کور / تازه خبرونه / د ضلع کرک ګڼ … په پښتونخوا ملى عوامي ګوند کي ګډون…

د ضلع کرک ګڼ … په پښتونخوا ملى عوامي ګوند کي ګډون…

 لراوبر – لو پښتونخوا



دضلع كرك ګڼ شمېر اوسيدونكو په پښتونخوا ملى عوامي ګوند كښې دګډون اعلان وكړ دپښتونخوا ملي عوامي  ګوند لخوا خپره شوې مطبوعاتي پاڼه  كښې  ويل شويدي  چې  دضلع كرك تحصيل  بانډه  داودشاه په كلى بهادر خيل كښې د پښتونخوا ملى عوامي ګوند غونډه دضلعى  مرستيال  سكرتر رفيع خټك  په مشرۍ كښې وشوه  دغو نډي  پرمهال دكلي بهادر خيل  لوړپوړي  سياسي  شخصيت ګل زمان د مزدور كسان ګوند پخوانۍ  ضلعى  مشر  فخر اسلام دمزدوركسان پخواني  ضلعى  مرستيال ميرزمان ، احسان الله، رضوان، طاهر، شاهد اقبال ، زاهد  نواز  ، سيد كبير غازي خان، ضياء الله، ساجد شهزاد، كامران  ، فاروق ، محمد فريد، شادمحمد ، شفيع الرحمان  او غرزمان دخپلو خپلو ملګرو او كورنيو په شمول دمزدوركسان ګوند څخه  استعفا وركولو سره په پښتنونخوا ملي عوامي  ګوند كښې دګډون اعلان وكړ نو وګډون كوونكو ته ضلفى  مرستيال سكر تر رفيع خټك ، رشيد خټك اوظهير پښتون يار وويل چى  دپښتون قام دخپلواكى  لاره دغه ده چى دملي وحدت پرخپلو شتمنيو واك  او پښتوژبه  دزده كړي  كاروباري اوسركارى توب  ګرځولو لپاره دپښتونخوا ملي عوامي ګوند تر بيرغ لاندې راغونډ نشي. دغونډي  وروسته دپښتونخوا ملى عوامي ګوند كلى  بهادر خيل يو نټ  جوړ كړل شو فخر اسلام يې سكرتر او رضوان  يي مرستيال  وټاكل شول نو وټاكل شوو غړو د ګوند  سره دهرډول  همكارى  او دپښتون قام دخپلواكۍ  لپاره دهر ډول قربانۍ  وركولو ژمنه وكړه.