کور / z_buitenland_news -- 5 / نوازشريف د مشرف … او د قاضيانو په اړوند امريكي غوښتني رد…

نوازشريف د مشرف … او د قاضيانو په اړوند امريكي غوښتني رد…

لراوبر – لو پښتونخوا



ميا محمد نوازشريف  داولسمشر پرويز مشرف  سره د مرستي همكارۍ او دګوښه كړل شوو قاضيانو په اړوند دامريكي غوښتني رد او ونه منلي دپاكستان  په دوره راغلى  دامريكي  دبهرنيو چارو وزارت مرستيال جان نيګرو پونټى  پرون د مسلم ليګ\”ن\” له مشر اوپخواني  لومړى وزير ميا نوازشريف  سره په پنجاب هاوس  اسلام اّباد كښى يو نيم ساعت  كتنه وكړه  پدى مهال دامريكي  دباندنيو چارو وزارت دمرستيال جان نيګرو پونټى  مرستيال  ريچارد باوچر اوپه پاكستان كى دامريكي  لويه سفيره ميرمن پيټرسن  هم برخه  اخيستى وه  دغه راز نواز شريف  پدى ليدنه كتنه كى دترهګرى پرخلاف نړيوالى مبارزى په نوي حكومت كښى   داتحادى ګوندونو او ډلو نظر دپاكستان او امريكي اړيكي دافغانستان اوسنى حالات  او دپاكستان ، هندوستان دخبرو اترو په ګډون په نورو مهمو اوځانګړو موضوعاتو باندي خبرى او دنظر راكړه وركړه وشوه  وروسته بيا ميان نواز شريف  په اسلام اّباد كى يوي خبرى غوندى ته په وينا كي وويل: چي  اولسمشر  پرويز مشرف  ته مشوره وركوي چې  دهېواد او خلكو دګټو په پام كى نيولو سره سملاسى له دندى څخه  لاس په سر شى نواز شريف  زياته كړه چي يوه شخص  دخپلو ذاتى ګټو د ساتلو پخاطر  ديوه هېواد بنسټ خورولى  دى ده وويل:  چې  دا دواكمنۍ  ليږدول نه بلكى د ستونزو ليږدول  دى  نوازشريف زياته كړه  چې په ميلينونو ډالر پورونه، ګرانى، بيكارى  او ټوټه ټوټه شوى عدليه نوى حكومت ته ليږدول شويدى پدى مهال ده غوره شوى نوي لومړى وزير يوسف  رضا ګيلانى  ته دزړه له تله مباركى وركړه او هيله ئى څرګنده كړه چې نوموړي  به د لومړى وزارت د دندى ژور درناوى او قدر داني وكړي.