کور / z_buitenland_news -- 5 / د ماليې او بهرنيو… ته نومول شوي وزيران به په کار پېل وکړي

د ماليې او بهرنيو… ته نومول شوي وزيران به په کار پېل وکړي

 لراوبر – لو پښتونخوا



مخدوم شاه محمود قريشي دپاكستان دبهر نيو چارو وزارت او اسحاق ډار دماليي  وزارت ته نومول  شويدى دوي به په روانه اوونۍ كښې  په كار پيل  وكړي  دپاكستان پيپلز ګوند په مشرۍ رامنځته كيدو نكي  قومي حكومت  تراوسه پورې  پرپنځو مهمووزارتونو  باندې  سلا شويدي  پرنورو وزارتونو باندي  تر اوسه سلا نده شوې  پركومو پنځو وزارتونو چى  سلا شويده پدغه  كښې  د بهرنيو چارو وزارت دماليې  وزارت دكورنيو چارو  داطلاعاتو او پارليماني چارو وزارتونه شامل دي. داطلاعاتو وزارت ته ميرمن شيرى رحمان دپارلماني چارو وزارت ته سيد خورشيد شاه نومول شويدى  او دپاكستان  دپلټونكي ادارې  ايف  اّئى  اې  پخواني  مشر رحمان ملك به د كورنيو چارو سلاكار وټاكل شي  دبى بى سى  دراپور ترمخه  فاروق ايچ  نايك ته د قانون  دوزارت سپارل  كيدلو تمه دى دراپورونو ترمخه مولانا فضل الرحمان دمذهبى  چارو وزارت ته په تمه ده خو تر اوسه پدې  هكله كومه حتمى پريكړه نده شوې دپيپلز ګوند دسرچينو ترمخه مركزى كابينه به په دوه درې پړاو كښې  بشپړه كړل شي.