په وردګو کي ۲۲۵ کډوالو ته مرستي وويشل سوې

د لراوبر اداره | دسمبر 15th, 2011


په میدان وردګو ولایت کې په ( ۲۲۵) کډوالو او بې ځایه شوو کورنیو باندې مرستې و ویشل شوې.


دمهاجرینو سره دنړیوالو مرستو اداره(UNHCR) لخوا ددې ولایت دبېلابېلو ولسوالیو په (۲۲۵) کورنیو باندې  ژمني مرستې  د ولایت والي محمد حلیم فدایي ، دکډوالو چارو مسولینو او د(UNHCR) دفتر استازو لخوا و ویشل شوې.


په ولایت کې دګډوالو چارو  ریس حاجي  محمدشفیق په ویناء  په دغو مرستو کې  دهرې کورنۍ لپاره (۱۵) ډوله ژمنۍ مرستې  او ژمني کالي لکه( ۱۴۰ کیلو ګرامه سکاره،  ۴  کمپلې،۲ ترپالونه، چمپرونه، پټوان،موزې ، جرابې او داټول نور ژمني اړین توکي شامل دي چې دنوموړو اړینو توکو دویش سره به
دګډونوالو او بې ځایه شوو یوڅه ستونزې حل شي.

Copyright Larawbar 2007-2024