کور / تازه خبرونه / (قاضيان به د ۳۰ ورځو په دننه کښي بيرته پر کار کړل شي)

(قاضيان به د ۳۰ ورځو په دننه کښي بيرته پر کار کړل شي)

لراوبر – لو پښتونخوا



دپا كستان مسلم ليګ \”ن\” مركزى مخكښ راجه ظفر الحق يوځل بيا خپله ژمنه تكرار كړه او زياته يې كړه چى  قاضيان به په ديرشو ورځو كښې  دننه دننه پرخپل  كار كړل شي نوموړى زياته كړيده  چى د قاضيانو د بحالۍ  د ژمنې  ديرش ورځې دلو مړي وزير د سوګند اخستلو سره سيمې شميرل كيږي ډير زر به قومي اسمبلۍ ته قرارداد وړاندي كړل شي دبى بى سي سره په مركه كښې ښاغلى ظفر الحق  زياته كړه چى  دقاضيانو د بحالۍ قرارداد دچمتو كولو په حالت كښې دى او ددواړو سترو ګوندونو تر منځ خبرې  اترې روانې  دي ښاغلى ظفر الحق دپاكستان اوسنى حالات ښه  بللو سره هيله څرګنده كړيده  چى  په ديرش  ورځو كښې دننه به خپله  ژمنه تر سره كړو.