کور / z_buitenland_news -- 5 / د لـــوړي په مراسمو کښي له ۵۰۰ زياتو…. ته بلنه ورکړل شوې وه

د لـــوړي په مراسمو کښي له ۵۰۰ زياتو…. ته بلنه ورکړل شوې وه

لراوبر – لو پښتونخوا



دپا كستان ديارلسمى ملى اسمبلۍ په غونډه كښى ټاكل شوى لومړى  وزير مخدوم سيد يوسف رضا ګيلانى ته پرون  په صدارتى مقركښې  د اولسمشر پرويز  مشرف  له خوا  دنوي  دندى دنيولو پخاطر لوړه وركړل  شوه پدى مهال اولسمشر مشرف  دخپلي  واكمنۍ په 8 كلنى دورى  كښى  پنځوصدر اعظمانو ته د وفادارى  لوړى  اوسوګندونه وركړيدي دباخبرو منابعو ترمخه  دنوي  صدراعظم  دوفادارى دلوړى  دمراسمو دپرځاى  كولو وروسته داولسمشرۍ په ماڼۍ  كښى  ديوي پرتمينى اوشاندارى  غونډى په ترڅ كښي دنوى لومړى  وزير  يوسف رضا ګيلانى او دجمهور  رئيس پرويز مشرف  تر مينځ  ليدنه كتنه وشوه په صدارتى  مقر كى  دوفادارى  دلوړى  دپرځاى كولو به تاريخى مراسمو كى له 500  څخه زياتو شخصيتونو ته رسمى بلنه وركړل شوي وه.


 پدى  تاريخي  او ستره غونډه كښي  دڅلورايالتونو ګورنرانو، دپاكستان دوسله وال پورځ  لوى درستيز جنرال اشفاق  پرويز كيانى  دسترى محكمې لوى  رئيس جسټس  عبدالحميد ډوګر ، دملى اسمبلۍ  سپيكر ډاكټر فهيمده مرزا، لنډ مهاله  پخواني  صدراعظم  محمد ميا سومرو،  فاروق  ستار  او پوځى  او دولتى  لوړ رتبه شخصيتونو  داولس مشرۍ  په ماڼۍ  كښي  ګډون  كړي وْ  پاكستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ  دمشرتابه هيئات  په دى مراسمو كى  برخه  نه وه  اخيستى.