سيداباد: د۵لکه ډالرو په لګښت د اوبو د تنظيم پروژه پيل سوه
دمیدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې داوبو دتنظیم او دسیمو دشنوکولو( واټرشیټ منجمنټ) پروژه دپنځو لکه امریکایي ډالرو په ارزښت پیل شوه .
لراوبر په دې اړه رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي د ورستیو وچکالیو له امله په سیمه کې اوبو کچه ټیټه شوې نو په همدې موخه دمیدان وردګو ولایت مقام او دکرنې ریاست لخوا دامریکا دکرنې وزارت داستازو سره دشته ستونزې دحل په موخه داوبو دتنظیم، داوبو دکچې دلوړولو، دخاورو دتخریب، دسیلابونو دمخنوي ، داوبو واړه ذخیروي بندونه جوړول او د دښتو او غرونو دشنه کولو په موخه د اوبو دمنابعو دسمون او تنظیم (واټر شیټ منجمنټ پروګرام )ترنامه لاندې په سیداباد ولسوالۍ کېنوموړې پروژه منظوره شوه او دپیل چارې یې دمیدان وردګو والي محمد حلیم فدایي، د ولايتي شورا ریس محمد حضرت جانان ،دملي امنیت ریس سالار زی، ولسوال ډاکتر مسلم او ددې ولسوالۍ اوسیدونکو لخوا رسما پیل شوې.
د ميدان وردګو والي حليم فدايي په وينا نوموړې پروژه دسیداباد ولسوالۍ دحیدر خیلو په سیمه کې په (۹) میاشتو کې په (۱۵) کیلو متر مربع ځمکه کې دامریکا دکرنې وزارت دپنځو(۵) لکو ډالرو په مالي لګښت چې هر ورځ به پکې دسیمې (۵۰۰) تنو ځوانانو ته پکې دکار زمینه برابره شي پلې شي.
دميدان وردګ ولايت چارواکو دا هم وويل چې په نژدې راتلوونکي کې به هم په نرخ ولسوالۍ کې هم داوبو سبمالښت او تنظیم پروژه دا ډول پروژه پیل شي.