کور / هراړخیز / افغان ښځې او دغرب لومې

افغان ښځې او دغرب لومې


په دې وروستیو کې به مو له بي بي سي راډیو دهغې افغان پیغلې غملړلی داستان اوریدلی وي ، چې دخپل یوه خپلوان لخوا دجبرزنا ښکار شوې ده او اوس دزندان شپې تیروي ، دا راپور چې اوس هم دبي بي سي پښتو ویب پاڼې په اول مخ پروت دی ، خورا بوږنوونکی دی ، شل کلنه ګلناز چې ددې په وینا له جبري زنا وروسته حامله شوې ، زنداني شوې ، او اوس دکرزي په فرمان بخښل شوې ده ، حیرانه ده ، چې له زندانه ووزي او کنه ، نوموړې وایي سره له دې چې بې ګناه ده خو خپلوانو یې ورته ګواښ کړی چې د پت او ناموس په نامه به یې ووژني .



ګلناز دخپل غرېو نیولي نکل په پای کې یوداسې خبره هم کړې چې د دې له اسلامي او افغاني همت او په نوموړې ددې تور دوران داصلي راوستونکو ( غربي یرغلګرو او غرب ګرایانو ) له شومو اغراضو څخه پرده پورته کوي .



ګلناز وایي : زه غواړم هغه څوک چې زما په عزت یې جبري تیری کړی دی ، باید اعدام شي ( ځکه ددې په وینا محصن دی او څو اولادونه لري ) دغه راز زما لپاره دباعزته ژوند زمینه برابره شي او سرپرست راته پیدا شي ، مګر (خارجیان )راته وایي راځه خارج ته لاړه شه ، تېر شه له دلته ژونده ځکه ستا مدعیان زامن او ډیر کسان لري وبه دې وژني ، مګر زه ورته وایم چې هرڅه پيښیږي زه ورته اماده یم زه خارج مارج ته نه ځم موږ پښتانه یواو … )


داچې په افغانستان کې دېره خارجیانو څنګه ترګلنازې ( چې په یوشخصي جنجال کې مبتلا ده ) ځان رسولی او نوموړې یې دخارج تګ ته تشویق کړې ده ، هغه څه دي چې په افغانستان کې پیل شوی دغربیانو او غرب ګرایانو له یوستر اسلام ضد او افغان ضد پروګرام څخه نقاب پورته کوي .


حقیقت دادی چې په اسلامي هیوادونو دلویدیځوالو یرغل یوازې ستراتیژیکي او اقتصادي موخې نلرې ، بلکې دګڼو اهدافو له جملې یې یومهم هدف دیني او کلتوري دی ، لویدیځوال داستعماري جګړو له وخته په دې فکر کې دي ، ترڅو خپل سیکولر فرهنګ اسلامي ټولنو ته انتقال کړي ، او په دې توګه دغه اولسونه دخپل کلتوري یرغل ترپوښښ لاندې هم راولي .


دلویدیځ کلتور یوه مهمه ممیزه دښځو ازادي او بې حجابي ده ، چې دوی یې د( ښځو دحقوقو ) تر زرین شعار لاندې تعقیبوي ، د۱۹ او ۲۰ مو پیړیو په مهال چې په افریقا، منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې ګڼ مسلمان اولسونه دلویديځو استعمارګرو ترمستقیم یا غیر مستقیم اشغال لاندې وو ، لویديځوالو متواتره هڅه درلوده ، ترڅو تراشغال لاندې ټولنو ته خپل بي دینه کلتور تزریق کړي ، او په دې توګه خپل کلتوري اشغال یقیني کاندي .


په دې برخه کې دلویدیځوالو دهڅو یوه مهمه برخه مسلمانو ښځوته دتبرج ، بې حجابي او ازادۍ احساس ورکول وو چې هغه مهال یې ورته د (فیمنیسم ) اصطلاح کاروله .


