کېږي. هغه خدمات چې غيرپښتنو ته وړاندې کېږي راغي په پښتنو ناروا ګرځولي دي. د يادولو وړ خبره ده چې کونسل راغي د پښتنو سره سخته عقده لري او په سفارت کې هره ورځ پښتانه کارکونکي او مراجعين سپکوي او سپکې سپورې ورته وايي. نوموړی په سفارت کې په ښکاره د پښتنو پسې سپکې سپورې وايي او وايي چې په کابل کې داسې نر مور نه دی زېږولی چې دی له دندې ګوښه کړي او يا ورته سترګې برنډې کړي چې ګنې ولې یې اختلاس کړی دی.

ستمی راغی په سفارت کې اختلاس خپل طبيعي حق ګڼي ځکه دا منصب یې د واک په ويش کې رسېدلی دی.

باوري سرچينې وايي چې په اماراتو کې مېشتو افغانانو کې د سفارت د اختلاس او تبعيضي چلند په اړه بحثونه ډېر شوي دي او د راغي اختلاسونه، په سفارت کې نوې سيمه ييزې د راغي د خپلوانو او عزيزانو تقرريانې، د سفارت د مامورينو او مراجعينو په منځ کې تبعيضي چلند، او په افغاني ارزښتنو د راغي او افغان سفير ملنډې اوس د مجلسونو بحث ګرځېدلی او افغانان د سفارت له خدمتونو او چلند څخه سخت ناراضه دي. خو سره د دې هم راغي او واکمنه ډله یې خپلې توکميزي اجنډاګانې پر مخ بيايي او د چا په کيسه کې نه دي او د مليونونو درهمو اختلاس لا په درز کې روان او سفير په امريکا کې دی.


يادونه : لراوبر ددغه نيوکي  د کره توب مسوليت پرغاړه نه اخلي .