کور / تازه خبرونه / (د اټوم بم… ډاکټر قدير خان تر اوسه د يو مجرم په شان ژوند کوي)

(د اټوم بم… ډاکټر قدير خان تر اوسه د يو مجرم په شان ژوند کوي)

لراوبر – لو پښتونخوا



د جماعت اسلامي امير قاضي حسين احمد دقاضيانو دخوشي كولو كار ستايلي  دي دجماعت اسلامي له دفتر څخه  په خپره شوې مطبوعاتي  پاڼه كښې ويل شويدي  چى  وزيراعظم بايد دغه خبره  هم په ياد وساتى چى دپاكستان داټوم بم څښتن ډاكټر عبدالقدير خان تر اوسه  پورې  ديوه مجرم په شان ژوند كوي قاضي حسين احمد زياته كړيده چى  ولس تمه لرله  چى  دپاكستان نوى لومړى وزير به په سمدستى  توګه دقاضيا نو دخوشي كولو اوپركار كولو اعلان  وكړي  او د ډاكټر عبدالقدير پرځاى دخوشي كولو اعلان به هم وكړي  خو اوس هم دپاكستان ولس دنوي  لومړى  وزير څخه  پدغه تمه دى چي  قاضيان به بحال او ډاكټر عبدالقدير خان به خوشي كړي.