لویدیځوالو دخپل دې پروګرام دعملي کولو لپاره لومړی په مسلمانو ټولنو کې ځانګړي لویدیځ ډوله ښځینه ښوونځي جوړکړل او وروسته یې له همدې ښوونځیو څخه بااستعداده مسلمانې نجونې دخپلو هیوادونو ځانګړو پوهنتونونو ته دزدکړو لپاره و استولې ، د زده کړو ددې دورې په مهال یې دناخبره مسلمانو میرمنو ذهنونه په بشپړه توګه ورته ومینځل او په سوچه غربي کلتور او ګروهه سمبالې یې بیرته خپلو هیوادونو ته د وایسټرنایزیشن ( غربي کولو ) دهمه جانبه پروګرام دعملي کولو په پار راولیږلې .


دغه په غرب کې تربیه شوې ښځې چې له غربي کلتوري او استخباراتي کړیو سره پېیلې وې ، او دهغو له خوا تمویلېدې ، په مسلمانو ټولنو کې دښځودحقوقو ، بشري حقوقو ، دیموکراسي ، ترقي او ترداسې نورو عنوانو لاندې بیلابیل فعالیتونه شروع کړل ، دغه راز یې په نشراتي برخه کې ګڼې مجلې او اخبارونه هم را وایستل .


دغربیانو ددې پروګرام په نتیجه کې په مسلمانو ټولنو کې دښځو دازادۍ دتحریکونو په نامه، نوي او له دین سره اړخ نه لګوونکي ګڼ خوځښتونه راوپنځیدل ، دمراکش دښځو تنظیم چې دفاطمې مرنیسي ( دپاریس دسوربن پوهنتون فارغ التحصیلې ) لخوا تاسیس شو ،دترکیې دښځو غورځنګ د دویګو آسنا په مشرۍ ، دسوریې او لبنان ( المجمع النسائي العربي ) دایران (سازمان زنان ایران ) دمهناز افخمي په هڅو ، دتونس د دیموکراتو ښځو ټولنه ، دعراق دښځو دتحریر ټولنه ، په مصر کې دښځو دازادۍ او فیمنیسم تحریک او داسې نورې خورې ورې ډلې چې د ( دختیځ دښځو کنګره ) ترنامه لاندې د یوه لږ پیژندل شوي اتحاد لخوا اداره کیدلې ، دلویدیځوالو دیوه منظم پروګرام ژوندي مثالونه دي چې غوښتل یې مسلمانې ښځې له خپل مسیر څخه بې لارې او په نړیواله عریاني ورګډې کړي .


له دې هڅو سره هم مهال لویدیځوالو له بیلابیلو دسیسو او فریبونو څخه په استفاده هڅه پیل کړه ، ترڅو دغه نوي راټوکیدلي خو ځښتونه او سترماتې ښځې په نړیوالو کچه مطرح کړي ، او دمسلمانانو دنوي نسل لپاره یې دتقلید وړ کاندي ، په دې لړ کې بیلابیلو غربي ادارو د ښځو دازادۍ دفعالینو لپاره تشویقي جایزې وضعه کړې ، دهغوی لپاره یې غولوونکي او غیرواقعي القاب وکارول ترڅو یې په دې لاره کې نور فعالیت ته تشویق کړي .


داسلامي نړۍ په کچه دا ښځینه غرب ګرایانه خوځښتونه که څه هم په ځینو هیوادونو کې له ماتې سره مخ شوي ، او دمسلمانو اولسونو لخوا رد شوي دي ، خو په ډیرو نورو مسلمانو ټولنو کې یې خورا زړه بوږنوونکې پایلې درلودلې دي ، او دبشپړو ټولنو دبۍ سترۍ او بې لارۍ سبب ګرځیدلي دي .


دبیلګې په ډول په ټونس اسلامي هیواد کې اوس ښځې دا حق لري چې خپل میړه ته طلا ق ورکړي ، چې دا له اسلامي اساساتو څخه څرګند بغاوت دی ، په مصر کې هم دې ورته قوانین نافذ دي ، په ترکیه کې بیاهیڅ ښځه حق نلري چې تعلیمي یا حکومتې اداروته له حجاب سره داخله شي .


په افغانستان کې له دې سره سره چې دښځو دازادۍ په نامه دټولنیز انحراف وارداتي هڅې په بیا بیا له ناکامۍ سره مخ شوي دي ، او ولس یې په وړاندې سخت غبرګون ښودلی ، خوددې ددې هیواد له پرون څخه ناخبره نننیو متصدیانو ( لویدیځو یرغلګرو ) منظمې هڅې پیل کړي دي ، ترڅو افغان ښځې هم دنړیوال انحراف په اتڼ ورګډې کړي .


دوی دواک ته رسیدو سره سم په لومړي اقدام کې دښځو په نامه یو وزارت جوړ کړ، چې له دې څخه دافغان ښځو له مسئلې سره ددوی دلچسپې په ښه توګه واضحه شوه ، ورپسې دښځو دټولنو ، ورکشاپونو ، مجلو ، اخبارونو او رادیوګانو دوران پیل شو، چې لا هم دغه جریان په درز روان دی ، په دې مابین کې دویدا صمدزۍ ، حماسه کوهستاني ، ملالۍ جویا او ځینو نور غوندې دیوشمیر غرب وهلیوتورسرو بې ځایه مطرح کول ، تشهیرول او په ډالیو او القابو نازول هم دهغه پروګرام برخه وې ، ترڅو دافغانستان مؤمنې تورسرې پرې تیر باسي ، او ددوی تقلید ته یې تشویق کړي .


دغربي او نورو سیکولر هیوادونو تعلیمي ادارو ، غونډو او کانفرانسونو ته دافغان تور سرو په لیږلواود غولوونکو جوائزو او القابو په ورکولو سربیره اوس غربیانو هڅه پیل کړې ، ترڅو یوشمیر هغه افغان میرمنې چې په یو نه یوډول په افغان ټولنه کې داغداره شوې او دردیدلې وي ، لویديځو هیوادونو ته جلب کړي ، ځکه دغه ډول میرمنې چې دورپیښو ستونزو له وجې له دې ټولنې زړه تورې شوې وي ، لویدیځوال یې په ډیره اسانۍ دافغان مسلمانې ټولنې په ضد استعمالولای شي .


په دې لړ کې لویديځوالو څه موده وړاندې دعایشې په نامه یوه افغانه میرمن چې خپلې خسرګنۍ ترینه پوزه او غوږونه پریکړي وو ، امریکاته بوتله ، او بیا یې څو ځله په مطبوعاتو کې دخپلو سیاسي او کلتوري اهدافو دتحقق لپاره دیوې سوژې په دود کار واخیست ، اوس دادی دګلناز په نامه افغانه میرمن وایي چې خارجیانو ترینه غوښتي دي ، چې باید خارج ته ورسره لاړه شي .


ګلناز چې تراوسه کم عمره ده غرضي خارجیان ورته هیلمن دي ، چې لویدیځو هیوادونو ته دبیولو ، او دڅو کلنې تربیې نه وروسته یې ددې وړ کولای شي ، چې په افغانستان کې دښځو دحقوقو دغربي داعیې لپاره ترې کار واخلي .


افغان میرمنې چې تراوسه له نړیوال شیطاني او عریاني تهذیب څخه تریوه حده خوندي پاته دي ، باید داسلامي لارښوونو په رڼا کې خپل مقام او منزلت وپیژني ، اسلام چې دوی ته کوم حقوق ورکړي دي ، هغه دوی په هیڅ کلتور کې هم نه شي موندلای ، نو بناء باید په خپله راسخه عقیده محکمې او په خپله پرده کې خوندي پاته شي ، دلویديځوالو فریبونو او شیطاني لومې دې وپیژنې او په هیڅ قیمت ته اجازه نه ورکوې چې غرب یې دخپلو مصالحو لپاره استعمال کړي .